د ګیتي نیوز خبریالان. کرېډېټ: د فرانسې نړیواله راډیو/کامي سارازن
د ګیتي نیوز خبریالان. کرېډېټ: د فرانسې نړیواله راډیو/کامي سارازن

د سه شنبې په شپه (د جنورۍ ۲۲مه نېټه) پاریس کې یوه داسې رسنۍ په فعالیت پیل وکړ چې بنسټ یې د یو افغان کډوال له خوا اېښودل شوی. اټکل کېږي چې دغه سایټ د کډوالۍ په برخه کې فعالیت وکړي.

د سه شنبې په شپه پاریس کې د ګیتي نیوز په نوم یوه نوې رسنۍ په فعالیت پیل وکړ. دغه رسنۍ د یو ۲۴ کلن افغان کډوال مرتضی بهبودي له خوا جوړه شوې. مرتضي بهبودي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په فرانسه کې اوسېږي، کابل کې خبریال و. نوموړی د فرانسې په سوربون پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په برخه کې ماستري کړې ده.

ښاغلی بهبودي د ګیتي نیوز په اړه وایي: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، ګیتي یوه فارسي کلیمه ده او مانا یې نړۍ ده. موږ غواړو چې د نړۍ د وضعیت په اړه خلکو ته معلومات ورکړو، او په ځانګړې توګه د کډوالو د ژوند په هکله.»

د ګیتي نیوز بنسټ په یونان کې اېښودل شوی. په ۲۰۱۸ کې ښاغلی بهبودي د خپل ستاژ د ترسره کولو له پاره اټن او بیا لېسبوس ته تللی و. نوموړی وایي چې له یوې فرانسوۍ خبریالې سره یې د خپلې پروژې په اړه خبرې وکړې. پاریس ته تر بېرته راتلو وروسته ښاغلي بهبودي له ځینو نورو خبریالانو سره وکتل. د دغو خبرو اترو په ترڅ کې د ګیتي نیوز پروژه پیل شوه.  

افغان کډوال مرتضی بهبودي

اوس مهال په ګیتي نیوز کې لس خبریالان کار کوي چې ۵ یې فرانسوي او ۵ نور یې کډوال دي. دغه کډوال له افغانستان، پاکستان، چاد، کامرون او سوریې سره تړاو لري. 

«مهاجرت مثبتې اغېزې هم لرلی شي»

مرتضی بهبودي چې په افغانستان کې خبریال و او پاریس کې د خبریالانو له کور سره اړیکه لري، وایي: «فرانسه کې ځینې هغې رسنۍ چې د کډوالۍ په برخه کې فعالیت کوي، یوازې د مهاجرت د منفي اړخو په اړه رپوټ ورکوي: دا چې مهاجرت پر اروپایي سیاست او فرهنګ څه منفي اغېز لرلی شي. خو موږ غواړو چې د کډوالۍ د مثبتو اغېزو په اړه ولیکو. ځکه زموږ په اند مهاجرت مثبتې اغېزې هم لرلی شي. موږ همداراز غواړو چې د هغو کډوالو د ژوند په اړه رپوټ ورکړو چې تر مهاجرت وروسته ډېرې لاس ته راوړنې لري.»

ښاغلی بهبودي ټینګار کوي چې له همدې کبله په ګیتي نیوز کې کډوال له فرانسوي خبریالانو سره ګډ فعالیت کوي.

له خبریالانو سره مرستې

خو ګیتي نیوز یوازې یوه رسنۍ نه ده. د دغې رسنۍ موخه دا ده چې نه یوازې خلکو ته د کډوالو د ژوند په اړه معلومات ورکړي بلکې هغو خبریالانو ته هم د کار زمینې برابرې کړي چې کډوال دي.

د ښاغلي بهبودي په خبره: «فرانسه کې ځینې داسې خبریالان شته چې تر مهاجرت وروسته د ژورنالیزم په برخه کې هېڅ ډول فعالیت نه لري. دا معلومه خبره ده چې فرانسه کې دا کار یو څه مشکل دی. خو موږ هڅه کوو چې دغو خبریالانو ته هم د کار زمینې برابرې کړو.»

سره له دې چې اوس مهال ګیتي نیوز یوازې یو سایټ لري، مرتضی بهبودي وایي چې هیله لري په راتلونکې کې دغه سایټ د زده کړو پر یو مرکز هم بدل شي. خو داسې یو مرکز چې هم فرانسویان په کې وي او هم کډوال.

ګیتي نیوز اوس یوازې په فرانسوي ژبه فعالیت کوي خو اټکل کېږي چې په ۲۰۲۰ کې دغه رسنۍ په انګریزي ژبه هم خپرونې ولري.

ګیتي نیوز کې رپوټونه، ویډیوګانې، پادکسټونه او رسنیز رسمونه خپرېږي.


د ګیتي نیوز پته: https://guitinews.fr


 

نورې ليکنې