په بيلو اروپايي هيوادونو کي مهاجر و روغتيايي آسانتياؤ ته په بېله کچه لاسرسی لري
په بيلو اروپايي هيوادونو کي مهاجر و روغتيايي آسانتياؤ ته په بېله کچه لاسرسی لري

د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله مهاجر په اروپايي هيوادونو کي په بشپړه توګه روغتيايي نظام ته لاس رسی نه لري. په زیاته بیا حامله داره مېرمنې او ماشومان د روغتيايي ګواښونه سره مخامخ وي.

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په لومړي ځل په اروپا کي د بېځايه سوو يا مهاجرو انسانانو د روغتيا په هکله يو راپور چمتو کړی دی. له دغه راپور څخه يو ښه خبر دا دی چي په مجموع کي په اروپا کي د مهاجرو روغتيايي حالت ښه دی. خو په دغه راپور کي يو شمېر موضوعات د اندېښنې هم وړ دي. په زياته بيا دوه موضوعات د ځانګړې اندېښنې سره مل دي.

حامله داره مېرمنې او اطفال

په اروپا کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو مېرمنو له پاره د ماشوم زېږونه د لويو روغتيايي ګواښونو سره مل کار بلل سوی دی. د روغتيا د نړيوال سازمان د راپور پر اساس سقط جنين، په لويو جراحي عملياتو سره زېږون او د زېږون پر وخت د پېچلتياؤ رامنځ ته کېدنه د غير مهاجرو مېرمنو په پرتله په مهاجرو مېرمنو کي لويه ستونزه ده. د راپور له مخي په يادو دوو ډلو کي بعضي توپيرونه ډېر لوی دی. د بېلګې په توګه په راپور کي ويل سوي چي په سوېډن کي په مهاجرو افريقايي مېندو کي د نورو مېندو په پرتله دا ګواښ ۱۸ چنده زيات دی، چي ماشوم يې د زېږون څخه په وروسته يوه مياشت کي مړ سي. په راپور کي زياته سوې چي د مهاجرو مېندو اکثره زېږېدلي ماشومان له وخت څخه تر مخه زېږي او اکثريت دغه ماشومان د زېږون پر وخت کم وزن لري.

د دې تر څنګ په راپور کي راغلي چي د زېږون پر وخت د مور مړينه د عامو ځايي مېرمنو په پرتله د مهاجرو مېرمنو له پاره لوی ګواښ وي. په دې ترڅ کي د فرانسې بېلګه راوستل سوې چيري چي د زېږون پر وخت د مهاجرو مېندو مړينه د عامو مېرمنو په پرتله دوه نيم چنده زياته ده. په فرانسه کي د هغو مېرمنو له پاره ياد ګواښ حتی درې نيم چنده زيات وي چي د توري افريقا څخه و فرانسې ته مهاجرې وي.

د له منځه وړنې وړ ګواښونه

دا چي په مهاجرو حامله داره مېرمنو کي د ماشومانو او په همدې شان د مېندو د مړيني ګواښونه زيات دي، دا يو شمېر لاملونه لري. و روغتيايي مراقبت ته په لاس رسي کي ځنډ، د طبي مداخلې څخه انکار، نامناسبه درمل او د پرسونال تر منځ په خپل منځيو اړيکو کي نه همږغي په يادو لاملونو کي د له منځه وړنې يا مخنيوي وړ لاملونه دي.

و مهاجرو مېندو ته په ورپېښو روغتيايي ګواښونو کي يې يو شمېر داسي دي چي په مستقيمه توګه د هغوی له هجرت څخه منبع اخلي. په دغو کي د اوسېدنې نامناسب حالت، بې روزګاري، بې وزلي او و کورنيو ته د مرسته رسولو مکلفيت شامل دي. له دغو څخه يو شمېر ستونزې مهاجر مېرمنې د اېچ آی وي، توبرکلوز او ورته د جنسي اړيکو له لاري سرايت کوونکو ويروسونو د ګواښ سره هم مخامخ کوي.

د روغتيا د نړيوال سازمان د راپور پر اساس مهاجر مېرمنې د فيزيکي ناروغيو تر څنګ د زېږون څخه تر مخه او وروسته دواړو حالتونو کي و زياتو روانې ستونزو ته په پرتليزه توګه زيات تمايل لري. په دغو رواني ستونزو کي د زېږون څخه وروسته د دپرېشن يا رواني فشار بېلګه ياده سوې ده. د دغه راپور له مخي د بېلګي په توګه په پرتګال هيواد کي يې موندلې چي مهاجرې مېرمنې د غېر مهاجرو مېرمنو په پرتله شپږ چنده زيات د ياد دپرېشن سره مخامخ کيږي. ټولنيز منزويتوب، د مرستو کمښت، د ژبي مشکلات، کورنۍ ستونزي، کلتوري بحران او د ژوند د شريک سره نه تماس په مهاجرو مېرمنو کي د يادي روانې ستونزي عمده لاملونه بلل سوي دي.

غير مساوي روغتيايي مراقبت

د روغتيا نړيوال سازمان د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ د مهاجرو د روغتيايي مراقبت د آسانتياؤ توپير هم د اندېښنې وړ يوه مهمه ستونزه بللې ده. ملګرو ملتونو تر نژدې نيمي پېړۍ څخه ترمخه لا پر دې تفاهم کړی ؤ چي روغتيايي مراقبت د هر انسان حق دی او بايد د هغه د تابعيت او حقوقي دريځ سره نه وي تړلی. خو د روغتيا د نړيوال سازمان د دغې اونۍ راپور ښيي چي د انسان ياد حق په بيلو اروپايي هيوادونو کي بېلې بڼي لري. دا چي مهاجر د اروپايي اتحاديې په کوم هيواد کي دی، پر دې دلالت کولای سي چي ايا د هغه هيواد د نورو عامو وګړو په شان بېله توپيره و روغتيايي مراقبت ته لاسرسی ولري او يا له سره طبي مراقبت ته هيڅ لاسرسی ونه لري.

د هالند له امستردام پوهنتون څخه کارپوه داويد اينګل بای وايي چي هالند، ناروې، هسپانيه، بريتانيه او فرانسه هغه اروپايي هيوادونه دي چيري چي مهاجر د ځايي خلکو په شان روغتيايي آسانتياؤ ته د لاسرسي بې توپيره حق لري. د روغتيا او مهاجرت دغه کارپوه زياتوي چي په فرانسه کي حتی غېر ثبت سوي مهاجر د عيني روغتيايي آسانتياؤ حق لري لکه ځايي خلک چي يې لري.

اتريش، يونان او ايرلند له هغو هيوادونو څخه دي چيري چي په معلومو مهاجر کمپونو او ځانګړو سيمو کي و روغتيا ته لاسرسی د ځايي خلکو په کچه د مهاجرو حق دی. خو د پرتګال، فنلند او سويس په شمول بعضي هيوادونو بيا مهاجرو ته صرف د اضطراري يا بېړني روغتيايي حالت پر وخت د ځايي خلکو په کچه د روغتيا د آسانتياؤ حق ورکوي. په آلمان او هنګري هيوادونو کي بيا مهاجرو ته صرف په اضطراري حالاتو کي د روغتيايي مرستي حق ورکول کيږي.

د آلمان تګلاره

داويد اينګل بای وايي چي په آلمان کي مهاجر يوازي په هغه صورت کي بشپړ روغتيايي مراقبت ته د لاسرسي حق لري، چي يوه جدي ناروغي ورپېښه وي. د هغه په وينا مهاجرو ته ياد حق په آلمان کي د هغوی د لومړيو ۱۵ مياشتو اوسېدنې پر وخت ورکول کيږي او هغوی واکسين هم تر لاسه کولای سي. خو داسي ناروغيو لکه شکره او روانې ناروغۍ عموما نه درملنه کيږي.

داويد اينګل بای وايي چي و روغتيايي مراقبت ته د لاسرسي خنډ نه يوازي د روغتيا له حق څخه سرغړونه ده بلکه په اصل کي «د مصارفو د لا جګېدلو لامل ګرځي»؟. په ۲۰۱۶ کال کي روښانه سوې وه چي و مهاجرو ته د روغتيايي مراقبت په برخه کي محدوديتونه د دې لامل سوي چي د هر مهاجر پر سر د آلمان کلني مصارف ۳۷۰ لا زيات سي. داويد اينګل بای زياتوي چي د روغتيايي مراقبت دغه محدوديتونه د دې نه لامل کيږي چي مهاجر و آلمان ته د مهاجرت اراده ترکه کړي.

په اروپا کي د مهاجرو د روغتيا په تړاو لومړی راپور

د روغتيا د سازمان اروپايي برخه د روسيې، ترکيې، اسرائيل او مرکزي آسيا په شمول ۵۳ هيوادونه تشکيلوي. د دغې سيمي د ۹۲۰ مليونو انسانانو له نفوس څخه ۱۰ سلنه يا ۹۰،۷ سلنه يې کډوال دي. له دغو څخه ۷،۴ سلنه مهاجر دي.

په يادو هيوادونو کي د ځايي نفوس په پرتله د مهاجرو شمېر ډېر توپير لري. د بېلګي په توګه په لکسمبورګ هيواد کي د ټول نفوس ۴۵ سلنه خو په پولند کي بيا دوه سلنه د نفوس برخه مهاجر دي. په آلمان کي د مهاجرو فيصدي ۱۵ سلنه او په فرانسه کي ۱۲ سلنه ده.

په اروپا کي د مهاجرو د روغتيا په تړاو د روغتيا د نړيوال سازمان نورې موندنې:

ـ له مهاجرو څخه و ځايي خلکو ته د ناروغيو د سرايت کولو ګواښ کم دی

ـ مهاجر د ستونې د سرطان په استثنی د سرطان له نورو ډولونو څخه کم تر ګواښ لاندي دي

ـ په مهاجرو کي د شکرې ناروغۍ د ځايي خلکو په پرتله زياته وي

ـ د لا زياتو مهاجرو راتګ ښايي په مهاجر کمپونو کي د شراېطو لکه غذا، کم حرکت د وضعې د خرابېدو او په دې توګه د ناروغيو د زیاتېدو لامل سي

ـ مهاجر او کډوال، په زیاته بيا بې سرپرسته يوازي ماشوم مهاجر د ځايي خلکو په پرتله د رواني ستونزو د لوی ګواښ سره مخامخ وي

 


 

نورې ليکنې