د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر او د بامف رئيس هانس ايکارد زومر
د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر او د بامف رئيس هانس ايکارد زومر

په آلمان کي د کډوالو د شمېر او د کډوالۍ د څرنګوالي راپور ښيي چي په دغه هيواد کي کوم ډول بهرنيان ژوند کوي. کوم شمېر يې مهاجر، محصلين يا اروپايان دي؟

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر چي کله په برلين کي د ۲۰۱۸ کال د کډوالو او مهاجرت راپور معرفي کاوه، نو داسي څرګندېدی چي ډاډه دی. يوازنی حقيقت چي د زېهوفر ډاډ ته يې زيان رساوه هغه د اېټاليې سره د کډوالو د بېرته لېږد په تړاو د ژمنه سوي تړون لا تر اوسه نه رامنځته کېدنه وه. زېهوفر د ۲۰۱۸ کال په سپتمبر مياشت کي اعلان کړی ؤ چي ډېر ژر به د اېټاليې سره داسي تړون لاسليک کړي چي له مخي به يې اېټاليه له آلمان څخه هغه مهاجر بېرته مني چي له دغه هيواده آلمان ته راغلي وي. زېهوفر د کډوالو او مهاجرت د راپور د وړاندي کولو پر وخت د اېټاليې سره توافق ته لا نه رسېدنه په اېټاليه کي «د کورني سياست ممکنه لاملونه» ياد کړل او بيا يې پر نورو موضوعاتو خبري وکړې.

هورست زېهوفر د خپل ځان، خپل وزارت او د ده له خوا د مهاجرت او پناه غوښتنې د فدرالي ادارې بامف له پاره د ټاکل سوي نوي مشر هانس ايکارد زومر ستاينه وکړه. زېهوفر وويل چي د «امن اړتيا لرونکو په وړاندي بشري چلن او د مهاجرت مدريت» په ډېره ښه توګه تر سره سوی. نوموړي له راپور څخه په آلمان کي د کډوالو او مهاجرو په تړاو دغه معلومات وړاندي کړل.

اطفال مهاجر

د زېهوفر په وينا په ۲۰۱۸ کال په وړاندي سوو پناه غوښتنو کي ۱۹،۹ سلنه يې د داسو ماشومانو وې چي په آلمان کي زېږدلي او تر يو کال کم عمر لري. په دې توګه نو په ۲۰۱۸ کال هر پنځم پناه غوښتونکی په آلمان کي زېږېدلی.

د مهاجرو هيوادونه

په راپور کي راغلي چي په ۲۰۱۷ کال و آلمان ته د راکډه سوو انسانانو څخه دوه پر دريمه برخه يې له اروپايي هيوادونو، ترکيې او روسيې څخه ول. تر ټولو لويه د نوو کډوالو ډله چي ۲۲۰ زره انسانان او په دې توګه د ټولو کډوالو ۱۴،۲ سلنه جوړوي له رومانيې څخه آلمان ته راغلي دي. د کډوالو ۹،۸ سلنه له پولند څخه آلمان ته راکډه سوي دي. په دې لړ کي سوريه پر شپږم مقام ياد سوی هيواد بلل سوی دی.

د مهاجرت شاليد لرونکي

د راپور له مخي په ۲۰۱۸ کال په آلمان کي نژدې هر څلورم زېږېدونکي ماشوم د مهاجرت شاليد درلود. يعني دغو ماشومانو يا خو د بل هيواد تابيعت درلود او يا يې له مور او پلار څخه يو اړخ د بل هيواد تابعيت لرونکی ؤ. د دې تر څنګ زياته سوې چي نژدې د ټولو مهاجرو يو پر دريمه برخه په آلمان کي زېږېدونکي کسان تشکيلوي.

محصلين

د راپور له مخي د آلمان په پوهنتونونو کي هر څلورم محصل له بهر څخه آلمان ته راغلی دی. په ۲۰۱۷ کال تر ۱۰۴ زرو څخه زياتو داسي محصلينو په آلماني پوهنتونو کي داخله اخيستې چي خپله باکلوريا يې د آلمان څخه دباندي تر لاسه کړې وه. له دغو بهرني محصلينو څخه نژدې هر لسم محصل له چين څخه راغلی دی. په بهرني محصلينو کي د سوريايي محصلينو کچه ۴،۲ سلنه او په دې توګه شپږمه تر ټولو جګه کچه ياده سوې ده.

امنيت

آلمان ته په تيرو کالونو کي کوم کسان راغلي؟ د بامف ادارې رئيس زومر وويل: «له راتلونکو څخه ډېر کم شمېر يې خپل اصلي اسناد وړاندي کړي دي.» د هغه په وينا په زياته بيا صرف هغه اسناد وړاندي کيږي چي ورسره د قبولۍ هيلي زياتي تړلي وي، لکه د سوريايانو اسناد. د زومر په وينا د مهاجرو هغه ادعاوي چي په هوايي لاره راغلي د انځورونو او نورو تخنیکي لارو څېړل کيږي. د هغه په وينا اوس په اړونده اداره کي يوه ځانګړې څانګه چي د سرحدي پوليسو او په همدې راز د کورني او بهرني استخباراتو سره همکاري کوي، چي امنيتي اړخونه وڅېړي.

د پناه غوښتنې پروسه

د بامف په وينا دمګړی پر ۵۸ زرو د پناه غوښتنې پر دوسيو کار روان دی. زياته سوې چي د ياد شمېر له ۱۱ سلنې برخي د څېړلو کارونه يې تر يو کال څخه زيات وخت کيږي چي ادامه لري. د راپور له مخي کوم کس چي په ۲۰۱۸ کال په آلمان کي د پناه غوښتنه کړې اوسطا بايد ۹۰ ورځې و لومړي جواب ته انتظار وباسي. د زومر په وينا هغه مهاجر چي په انکر مهاجر کمپونو کي يې د پناه غوښتنه کړې، د هغوی د پناه غوښتنې ارزونه د څلوېښتو او شپيتو ورځو تر منځ وخت نيسي.

 

نورې ليکنې