د بودېلا مرکز د لېسبون ښار په شاوخوا کې موقعیت لري. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز
د بودېلا مرکز د لېسبون ښار په شاوخوا کې موقعیت لري. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

پورتګال په اروپا کې داسې یو هیواد دی چې د بېلابېلو لاملونو له کبله د کډوالو پر وړاندې نرم دریځ او سیاست لري. دغه هیواد د اروپا د هغو پروګرامونو په ترسره کولو کې برخه اخلي چې له مدیترانې څخه د ژغورل شویو کډوالو د وېشلو په اړه دي. بل لور ته پورتګال کې داسې کسان هم د پناه غوښتنه کوي چې په یوازې سر دغه هیواد ته ننوتلي دي. د دغو کډوالو وضعیت یو څه پیچلی دی. کډوال نیوز د پورتګال بوبادېلا مرکز ته تللی چې د لېسبون په شاوخوا کې موقعیت لري.

د بوبادېلا د انتظار سالون له کډوالو ډک دی. نږدې شل کډوال د یوې دروازې ترڅنګ ولاړ دي او د خپل نوبت انتظار باسي. ځینې نور کډوال پر څوکیو ناست دي.

د کډوالو د هرکلي دغه مرکز په بوبادېلا سیمه کې موقعیت لري چې د لېسبون په شاوخوا کې ده. دغه مرکز د کډوالو په چارو کې د پورتګالۍ شورا له خوا اداره کېږي او په ۲۰۰۶ کې جوړ شوی دی. موخه یې دا ده چې پناه غوښتونکو ته د استوګنې ځایونه برابر کړي او په اداري چارو کې ورسره مرستې وکړي.

د بوبادېلا مرکز په اصلی کې یوازې د ۱۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی و. په ۲۰۰۶ کې ۷۲ کسان دغه مرکز کې اوسېدل.

بوبادېلا مرکز. کرېډېټ: مایوا پولې/کډوال نیوز

تر ۳۰ ډېر ملیتونه

هر کال پورتګال کې د کډوالو شمېر لوړېږي. په ۲۰۱۷ کال کې پورتګال کې ۱۷۵۰ کسان د پناه غوښتنه کړې وه.

د بوبادېلا د مرکز مشر تیتو ماتوس وایي: «د بوبادېلا مرکز پورتګال کې یوازنی هغه مرکز دی چې کډوالو ته سرپناه برابروي او په اداري چارو کې ورسره مرسته کوي. مانا یې دا چې ټول هغه کسان چې د پورتګال خاورې ته ننوزي مکلف دي چې دلته راشي.»

بوبادېلا مرکز کې د دوو ډولو کډوالو ترمنځ توپیر شته: هغه کسان چې په خپل سر پورتګال ته راغلي او هغه کډوال چې د اروپایې ټولنې د کډوالو پروګرامونو په ترڅ کې پورتګال ته استول شوي. د دغو کډوالو په ډله کې ځینې داسې کسان شته چې د ژغورنې کښتیو له خوا له مدیترانې څخه ژغورل شوي دي.

د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ میاشت کې د بوبادېلا په مرکز کې تر ۵۰۰ ډېرو دوسیو ته رسیدګي کېږي. دغه مرکز کې اوس مهال یوازې کورنیو او زیان منونکو کسانو ته د استوګنې ځایونه ورکول کېږي. کم سنه کډوال یو داسې مرکز ته استول کېږي چې یوازې هغوی ته ځانګړی شوی دی او مجردو کډوالو ته په هوټلونو کې ځای ورکول کېږي. دوی مکلف دي چې په منظمه توګه بوبادېلا مرکز ته راشي او د خپلو اداري چارو د ترسره کولو له پاره د لیدو وخت واخلي.

هغه کډوال چې د اروپایي ټولنې د پروګرامونه په چوکاټ کې پورتګال ته لېږدول شوي د منل کېدو ډېر چانس لري. خو د نورو کډوالو د منلو چانس لږ دی.

د تیتو ماتوس په وینا اوس مهال د بوبادېلا مرکز اوسېدونکو تر ۳۰ ډېرو ملیتونو سره تړاو لري. دوی معمولاً له انګولا، ګینې، کانګو، ګامبي، اوکراین، پاکستان او یا هم له ونزوېلا څخه پورتګال ته راغلي دي.

بوبادېلا مرکز کې د زده کړې فرصتونه

نن کامروني کډوال ایف – کریستیان نجیکې نیا بوبادېلا مرکز ته راغلی ترڅو د تخصصي ادغام په یوه کورس کې ګډون وکړي. نوموړی تېر نومبر پورتګال ته رسېدلی دی. هغه وایي: «ګومان مې دا دی چې پورتګال کې د کډوالو وضعیت د نورو اروپایي هیوادونو په پرتله ډېر ښه دی.»

ایف – کریستیان نجیکې نیا په یو هوټل کې اوسېږي. دغه کامروني کډوال اوس یو شپږ میاشتنی اقامت کارټ لري او باید خپله دوسیه تیاره کړي. د دغه کارټ په مرسته نوموړی کار هم کولی شي. هغه وایي: «د دغه کارت له ترلاسه کولو وروسته د بوبادېلا مرکز کارکوونکي را ته وویل چې باید د تخصصي ادغام یو کورس کې ګډون وکړم.»

ایف - کریستیان نجینکې نیا تېر نومبر پورتګال ته رسېدلی دی. کرېډېټ: مایوا پولې/کډوال نیوز

د انتظار په سالون کې د ادغام کورس یوې چلوونکې له کډوالو سره په پورتګالي، انګرېږي او فرانسوي ژبو خبرې کوي. نوموړې د تخصصي ادغام د کابینې غړې ده. د کابینې یو سموونکې فیلیپا سیلوېستر وایي چې دغه کابینه کډوالو ته دا چانس برابروي چې د کار بازار په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړي.

د پروګرام چلوونکې کډوالو ته وایي: «اوس باید ځان معرفي کړئ او را ته ووایئ چې پورتګال کې یې ستونزې څه دي.»

ځینې کډوال وایي چې ژبه یوه لویه ستونزه ده. ځینې کسان له نامنظم ترانسپورټ څخه شکایت کوي او ځینې نور هم وایي چې له کار بازار سره اشنایي نه لري.

د ډوبلیني شویو کډوالو وضعیت

بوبادېلا مرکز کې ځینې هغه ډوبلیني شوي کډوال هم راځي چې د خاورې پرېښودلو سندونه یې تر لاسه کړي. ادا کالېنګا د دغو کډوالو په ډله کې ده. نوموړې په ۲۰۱۴ کې له بوبادېلا مرکز څخه المان ته تللې وه.

خو د ډوبلین قاعدې له مخې اغلې کالېنګا مجبوره شوه چې بېرته پورتګال ته راشي.

هغه وایي: «هیله مې دا نه وه چې پورتګال کې ژوند وکړم. فکر مې کاوه چې پورتګال اروپا کې تر ټولو بې وزله هیواد دی.» نوموړې اوس د پورتګال هیواد منندویه ده.

ادا کالېنګا د صفاکارۍ په یوه موسسه کې کار کوي. اوس مستقله ده او د لېسبون ښار په شاوخوا په یوه کوچنۍ خونه کی اوسېږي.

اېلدا کالېنګا. کرېډېټ: مایوا پولې/کډوال نیوز

نن ورځ نوموړې بوبادېلا مرکز ته له افریقایي جامو سره راغلې. کالېنګا د خیاطۍ په یوه کورس کې زده کوونکې ده او غواړي چې په راتلونکې کې لېسبون ښار کې خپل شخصي دوکان ولري.

ګڼ شمېر کسان د کډوالۍ کارټ نه شي تر لاسه کولی

خو د یادونې وړ ده چې پورتګال کې د کډوالۍ کارټ تر لاسه کول اسان کار نه دی. د تیتو ماتوس په خبره ګڼ شمېر داسې کډوال شته چې د بوبادېلا په مرکز کې دي خو د کډوالۍ کارټ نه شي تر لاسه کولی. ځکه په ځینو مواردو کې یې غوښتنې ردېږي او په ځینو نورو مواردو کې د کډوالۍ موقت کارټونه تر لاسه کوي.

په ۲۰۱۷ کې پورتګال کې یوازې ۵۰۰ کسانو ته اقامت کارټونه ورکړل شوي چې اکثره یې د جانبي ساتلو کارټونه دي.

تېر جون د کډوالو په چارو کې د پورتګالۍ شورا مشره تیریزا تیتو دو مورایس وویل چې دغه شمېر حیرانوونکی نه دی. د نوموړې په خبره پورتګالي کې ګڼ شمېر داسې کډوال شته چې غوښتنې یې د جنیوا کنوانسیون معیارونه نه پوره کوي.


د لا زیاتو معلوماتو په اړه: فوندائو ښار، پورتګال: د اکواریوس له خوا د ژغورل شویو کډوالو نوي ژوند

 

نورې ليکنې