سن - دني کې د کډوالو یو ناقونه کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز
سن - دني کې د کډوالو یو ناقونه کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز

د جمعې په ورځ (د جنورۍ ۲۵مه نېټه) د پاریس په شمالي سیمه کې د کدوالو یو ناقانونه کمپ وتړل شو. دغه کمپ له څو اونیو راهیسې د پاریس په سن – دني سیمه کې جوړ شوی و.

نن سهار په اوو بجو د پاریس په سن – دني سیمه کې د کډوالو یو ناقانونه کمپ د پولیسو له خوا وتړل شو. دغه کمپ کې شاوخوا ۴۰۰ هغه کډوال اوسېدل چې اکثره یې د افریقایي هیوادونو (سوډان، اریتریا او سومالیا) څخه فرانسې ته راغلي وو.

یو سوډاني کډوال ۲۵ کلن محمد د فرانسې خبري اژانس ته وویل: « تر اوسه مې سرنوشت نامعلوم دی. له یوه کال راهیسې په سړکونو کې اوسېږم.»

چارواکي وایي چې کډوالو ته د سرپناه ورکولو د پروګرام په چوکاټ کې دغه کډوال جمنازیمونو ته وړل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د سه شنبې په ورځ شاوخوا ۱۸۰ کډوال – چې اکثره یې افغانان وو – د پورت دو کلیانکور له یو کمپ څخه د ایل دو فرانس ځینو جمنازیمونو ته واستول شول.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پورت دو کلیانکور سیمه کې د کډوالو یو کمپ وتړل شو

سن - دني کمپ کې د کډوالو انځور. کرېډېټ: رویترز

اټکل شوې ده چې په راتلونکو اونیو کې د هغو ۲۰۰۰ نورو کډوالو ناقانونه کمپونه هم وتړل شي چې د پاریس په شمالي سیمه کې موقعیت لري.

تر دې مخکې فرانسوي سازمان فرانس تغ دزیل ویلي و چې پاریس کې نږدې ۲۰۳۹ کډوال – افغانان، سومالیایان او اریتریایان – په سړکونو کې ژوند کوي. د فرانس تغ دزیل عمومي مشر پییر آنري کډوال نیوز ته وویل: «د کډوالو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي. که پاریس کې دا وضعیت دوام وکړي، ښایي د جنورۍ تر پای پورې د کډوالو شمېر ۳۰۰۰ کسانو ته ورسېږي.»

همداراز د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو ویلي و، حکومت هڅه کوي چې کډوالو ته د استوګنې ځایونه برابر کړي. نوموړی زیاته کړې وه چې په راتلونکې کې ۱۲۰۰ ځایونه کډوالو ته پرانیستل کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: تر ۲۰۰۰ ډېر کډوال د پاریس په سړکونو کې ژوند تېروي

 

نورې ليکنې