الپ غرونو کې د ځینو کډوالو انځور. کرېډېټ: پیکسابې
الپ غرونو کې د ځینو کډوالو انځور. کرېډېټ: پیکسابې

تېره اونۍ د فرانسې په مونژېنور سیمه کې درې کډوال وروسته له هغې وژغورل شول چې د الپ په غرونو کې بند پاتې وو. دوی غوښتل چې له اېټالیا څخه فرانسې ته راشي. مهاجر پلوه سازمانونه وایي چې دغو غرونو کې کډوال د پولیسو د تاوتریخوالي قربانیان دي.

د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۲مه) د کلاویېر او مونژېنور سیمو تر منځ درې کډوال وروسته له هغې وژغورل شول چې هڅه یې کوله د غرونو له لارې فرانسې ته راشي. همدغه تېره اونۍ ۷ نور کډوال لاره کې د هوا د سړښت او یخ وهلو له کبله روغتون ته یووړل شول.

مهاجر پلوه سازمانونه ټینګار کوي چې الپ کې د سړې هوا او واورې ورېدو له کبله د هغو کډوالو وضعیت ډېر ناوړه او خطرناک دی چې غواړي د غرونو له لارې فرانسې ته راشي. دوی له همدې کبله په دغو غرونو کې ګزمې پیل کړې. الپ کې یو داوطلب ګزمه کوونکی توماس* وایي: «د شپې له خوا د تودوخې درجې تر منفي ۱۵ او ۲۰ ټیټېږي.»

خو دغو غرونو کې سړه هوا یوازنۍ ستونزه نه ده. ښاغلی توماس وایي چې کډوال د پولیسو له تاوتریخوالي څخه هم شکایت لري. د هغه په خبره پولیسو له خپلو سپیو سره په کډوالو پسې ګرځي.

رضاکاران وایي چې د پولیسو دا کار د دې لامل شوی چې کډوال له بېلابېلو ګواښونو سره مخ شي. توماس زیاتوي: «پولیس کډوال مجبوروي چې ځان په خطر کې واچوي... داسې یو وضعیت کې ګواښونه ډېر دي.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: بریانسون: مهاجر پلوه سازمانونه وایي چې ښایي کډوال په غرونو کې «له ستړیا څخه ومري»

له اېټالیا څخه د فرانسې خاورې ته ننوتل اسان کار نه دی. بریانسون رفیوژ له کلاویېر څخه کابو ۱۷ کیلومتره فاصله لري.

بل لور ته توماس وایي چې رضاکاران هم د پولیسو د تاوتریخوالي قربانیان ګرځېدلی شي.

په همدې حال کې توس میګران انجمن د ګزمو پر مهال د پولیسو د تاوتریخوالي څخه شکایت کوي. توماس وایي چې رضاکاران د خپلو موټرونو د پارک کولو له کبله جریمې ورکوي او یا موټرونه یې په پارکېنګونو کې پنچرېږي.

تېر ډېسمبر ۷ رضاکاران د قضایي ارګانونو له خوا په دې تور محکوم شول چې د اپریل پر ۲۲مه یې له ځینو کډوالو سره مرسته کړې چې فرانسې ته راشي.

 

* مستعار نوم


 

نورې ليکنې