د پورتګالۍ شورا د اړیکو مشر مونیکا فرېشو. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز
د پورتګالۍ شورا د اړیکو مشر مونیکا فرېشو. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

پورتګال په اروپا کې داسې یو هیواد دی چې د بېلابېلو لاملونو له کبله د کډوالو پر وړاندې نرم دریځ او سیاست لري. تېر کال دغه هیواد د اروپایي پروګرامونو په چوکاټ کې ۱۰۱۰ کډوالو ته پناه ورکړه. دې وروستیو کې د کډوالو په چارو کې پورتګالۍ شورا د کډوالو له پاره یو نوی مرکز پرانیستلی. کډوال نیوز د پورتګال لورېس مرکز ته تللی چې د لېسبون ښار په شاوخوا کې موقعیت لري. اټکل شوې ده چې د جنورۍ تر پای پورې دغه مرکز د کډوالو د لومړۍ ډلې هرکلی وکړي.

لورېس د لېسبون ښار په شاوخوا کې موقعیت لري. دغه سیمه کې د کډوالو په چارو کې پورتګالۍ شورا د کډوالو یو نوی مرکز پرانیستلی.

د لورېس مرکز د ۲۰۱۸ په ډېسمبر میاشت کې خپل فعالیت پیل وکړ. د سي پي ار انجو مشره مونیکا فرېشو، چې د کډوالو په چارو کې د پورتګالۍ شورا سره کار کوي، کډوال نیوز ته وویل: «اټکل شوې ده چې د جنورۍ تر پای پورې د کډوالو لومړۍ ډله دغه مرکز ته راشي.»

د دغه مرکز په یوه خونه کې ځینې ارام چوکۍ، یوه ټلوېزیون او یو کتابتون لیدل کېږي. همداراز دغه مرکز کې یوه اشپزخانه هم شته چې کډوال په کې ځان ته خواړه پخوي. د لورېس مرکز نورې خونې کورنیو او مجردو کډوالو ته ځانګړې شوې دي. دغه مرکز کې په یو وخت شاوخوا ۸۰ کسان اوسېدلی شي.

اټکل شوې ده چې ټولنیز مرستیالان په اداري چارو کې د لورېس مرکز له اوسېدونکو سره مرسته وکړي. کډوال همداراز له روغتیایي خدماتو څخه برخمن کېږي او د پورتګالي ژبې په کورسونو کې ګډون کولی شي.

پورتګال کې د لورېس مرکز. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

مصر کې له کډوالو سره مرکې

د کډوالو په چارو کې پورتګالۍ شورا بوبادېلا سیمه کې هم د کډوالو له پاره یو بل مرکز پرانیستلی. بوبادېلا مرکز کې هغه پناه غوښتونکي اوسېدلی شي چې په یوازې سر پورتګال ته رسېدلي دي. خو د لورېس مرکز هغو کډوالو ته ځانګړی شوی چې د اروپایي پروګرامونو په چوکاټ کې دغه هیواد ته استول کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پورتګال: په بوبادېلا سیمه کې د پناه غوښتلو مرکز

د ۲۰۱۸ کال په جولای میاشت کې پورتګال اعلان وکړ چې غواړي د اروپایي پروګرامونو په چوکاټ کې ۱۰۱۰ کډوالو ته پناه ورکړي. د دغه پروګرام له مخې د اروپایي هیوادونو استازي هغو غیر اروپایي هیوادونو ته ورځي چېرې چې کډوال اروپا ته د سفر له پاره تیاری نیسي. له همدې کبله له تېر جولای راهیسې د پورتګال د بهرنیانیو او سرحدونو مرکز مصر ته تللي ترڅو له هغو پناه غوښتونکو سره مرکه وکړي چې غواړي پورتګال ته راشي.

د ډېسمبر پر ۱۹مه ۳۳ سوډاني او سوریایي کډوال پورتګال ته ورسېدل. پورتګال کې دوی د کډوالو عالي کمیسارۍ او د پورتګال د بهرنیانیو او سرحدونو مرکز په مرسته د دغه هیواد بېلابېلو ښارونو ته واستول شول. همداراز د جنورۍ پر ۱۵مه ۲۳ نور کډوال د پورتګال د سره صلیب سازمان له خوا ومنل شول.

ستراتېژۍ کې بدلون راځي

اټکل کېږي چې د جنورۍ په میاشت کې ۴۰ کډوال له مصره د پورتګال لورېس مرکز ته ولېږدول شي.

له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ کال پورې د اروپایي ټولنې د یوه پروګرام په چوکاټ کې ۱۵۵۲ کډوال پورتګال ته واستول شول. خو دغه کډوال د اقتصادي لاملونو له کبله له پورتګاله المان یا برېټانیا ته لاړل.

اټکل شوې چې د جنورۍ تر پای پورې د کډوالو لومړۍ ډله لورېس مرکز ته راشي. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

د پورتګالۍ شورا د اړیکو مشره وایي: «تر دې مخکې هېڅوک نه پوهېدل چې پورتګال کې هم کډوال شته. له همدې کبله دغه هیواد کې د سازمانونو شمېر هم لږ و. خو دا یوه عادي خبره ده، ځکه د بېلګې په توګه په ۲۰۰۶ کې یوازې ۱۰۰ کډوال پورتګال ته راغلي وو. بل لور ته زموږ مرکز د نويو رسېدونکو کډوالو په اړه کوم معلومات نه درلودل. د یادونې وړ ده چې په ځینو مواردو کې هغه کډوال چې له ښارونو څخه راغلي وو کلیو ته ولېږدول شول. دوی له همدې کبله غوښتل چې یو بل اروپایي هیواد ته لاړ شي.»

خو اوس د لورېس مرکز وایي چې په دغه ستراتیژۍ کې باید بدلون راشي. د نوموړې په خبره: «اوس کډوال یو موقتي مرکز ته استول کېږي چېرې چې ټولنیز، اداري او روغتیایي خدمات موجود وي.»

نورو اروپایي هیوادونو ته تلل

د کډوالو په چارو کې پورتګالۍ شورا وایي، هغه ۲۵۰ کډوال مني چې اټکل شوې د ۲۰۱۹ کال تر پای پورې پورتګال ته راشي. دوی د دوو تر درېو میاشتو پورې د لورېس په مرکز کې اوسېدلی شي او بیا نورو ښارونو ته استول کېږي.

خو دغه مرکز وایي چې ځینې کډوال نه غواړي پورتګال کې پاتې شي. مونیکا فرېشو په دې اند دی چې ښایي په راتلونکې کې هم ځینې کډوال نورو اروپایي هیوادونو ته ورشي. نوموړې زیاتوي: «پوهېږو چې ځینې کډوال غواړي هغو هیوادونو ته لاړ شي چېرې چې د کورنۍ غړي یې ژوند کوي او یا اقتصادي چانسونه ډېر دي.»

 

نورې ليکنې