د نوټر – دم د فوایې کلیسا د پاریس په ۱۹ سیمه کې موقعیت لري. هره اونۍ ګڼ شمېر کډوال د دغې کلیسا په تاکوي کې راټولېږي ترڅو ګرمې جامې تر لاسه کړي، خواړه وخوري او یا له حقوقي او روحي مرستو څخه برخمن شي. رپوټ.
اوس د ماسپېښین ۲ بجې دي او د نوټر – دم د فوایې دروازه پرانیستل شوې ده. تر لسو ډېر کډوال د نوم لیکنې له پاره د دغې کلیسا د دروازې ترڅنګ ولاړ دي.
له ۲۰۱۵ راهیسې د نوټر – دم یوه راهبه ماري جو له هغو کډوالو سره مرسته کوي چې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. نن ورځ شاوخوا ۱۳۰ کډوال کلیسا ته راغلي دي. کډوال ماري جو ته مور وایي او له هغې سره د بېلابېلو مسلو په اړه وښتنې کوي. د کډوالو په ډله کې داسې ماشومان هم شته چې له خپلو مېندو او پلرونو سره نوټر - دم ته راغلي دي. ماري جو وایي: «هره دوشنبه شاوخوا ۹۰ کسان کلیسا ته مراجعه کوي. خو نه پوهېږم چې ولې نن د کډوالو شمېر لوړ شوی.»
«دومره پیسې نه لرم چې خپلو ماشومانو ته خواړه ورکړم»
ماري جو او د نوټر – دم تانجېر د سازمان ځینې رضاکاران له هغو کډوالو سره مرسته کوي چې په بدو شرایطو کې ژوند تېروي. د دغو کډوالو په ډله کې ډېر کسان له اریتریا، افغانستان، نیجریې، سوډان، ایتوپیا او سومالیا سره تړاو لري. ماري جو وایي چې هڅه کوي کډوال مستقل شي او فرانسه کې خپل نوی ژوند پیل وکړي.
د دغې کلیسا په یو دهلیز کې ځینې کډوال پر ځمکه ناست دي او په خپلو موبایلونو ګېم وهي. یو یې وایي: «بېکار یو نو داسې ساعت تېروو. دلته راغلي یو چې ګرمې جامې تر لاسه کړو او خپل موبایلونه چارج کړو.»
ځینې نور کډوال د غذا له پاره نوټر – دم ته راغلي دي، د ۵۲ کلن افغان کډوال صفي الله په شان چې وایي افغانستان کې یې له سره صلیب سره کار کاوه. صفي الله دوه ماشومان لري چې ۱۱ او ۱۳ کلن دي. هغه وایي چې د خپلو ماشومانو خواړه نه شي برابرولی. د ده په خبره: «حکومت هره میاشت را ته یوازې ۴۰۰ یورو ورکوي.» صفی الله د ایل دو فرانس په یو هوټل کې ژوند کوي.
د ښځو وضعیت
د نوټر – دم د فوایې په کلیسا کې ځینې ښځې هم شته. ماشومان یې ورسره دي. دوی د جامو، صابون، پوډري شېدو او... د تر لاسه کولو له پاره دغې کلیسا ته راغلې دي.
نوټر – دم کې یوه رضاره وایي: «د دغو کسانو په ډله کې ځینې داسې ښځې هم شته چې د سفر پر مهال جنسي تېری پرې شوی او اوس مېنداورې دي.» دغه رضاکاره وایي چې یادې ښځې یا په هوټلونو او نورو مرکزونو کې اوسېږي او یا هم په سړکونو کې ژوند تېروي.
بل لور ته د نوټر – دم د تانجېر سازمان هڅه کوي چې کم سنه کډوال ښوونځیو ته ولېږي. له همدې کبله دغه کلیسا کې هر سهار د کوچنیو ماشومانو او تنکیو ځوانانو له پاره د امادګۍ کورسونه دایرېږي. ماري جو وایي: «ګڼ شمېر کډوال لیکلی او لوستلی نه شي.»
روحي ضربې
ماري جو زیاتوي چې دغه مرکز په لومړي سر د هغو کډوالو له پاره جوړ شوی و چې پر روحي ناروغیو اخته وو، خو اوس د هغوی اداري چارو ته هم رسیدګي کېږي.
د ماري جو دفتر ته هره ورځ ځینې ډوبلیني شوي کسان هم مراجعه کوي. ماري جو په دې اړه وایي: «دغه قاعده د کډوالو پر ژوند خورا منفي اغېز لري. ځینې کډوال ژاړي او وایي چې نه غواړي اېټالیا او یا نورو هیوادونو ته اخراج شي. د دغې قاعدې له کبله دوی پر روحي ناروغیو اخته شوي دي.»
د ماري جو په دفتر کې یوه روان پوهه هم شته. اغلې دورې وايي: «کډوال په ډېرو بدو شرایطو کې اوسېږي. د خوب کولو له پاره ځای نه لري. له خپلو دردونکو یادونو سره ژوند کوي. کومه هیله نه لري او سرنوشت یې نامعلوم دی.»
د نوټر – دم د تانجر سازمان هره دوشنبه له ۱۰ تر ۱۲ بجو او له ۲ تر ۶ بجو پورې د کډوالو پر مخ پرانیستی دی. همداراز دغه مرکز هره چهارشنبه او پنجشنبه له ۲ تر ۶ بجو پرانیستی دی.
پته: Eglise Notre Dame de Tanger, 18 rue de Tanger – 75019 Paris (Métro Stalingrad)