پورت دو لا شاپل کې د کډوالو یو ناقانونه کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز
پورت دو لا شاپل کې د کډوالو یو ناقانونه کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز

نن پنجشنبه (د جنورۍ ۳۱مه) د پاریس د لا ویلت سیمې د یو ناقانونه کمپ اوسېدونکو ته د سرپناه ورکولو عملیات پیل شول.

د فرانسې د خبري اژانس په حواله، نن د اتو بجو په شاوخوا کې د لا ویلت سیمې د یو ناقانونه کمپ اوسېدونکي، چې اکثره یې اریتریایان او سوډانیان دي، د پولیسو په لومړي سرویس کې د ایل دو فرانس یو جمنازیم ته یووړل شول.

د پاریس او ایل دو فرانس د قومندانۍ یو چارواکی نیکولا دولاوال کډوال نیوز ته وویل چې دغه کمپ کې شاوخوا ۱۹۰ کسان ژوند کوي، خو د سرپناه ورکولو عملیاتو په پایله کې ۱۲۷ مجرد کډوال بېلابېلو جمنازیمونو ته انتقال شوي دي.

د هغه په خبره څلور کورنۍ او یوې ښځې ته د پاریس ښاروالۍ له خوا سرپناه ورکړل شوه.

نوموړی زیاتوي چې ۴ کډوال نه غوښتل چې جمنازیمونو ته لاړ شي.

بل لور ته د یوتوپیا ۵۶ سازمان یوې غړې زلدا ګایې وایي چې په دغو عملیاتو کې ۱۱۵ کډوالو او ۱۳ زیان منونکو کسانو ته د ایل دو فرانس په ۳ سیمو کې سرپناوې ورکړل شوې.

د نوموړې په وینا ډېر کډوال – په ځانګړې ټوګه ډوبلیني شوي کسان – نه غوښتل چې له پولیسو سره لاړ شي.

د کډوالو دغه کمپ په وروستیو ورځو کې جوړ شوی و.

له شاوخوا لسو ورځو راهیسې دا څلورم ځل دی چې د پاریس په شمالي سیمه کې د کډوالو ناقانونه کمپونه تړل کېږي.

د چارواکو په خبره، د دغو عملیاتو په پایله کې تر اوسه ټولټال ۸۰۰ کسانو ته سرپناوې برابرې شوې دي.

د سه شنبې پر ورځ لا شاپل سیمه کې د کډوالو یو بل کمپ هم وتړل شو او د دغه کمپ شاوخوا ۳۰۰ اوسېدونکو د ایل دو فرانس جمنازیمونو ته یوړول شول.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د پاریس په شمالي سیمه کې د کډوالو یو بل کمپ وتړل شو

د فرانسې حکومت ویلي چې په راتلونکې کې د نورو کمپونو د تخلیې عملیاتونه هم ترسره کېږي.

بل لور ته د چهارشنبې په ورځ ځینې فرانسوۍ ټولنې وویل چې د دغه هیواد چارواکو د کډوالو په اړه کافي اقدامات نه دي کړي او شاوخوا «۱۲۰۰ کډوال سړکونو کې پرېښودل شوي دي.»

تر دې مخکې فرانسوي سازمان فرانس تغ دزیل ویلي و چې پاریس کې نږدې ۲۰۳۹ کډوال – افغانان، سومالیایان او اریتریایان – په سړکونو کې ژوند کوي. د فرانس تغ دزیل عمومي مشر پییر آنري کډوال نیوز ته وویل: «د کډوالو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي. که پاریس کې دا وضعیت دوام وکړي، ښایي د جنورۍ تر پای پورې د کډوالو شمېر ۳۰۰۰کسانو ته ورسېږي.»

همداراز د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو ویلي و، حکومت هڅه کوي چې کډوالو ته د استوګنې ځایونه برابر کړي. نوموړی زیاته کړې وه چې په راتلونکې کې ۱۲۰۰ ځایونه کډوالو ته پرانیستل کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پاریس: تر ۲۰۰۰ ډېر کډوال په سړکونو کې ژوند تېروي

 

نورې ليکنې