کډوال د کم سنه کډوالو د ازموینې دفتر د دروازې ترڅنګ ولاړ دي. کرېډېټ: کډوال نیوز
کډوال د کم سنه کډوالو د ازموینې دفتر د دروازې ترڅنګ ولاړ دي. کرېډېټ: کډوال نیوز

په راتلونکو اونیو کې د فرانسې اسېر، با – رن، اسون او اندېر او لوار سیمو کې د کم سنه کډوالو د مشخصاتو د ثبتولو له پاره بایومټریک سیسټم کارول کېږي. د دغه سیسټم له مخې هغه کډوال چې په یوه ډیپارټمنټ کې د کم سنه مهاجر په حیث پېژندل شوي دي، د فرانسې په نورو ډیپارټمنټونو کې هم د کم سنه کډوالو په صفت پېژندل کېږي.

د ۲۰۱۹م کال د اپریل میاشت له پیله کم سنه کډوال مکلف دي چې د خپلو مشخصاتو د ثبتولو له پاره د فرانسې قوماندانیو ته لاړ شي. د دغو کډوالو ثبت شوي مشخصات بیا د بایومټریک د معلوماتو دوسیې سره پرتله کېږي.

دغه اصل د پناه غوښتنې – مهاجرت په قانون کې راغلی دی. د دغه قانون د ۵۱ مادې په رڼا کې د کم سنه کډوالو د ګوتو نښې او انځورونه په اټوماټیک ډول ثبت او په بررسیو کې کارول کېږي.

وېش مهال

اټکل شوې ده چې دغه پروژه د ۲۰۱۹ کال په اپریل میاشت کې پیل شي. خو لومړی باید ځینې قومندانۍ د بایومټریک د معلوماتو دوسیې د جوړولو حکم تر صادرېدو وروسته دغه پروژه په امتحاني ډول پیل کړي. د بایومټریک سیسټم د جوړولو حکم نن (د جنورۍ ۳۱مه) په رسمي جریده کې خپور شو.

د فرانسې د اسېر، با – رن او اسون سیمو دیپارټمنټونه کډوال نیوز ته وویل چې د دغه حکم له صادرېدو سره سم به د دې پروژې په امتحاني کار پیل وکړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: سن - سن - دني کې د کم عمره کډوالو د هرکلي یو مرکز

د فرانسې ځینې ډیپارټمنتونه د دغه فرمان مخالف دي

دا په داسې حال کې ده چې د اوت – ګارون سیمې ډپیارټمنټ وایي دغه حکم نه تطبیقوي. د دغه ډیپارټمنټ شورا کډوال نیوز ته وویل، د بایومټریک د معلوماتو ملي دوسیې جوړول د ماشومانو د ساتلو سیاست په خطر کې اچوي. دغه ډیپارټمنټ همداراز وایي، له ماشومانو سره مرسته کول یو ټولنیز او ښوونیز کار دی او موخه یې دا ده چې د ماشومانو او کورنیو د حقونو ساتنه وکړي.

بل لور ته د پاریس او سن – دني ډیپارټمنټونه هم ویلي چې دغه قانون نه تطبیقوي. اټکل دی چې دوی د فرانسې لومړي وزیر ته یک لیک واستوي.

د دغه حکم تر اعلانېدو وروسته د فرانسې د بشري حقونو مدافع ژاک توبون او د مدافع وکیلانو د انجمن ملي شورا وویل چې دغه پروژه دې لغوه شي. په همدې حال کې ځینې ټولنې، لکه سکور کاټولیک او سیماد، ټینګار کوي چې دغه پروژه د کم سنه کډوالو په خصوصي چارو کې مداخله ګڼل کېږي او د هغوی په ژوند کې هېڅ مثبت رول نه لري.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: کم عمره کډوال څنګه له جنسي ځورونې ځان ساتلی شي؟

د کم سنه کډوالو شمېر درې چنده شوی دی

خو په همدې حال کې ځینې ډیپارټمنټونه لکه اندر او لوار ویلي چې ژر تر ژره دغه فرمان تطبیقوي.

د دغه ډیپارټمنټ په حواله د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. د اندر او لوار ډیپارټمنټ وایي چې ۲۰۱۶ کې یې ۲۶۹ کم سنه کډوال ثبت کړي وو خو په ۲۰۱۸ کې یې ۱۸۷۶ کډوال ثبت کړي دي. د فرانسې د ډیپارټمنټونو د اسامبلې په حواله، په تېرو دوو کلونو کې د کم سنه کډوالو شمېر درې چنده شوی دی او اوس ۴۰۰۰۰ کسانو ته رسېږي.

 

نورې ليکنې