۶۵۰ فرانسوي، آلماني او بلجیمي کشیشان د مذهبي مراسمو د ترسره کېدو په خاطر دغه کلیسا ته تللي وو. کرېډېټ: رویترز
۶۵۰ فرانسوي، آلماني او بلجیمي کشیشان د مذهبي مراسمو د ترسره کېدو په خاطر دغه کلیسا ته تللي وو. کرېډېټ: رویترز

د هالنډ د لاهې ښار بېتل کلیسا د ۲۰۱۸ په اکټوبر میاشت کې یوې ارمنۍ کورنۍ ته پناه ورکړه. دغه کلیسا کې د درېو میاشتو له پاره د شپې او ورځې له خوا مذهبي مراسم ترسره کېدل. یاده کورنۍ له ۷ کلونو راهیسې هالڼد کې اوسېږي، خو تر دې مخکې یې پناه غوښتنه رد شوې وه.

د لاهې د پروټستانټ کلیسا د عمومي شورا مشر تئو هېتېما په یوه اطلاعیه کې خبر ورکړ چې بېتل کلیسا ته پناه راوړونکې ارمنۍ کورنۍ د یوې سیاسې پرېکړې په پایله کې هالنډ کې پاتې کېدای شي.

بېتل کلیسا کې د درېو میاشتو له پاره د شپې او ورځې له خوا مذهبي مراسم ترسره کېدل. د ۲۰۱۸ کال په وروستیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۶۵۰ فرانسوي، آلماني او بلجیمي کشیشان د مذهبي مراسمو د ترسره کېدو په خاطر دغه کلیسا ته تللي وو. د هالنډ قانون له مخې پولیس حق نه لري چې د مذهبي مراسمو د ترسره کېدو پر مهال کلیساګانو ته داخل شي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: هالڼد: هغه کلیسا چې د یوې ارمنۍ کورنۍ د اخراج مخه نیسي

ښاغلی تئو هېتېما وایي چې اوس دغه ارمنۍ کورنۍ هالڼد کې خوندي راتلونکی لري.

ښاغلی تامرازیان د ګواښونو له کبله له خپل هیواد څخه تښتېدلی دی. نوموړی درې ماشومان لري. د ده غوښتنه د ۷ کلونو انتظار وروسته د هالنډ د یو قاضي له خوا ومنل شوه. خو بیا د هالنډ حکومت وویل چې د قاضي پر حکم دې بیا کتنه وشي.

دغه کورنۍ د اکتوبر پر ۲۶مه بېتل کلیسا ته پناه یووړه.

تئو هېتېما وایي: «دا مو مسوولیت دی. دین مو حکم کوي چې باید له خپلو خپلوانو سره مرسته وکړو. موږ دنده لرو چې خپله ټولنه کې د انسانانو د لومړنیو اړتیاوو په اړه حکومت ته خبرداری ورکړو.»

د تامرازیان کورنۍ ۲۱ کلنه غړې هایارپي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې هیله لري هالنډ کې خپل ژوند او زده کړو ته دوام ورکړي. خو نوموړې زیاتوي چې دوسیه یې له سره ارزول کېږي.

.

 

نورې ليکنې