د راپورونو له مخې د بیهاچ ښار د کډوالو په یو مرکز کې د مهاجرو تر منځ په شخړه کې شاوخوا ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.
په بوسنیا کې پولیس وایي چې د شنبې پر ورځ (د فبرورۍ ۲مه) د بیهاچ ښار د کډوالو په یو مرکز کې د مهاجرو تر منځ په شخړه کې شاوخوا ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.
د فېنا خبري اژانس د پولیسو د یو ویاند له خولې ویلي چې په دې ښخړه کې په سلګونو کډوال ښکېل وو.
بل لور ته د پېښې یو عیني شاهد وحید لطفي کډوال نیوز ته وایي: «دغه شخړه د یو ټېلېفون د غلا په خاطر رامنځته شوه او افغانانو او پاکستانیانو په کې ښکېل وو.»
د نوموړي په خبره د بیهاچ په بیرا کمپ کې دا د کډوالو تر منځ لومړۍ ښخړه نه ده.
په همدې حال کې د بوسنیا د پولیسو ویاند ال سیجېدیک ویلي: «پولیسو تر ۳۰ ډېر کدوال نیولي. د دغو کسانو په ډله کې ۸ افغانان، دوه هندیان او یو پاکستاني شامل دي.»
بل لور ته د دغې سیمې یو ډاکټر د ۸ ټپیانو وضعیت نازک بللی دی. ویل کېږي چې دغه کسان د چاړه په واسطه سخت ژوبل شوي دي.
له ۲۰۱۵ راهیسې ګڼ شمېر کډوال – چې اکثره یې له اسیا، شمالي افریقا او یا منځني ختیځ سره تړاو لري – هڅه کوي چې د بوسنیا له لارې اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي.
د رپوټونو له مخې تېر کال تر ۲۳۰۰۰ ډېر کډوال له بوسنیا څخه کروېشیا ته ننوتلي دي.
راپورونه همداراز ښيي چې په ۲۰۱۸ کې شاوخوا ۴۵۰۰ کسان د بوسنیا په پولو کې بند پاتې دي.