۲۰۱۹، جنوري: سي واچ د مالتا په ساحلي اوبو کې. کرېډېټ: رویترز
۲۰۱۹، جنوري: سي واچ د مالتا په ساحلي اوبو کې. کرېډېټ: رویترز

په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ کسان مدیترانه کې مړه شوي دي. د دغې تراژېدۍ د مخنیوي له پاره ځینې کښتۍ مدیترانه کې د کډوالو ژغورنې عملیات پیل کړل. خو اوس مهال دغه سیمه کې د ژغورنې هېڅ کښتۍ نه شته.

د کډوالو د نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۴ راهیسې شاوخوا ۱۷۰۰۰ کسان په مدیترانه کې ډوب شوي دي. بل لور ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونه سازمان وایي چې په ۲۰۱۸ کې هره ورځ ۶ کسان دغه سمندر کې مړه شوي دي.

خو نن سبا د لیبیا په ساحلي اوبو کې، چې یو ډېر خطرناک زون بلل کېږي، د ژغورنې کومه کښتۍ نه شته. ولې؟ ځکه ځینې کښتۍ خپل عملیاتونه درولي او ځینې نور یې د اروپا په بندرونو کې بند پاتې دي.

کډوال نیوز رپوټ ورکوي.

هغې کښتۍ چې په اروپایي بندرونو کې بند پاتې دي:

- د ۲۰۱۷ کال د اګست په لومړیو ورځو کې د اېټالیا قضایي بنسټونه د آلماني سازمان یوګند رېتټ کښتۍ ونیوله. دغه بنسټونه وویل چې یاده کښتۍ د انسانانو په قاچاق کې لاس درلود.

- لایف لاین د ۲۰۱۸ کال له جون راهیسې دمالتا په لا ویلت بندر کې بند پاتې دی. چارواکي وایي چې دغه کښتۍ اداري ستونزې لري.  

- د ۲۰۱۸ له پسرلي راهیسې د پرواکتیو اوپن ارمز سازمان کښتۍ ایټالیا کې بند پاتې ده. دغه کښتۍ څو ځله هڅې وکړې چې د ژغورل شویو کډوالو د ښکته کېدو له پاره هسپانیا ته ولاړ شي، خو ایټالیا او مالتا یې اجازه ور نه کړه.

- سي واچ د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې د ایټالیا په کاتان بندر کې بند پاتې دی.

هغه انجوګان چې تر اوسه مقاومت کوي:

- د آلماني سازمان سي آی یوه کښتۍ د ۲۰۱۸ په ډېسمبر میاشت کې د لیبیا ساحلي اوبو ته لاړه. دغه کښتۍ اوس په هسپانوي ټاپو ماخورکې کې ده او تصمیم لري چې بېرته د لیبیا ساحلي اوبو ته لاړ شي.

- ایټالوۍ کښتۍ مدیترانیا سمندر کې د وضعیت په اړه معلومات راټولوي.

- په ډېسمبر میاشت کې د اس او اس مدیترانې سازمان وویل چې د یوې نوۍ کښتۍ او د یو نوي بیرغ په مرسته بیا فعالیت پیل کوي.

- د فرانسې د رضاکارو پیلوټانو الوتکه کولیبري او د سي واچ مون بېرد خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

هغې کښتۍ چې خپل فعالیتونه یې درولي دي:

د ۲۰۱۷ کال په اوړي کې د ځینو مهمو کښتیو فعالیتونه ودرول شول.

- د مالتایي سازمان مائوس د ژغورنې کښتۍ بنګلادېش ته لاړه چې له روهینګیانو سره مرسته وکړي.

- د بې سرحده ډاکټرانو وو پرودانس کښتۍ خپل فعالیتونه ودرول.

- سېف دي چلدرن سازمان خپل فعالیتونه ودرول.

- اکواریوس خپل فعالیتونه ودرول. اکواریوس هغه کښتۍ ده چې په دوو نیمو کلونو کې یې ۲۰۰۰۰ کډوال له مرګه ژغورلي وو.

 

نورې ليکنې