د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ ۲۷مه: سي واچ کښتۍ د سیراکوز په ساحلي اوبو کې.  کرېډېټ: پیکچر الیانس/سالواتورې کاوالي/اې پې دېپا
د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ ۲۷مه: سي واچ کښتۍ د سیراکوز په ساحلي اوبو کې. کرېډېټ: پیکچر الیانس/سالواتورې کاوالي/اې پې دېپا

د ایټالیا د کاتان سیمې څارنوال وایي چې مدیترانه کې د سي واچ په نوم د کډوالو د ژغورنې کښتۍ له قانونه سرغړونه نه ده کړې.

د ایټالیا د کاتان سیمې څارنوال د شنبې پر ورځ (د فبرورۍ دویمه) وویل چې مدیترانه کې د سي واچ په نوم د کډوالو د ژغورنې کښتۍ له قانونه سرغړونه نه ده کړې.

د کاتانیا سیمې څارنوال کارمېلو زوکارو له پولیسو سره د یوې ګډې څېړنې وروسته ویلي، د سي واچ سازمان کښتۍ هېڅ ډول جرمي مسولیت نه لري.

د ایټالیا ساحلي ګارد د جمعې پر ورځ وویل چې سي واچ کښتۍ د چاپیریال ساتنې او د کښتۍ چلولو قانون څخه د سرغړونې په خاطر د سیسیل په یو بندر کې درول شوې ده.

تر دې مخکې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ویلي و داسې سندونه لري چې له مخې یې د سي واچ کښتۍ مسولین له سمندري قوانینو سرغړونه کړې ده.

ښاغلی سالویني د چهارشنبې په ورځ وویل، هڅه کوي چې د ژغورنې کښتۍ د ایټالیا ساحلي اوبو ته له ننوتلو څخه منع کړي.

سي واچ کښتۍ کې ژغورل شوي ۴۷ کډوال د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۳۰مه) د شپږو اروپایي هیوادونو د یوې موافقې له مخې د ايټالیا په یو بندر کې ښکته کړل شول.

تر دې مخکې د سیراکوس ښار یو څارنوال هم ویلي و چې سي واچ مدیترانه کې کوم جرم نه دی کړی.

سي واچ د جنورۍ له ۳۰مې راهیسې د اېټالیا په کاتیا بندر کې بند پاتې دی.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: مدیترانه کې بند پاتې شوي کډوال د اېټالیا په یو بندر کې ښکته کېږي


 

نورې ليکنې