د شارل دو ګول د هوایي ډګر زپي مرکز. کرېډېټ: کډوال نیوز
د شارل دو ګول د هوایي ډګر زپي مرکز. کرېډېټ: کډوال نیوز

څو ورځې مخکې د ایل دو فرانس په یوه توقیف خانه کې یو کډوال د ځان وژنې هڅه وکړه. همداراز یو بل کډوال خپلې کوټې ته اور واچوه. د سیماد سازمان په حواله د ایل دو فرانس په توقیف خانو کې کډوال په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند تېروي.

د شنبې پر ورځ (د فبرورۍ دویمه) منیل – املو توقیف خانه کې یو کډوال د ځان وژنې هڅه وکړه. همداراز د یک شنبې پر ورځ یو بل کډوال خپلې کوټې ته اور واچوه.

فرانسه کې مهاجر پلوه سازمانونه له مودو راهیسې د ایل دو فرانس پر توقیف خانو باندې تنقیدونه کوي. دوی وایي چې په دغو ځایونو کې کډوال په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

د جنورۍ په لومړیو ورځو کې د ایل دو فرانس په توقیف خانو کې په سلګونو کډوالو (شاوخوا ۴۰ کډوال د ونسېن او نږدې ۷۰ کسان د منیل – املو په توقیف خانو کې) د نه خوړو اعتصاب وکړ.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: په دوو اداري توقیف ځایونو کې شاوخوا سل مهاجرو د نه خوړو اعتصاب کړی

منیل – املو کې د کډوالو وضعیت

د سیماد سازمان د سیمه ییز دفتر مشر نیکولا پېرنې وایي: «توقیف خانو کې د نه خوړو اعتصاب دوام نه شي کولی. ځکه هره ورځ ۱۰ کډوال دغه مرکز ته استول کېږي او ۱۰ نور یې له مرکز څخه اخراجېږي. خو بیا هم د نه خوړو اعتصاب سمبولیک ازښت لري.»

نوموړی زیاتوي: «اداري توقیف خانو کې ځینې کسان د خپلو لاسونو رګونه پرې کوي، ځینې کډوال هم په خپلو کوټو کې ځان غرغره کوي.»

تېر سپټمبر د تولوز ښار په یو توقیف خانه کې یو کډوال ځان غرغره کړ.

وزن بایلل

د سیماد سازمان په حواله، له څو میاشتو راهیسې د ایل دو فرانس په توقیف خانو کې د کډوالو د ژوند وضعیت مخ په خرابېدو دی. نیکولا پرنې وایي چې اوس مهال د هغو کډوالو شمېر لوړ شوی چې پر روحي ناروغیو اخته دي. نوموړی زیاتوي: «د ۲۰۱۷ له پای راهیسې د کډوالو په شمېر کې ۱۵-۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.»

توقیف خانو کې همداراز کډوالو ته ښه خواړه نه ورکول کېږي. د سیماد مشر په خبره کډوال په توقیف خانو کې وزن بایلي.

د سیماد سازمان په حواله، فرانسه کې تېر کال شاوخوا ۵۰۰۰۰ کسان اداري توقیف خانو ته استول شوي دي.

په فرانسه کې هغه کډوال چې پناه غوښتنه یې رد شوې او باید د فرانسې له خاورې څخه اخراج شي، په لومړي سر اداري توقیف خانو ته لېږدول کېږي. اوس مهال د فرانسې په خاوره کې ټولټال ۲۵ اداري توقیف خانې شته.


 

نورې ليکنې