د فرانسې د ریونیون ټاپو قومندانۍ وایي چې د دوشنبې پر ورځ (د فبرورۍ ۴مه نېټه) یې د سن – فیلیپ په ساحلي اوبو کې د کډوالو یوه کښتۍ نیولې.
دغه سریلانکایۍ کښتۍ د دوشنبې پر ورځ د ریونیون د کنټرول او ژغورنې مرکزي ادارې له خوا د سن – فیلیپ په اوبو کې ولیدل شوه.
د ریونیون قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وایي: «کښتۍ کې شاوخوا ۷۰ کسان سپاره دي چې په ډله کې یې ۸ ښځې او ۵ ماشومان هم دي.»
د دغو کډوالو تابعیت لاتر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
د ریونیون قومندانۍ زیاتوي، اټکل کېږي چې دغه کښتۍ د سه شنبې پر ورځ د ریونیون په سمندري بندر کې لنګر واچوي. همداراز اټکل شوې ده چې کښتۍ کې سپاره کډوال روغتیایي او اداري ازموینې ترسره کړي.
دا شپږمه سریلانکایۍ کښتۍ ده چې د ۲۰۱۸ له مارچ راهیسې د فرانسې دغې ټاپو ته رسېږي.
تېر ډېسمبر د ریونیون قومندانۍ عمومي منشي وویل: «داسې معلومېږي چې په دغه سیمه کې د قاچاق وړونکو شبکې فعالې شوې دي.»
ریونیون له سریلانکا څخه کابو ۴۰۰۰ کیلومټره فاصله لري.
ریونیون د هند سمندر په سوېل لوېدیز سیمه کې موقعیت لري او د فرانسې د دریابو ور اخوا ډیپارتمنټ ګڼل کېږي.