مرتضی بهبودي د پاریس د خبریالانو په کور کې. کرېډېټ: لیزا ویولا روسي
مرتضی بهبودي د پاریس د خبریالانو په کور کې. کرېډېټ: لیزا ویولا روسي

مرتضی بهبودي یو افغان کډوال دی چې له شاوخوا درې نیمو کلونو راهیسې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ژوند کوي. نوموړی د ګیتي نیوز په نوم د کډوالۍ په اړه د یو انټرنټي سایټ بنسټګر دی او اوس مهال د یونېسکو له افریقایي څانګې سره کار کوي. کډوال نیوز د نوموړي د ژوند په اړه تاسو ته معلومات درکوي.

مرتضی بهبودي د افغانستان له میدان وردګ ولایت دی. نوموړی په ۱۹۹۴ کال کې زېږېدلی او له دوو تر ۱۵ کلنی پورې د ایران په اصفهان ښار کې مهاجر و. په ایران کې ښاغلی بهبودي له ماشومتوب څخه د خښتو جوړولو په یوه فابریکه کې کار کړی. هغه همداراز د ایران په اصفهان ښار کې ښوونځي ته تللی.

مرتضی بهبودي ایران کې د خپل ماشومتوب په اړه وایی: «هلته د کډوالو ژوند ډېر سخت و. پلار مې د خښتو جوړولو په یوه فابریکه کې کار کاوه.»

ښاغلی بهبودي په ۲۰۰۸ کې تهران ته سفر کوي او د څو مودې له پاره د خپل تره په کور کې اوسېږي. خو په ۲۰۰۸ کال کې د تهران سیاسي وضعیت یو څه پیچلی دی او ایرانیان د ولسشمریزو ټاکنو د اعلان شوېو پایلو پر وړاندې سړکونو کې لاریونونه کوي. مرتضی بهبودي چې ځان سره یوه کمره لري سړکونو ته ځي او د لاریونوالو انځورونه اخلي. خو بیا پولیس یې نیسي. ښاغلی بهبودي د پولیسو په پوسته کې بېلابېلو پوښتنو ته ځواب ورکوي، خو په ضمانت خوشې کېږي.

مرتضی بهبودي وایي: «له دغې پېښې وروسته مې تصمیم ونیو چې باید خبریال شم او عکسونه واخلم. دا مې پرېکړه او موخه وه.»

په ۲۰۱۰ کې مرتضی بهبودي تصمیم نیسي چې خپل هیواد افغانستان ته بېرته ستون شي. سره له دې چې کورنۍ یې د هغه له پرېکړې سره مخالفه ده، نوموړی تهران کې د ملګرو ملتونو ادارې ته ورځي او ور ته وایي چې غواړي کابل ته بېرته لاړ شي.


کابل او نوی ژوند

مرتضی بهبودي د کابل پوهنتون له حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی څخه فارغ شوی دی. نوموړی د خپلو زده کړو پر مهال له «راه فردا» ټلویزیون سره د عکاس په توګه کار کړی دی. هغه همداراز د روسي ټلویزیون «کورنټاین تي وي» سره هم همکاري درلوده.

مرتضی بهبودي په ۲۰۱۳ کې د خپلو انځورونو یو نندارتون دایروي چې «یو بل افغانستان» نومېږي. د دغه نندارتون په جوړولو نوموړی غواړي چې د افغانستان نوې څېرې خلکو ته وښيي. دغه نندارتون د کابل په ملي ګالرۍ کې ترسره کېږي.

ښاغلی بهبودي د «یو بل افغانستان» نندارتون په یادولو سره وایي: «د انځورونو نندارتون زما په ژوند کې خورا ډېر اهمیت درلود. ځکه د همدغه نندارتون په ترڅ کې مې له ډېرو کسانو سره اړیکې ونیولې.»

خو په ۲۰۱۴ کې د افغانستان سیاسي وضعیت کړکیچن دی. مرتضی بهبودي د فوټو ژورنالیست په توګه له ځینو نورو خبریالانو سره د افغانستان ځینو ولایتونو – لکه جلال اباد، بامیان او وردګ – ته سفر کوي ترڅو د ټاکنو له سایټونو څخه عکسونه واخلي.

له ناامنۍ سره سره نوموړی همداراز هڅه کوي چې د ځینو نورو خبریالانو په مرسته یوه داسې ورځپاڼه جوړه کړي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خپرونې ولري. دغه ورځپاڼه «بازار» نومېږي او ځینې سفارتونه یې ملاتړ کوي.

پاریس: ګرځندوی که کډوال؟

ښاغلی بهبودي په ۲۰۱۵ کې د لومړي ځل له پاره پاریس ته راځي. خو سفر یې د کار له پاره دی. نوموړی غواړي چې د پاریس د «سالون دیو لیور» یا د کتابونو له کلني نندارتون څخه رپوټ ورکړي. دغه نندارتون کې مرتضی بهبودي له ډېرو فرانسويانو سره اشنا کېږي، او بیا له یوې اونۍ وروسته بېرته افغانستان ته ورځي.

د ۲۰۱۵ په مارچ میاشت کې مرتضی د کابل پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه خپل د لیسانس سند اخلي. افغانستان کې د سیاسي وضعیت په خرابېدو سره هغه بیا د فرانسې له سفارت څخه د ویزې غوښتنه کوي. خو دا ځل د کډوالۍ له پاره.


پاریس کې مرتضی بهبودي د دوو میاشتو له پاره په سړکونو کې ژوند کوي. خو ورو ورو له مهاجر پلوه سازمانونو سره اشنا کېږي او د همدغو سازمانونو په مرسته د «خبریالانو کور» سره اړیکه ټینګوي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پاریس کې د مهاجرو خبریالانو کور

نوموړی وایي: «د خبریالانو په کور کې مې یوه کوټه درلوده. دغه ځای کې د فرانسوي ژبې کورسونه هم وو. بیا زه د پاریس قومندانۍ ته لاړم چې خپله پناه غوښتنه ثبت کړم.»

مرتضی بهبودي د څلورو میاشتو په موده کې د فرانسوي ژبې کورسونه تعقیبوي، مطبوعاتي کنفرانسونو ته ځي او د سوربن په پوهنتون کې د ماسترۍ دورې سکالرشېپ غوښتنه کوي.

د ۲۰۱۵ د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې هغه د کاناډا له لومړي وزیر جاسټېن ټروډو سره مرکه کوي او د نورو نړیوالو څېرو عکسونه اخلي.

یو کال وروسته مرتضی په سوربن کې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ماسترۍ یو سکالرشېپ ترلاسه کوي. د خپلې ماسترۍ پر مهال نوموړی د یوې اونۍ له پاره یونان ته ورځي او د کډوالو کمپونو څخه کتنه کوي. پاریس ته تر بیا راتلو وروسته هغه د خپل ستاژ له پاره یونسکو سره کار پیلوي.

په ۲۰۱۸ کې مرتضي بهبودي د خپل دویم ستاژ د ترسره کولو له پاره بېرته د یونان لېسبوس ښار ته ورځي او د ۶ میاشتو له پاره دغه ښار کې له کډوالو سره همکاري کوي. همدغه ځای کې مرتضی بهبودي د یو داسې سایټ په اړه فکر کوي چې د کډوالۍ د مثبتو اغېزو په اړه وي. دغه سایټ، «ګیټي نیوز»، بالاخره د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ په پای کې خپل فعالیت پیلوي.

د لا زیاتو معلوماتو په اړه: ګیتي نیوز، هغه رسنۍ چې د یو افغان کډوال له خوا جوړه شوې


مرتضی بهبودي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې فرانسه کې د کډوالو ستونزې څه دي، کډوال نیوز ته وایي: «تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې کډوال معلوماتو ته لاس رسی نه لري. دوی نه پوهېږي چې د ژبې کورسونه چېرې دي، د پولیسو قومندانۍ چېره ده، د پناه غوښتنې بهیر څنګه دی او ځینې نورې داسې پوښتنې.»

هغه دا هم وایي چې فرانسه کې د ادغام سیسټم ناقص دی.

له ټولو ستونزه سره سره ښاغلی بهبودي په دې اند دی چې کډوالۍ مثبتې اغېزې هم لرلی شي. د هغه په خبره: «که د ادغام پروسې په ښه توګه ترسره شي، کډوال په کوربه هیوادونو کې پرمختګ کولی شي.»

 

نورې ليکنې