۲۱ کلنه الين ايرسون چې د يوه افغان کډوال د اخراج مخه يې نيوله
۲۱ کلنه الين ايرسون چې د يوه افغان کډوال د اخراج مخه يې نيوله

الين ايرسون د ۲۰۱۸م کال په جولای کې په سويډن کې يوې الوتکې ته وختله څو له اسمعيل ک. سره مرسته وکړي. دا چې غوښتل يې يو افغان له اخراج څخه وژغوري، نو هغه بايد اوس يوې محکمې ته حاضره شي. آيا د دې دغه عمل يوه ښه مفکوره وه؟

د ۲۰۱۸م کال د جولای په ۲۳مه په فيسبوک کې يوه ويډيو خپره شوه. په هغې کې د يوې ځوانې سويډنۍ، چې زيړ وېښته او تورې زرغونې عينکې لري، سور مخ ليدل کيږي. الين ايرسون ۲۱ کلنه ده او د ترکيې د هوايي کرښو په يوه طياره کې چې ټاکل شوې وه له ګوته بورګ څخه به استانبول ته ځي، په دهليز کې تېريږي. هغه په انګليسي ژبه د خپل موبايل د کمرې مخې ته خبرې کوي او په مرسته يې ټوله صحنه په ژوندۍ بڼه په فيسبوک کې هم خپروي. هغه وايي: «په دغه الوتکه کې داسې څوک ناست دي چې افغانستان ته بايد اخراج شي، چېرته چې جنګ حاکم دی او دی به ښايي هلته ووژل شي.» هغه زياتوي: «زه هر هغه څه کوم څو د ده ژوند وژغورم.»

په زرونو د انترنېټ کاروونکي هم دغه صحنه ګوري: تر هغه چې دغه مهاجر په طياره کې وي هغه څنګه له دې څخه انکار کوي چې په الوتکه کې پر خپل ځای کښیني. سړی د سپرليو حيران مخونه او د ايرسون له اوښکو ډکې سترګې ويني، چې يو په يو وار انځور يو طرف ته کيږي ځکه چې کوم څوک غواړي چې موبايل ورڅخه واخلي. په پای کې پيلوټ دې ته اجازه ورکوي چې افغان کډوال او دا له الوتکې څخه کوز شي. ډېری چاپېره ناست مسافرين ورته چکچکې کوي.

د کډوالۍ دا ډراماتيکه کيسه په ژوندۍ بڼه خپريږي، خو لکه څنګه چې وروسته څرګنديږي دا يو سو تفاهم هم وو. دغه ويډيو ۱۴،۶ دقيقې اوږده ده او د منځني کيفيت په لرلو سره په ولاړه بڼه نيول شوې ده. سره له دې او يا له دې کبله حتی، هغه په ټوله نړۍ کې ډېر ژر خپريږي. د انترنېټ کاروونکي يې په آلمان، امريکا، افغانستان، مصر، روسيه او ترکيه کې هم نشروي. هغوی دغه سويډنۍ ښځه يوه «اتله» او د «بشر له پاره اميد» بولي، د هغې په اړه خپاره شوي خبرونه په زْړونو او «ايموجي» نومو چکچکې وهونکو څېرو سينګاريږي. ۵۰ زره د فيسبوک کارونکي دغه ويډيو په عين شپه ګوري چې تر نن ورځې پورې ۵،۴ ميليونو کسانو هغه ليدلې ده.

په لندن کې مېشت د فلمونو د توليد يو شرکت وروسته د «ګراوندېد» په نوم لنډ فلم هم چمتو کوي او وايي چې په ټوله نړۍ کې يې څه باندې ۱۳ ميليونه ليدونکي لرلي دي. په داسې يو وخت کې چې حکومتونه پکې د کډوالۍ د سياست له کبله راپرځيږي او ښی اړخي عوام پال قدرت ته رسيږي، ښايي دغه ويډيو کليپ ډېرو ليبرالو کسانو ته د هيلې يوه منبع وي. د دې ويډيويي پيغام دا دی چې: وګورئ پر ټولو راپارونو سربېره لا داسې انسانان شته چې له ښو کړو وړو څخه ننګه کوي. نن سبا يوه بله کيسه هم جاري شوې ده. هغه نه د زړورتيا او نه د انسانيت په هکله ده، بلکې دا پوښتنه هم راپورته کوي چې آيا د ژغورنې د پام وړ دغه کمپاين جرم بلل کيږي او که نه.

د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۴مه به د ګوته بورګ د ناحيې يوه محکمه په دې اړه پلټنه کوي چې آيا الين ايرسون د جولای مياشتې په هغه ورځ د هوايي چلند له قانون څخه سرغړونه کړې ده، که نه. پر هغې باندې په وارو وار حقوقې دعوې شوې دي. هغه نه د تُورکيش آيرلاينز يعنې د ترکيې د هوايي کرښې يا د هوايي ډګر د چلوونکو له خوا شوې دي چې ښايي سړی اول فکر وکړي، بلکې عادي کسانو ورباندې کړي دي. د څارنوال په خبره دا دغسې کسان ول چې ويډيو يې ليدلې يا يې په اړه څه لوستي ول. نور کسان خپله په ياده طياره کې بيا حاضر ول.

د څارنوال جيمز فون رايس په خبره «ستاسو دغه عمل د ځينو سپرليو په منځ کې اندېښنې، تشويش او وېره راپارولې ده.» که ايرسون پړه وبلل شي، بايد هغه يو مقدار نقدي جريمه پرې کړي او يا تر شپږو مياشتې پورې په زندان کې تېرې کړي. خو دا ښځه څوک ده چې ځينې يې اتله او نور يې مجرمه بولي؟ په هغه مهاجر څه وشول چې دې غوښتل په ياد وخت کې يې وژغوري؟ د څايټ مجله او دويچه ويله (DW)، چې د دغې کيسې په څېړنه کې ګډ کار سره کوي، له دواړو لورو سره غږېدلي دي او له نورو هغو کسانو سره يې هم خبرې کړې دي چې دوی يې پېژني. که امکان يې و، نو دغه معلومات د وکيلانو د ليکونو، د محکمې د اسنادو او د سويډن او افغانستان په ادارو کې د بيا ځلو پوښتنو له لارې ارزول شوي دي. دا داسې يوه قضيه ده چې د مهاجرت په سياست کې د شته تضادونو په هکله ډېر څه رابرسېره کوي او په اړه يې راته کيسه کوي. او د يوه يوازې فرد د قدرت او هم بې وسۍ په اړه همداراز يو نکل دی.

د ۲۰۱۵م کال په دوبي کې سويډن هم د هر کلي او ښه راغلاست کلتور تجربه کړ. کله چې په دې برخه کې شور او شوق يو څه راسوړ شوو، الين ايرسون غوښتل چې انسانيت هم پلی کړي

الين ايرسون

په الوتکه کې اخيستل شوې ويډيو ايرسون په ټوله نړۍ کې په يوه سيمبوليکه څېره بدله کړې ده چې نړيوالو غونډو ته وربلل کيږي او چا ته چې په زرونو خلک ليکونه استوي. هغه اوس هغه نجلۍ بلل کيږي چې د يوې الوتنې مخه يې نيولې ده. هغه د اروپا د کډوالۍ سياست پر ضد مشهوره څېره ګرځېدلې ده. په داسې حال کې چې ځينې ورباندې وياړي، خو نور بيا ورته په غوسه دي. د کډوالو مخالفين او انترنېټي غوسه ناک کاروونکي ورته په انترنېټ کې د «ساده» او «احمقې» خطاب کوي. په يوټيوب کې کوم چا ليکلي دي: «د شپې له خوا يې له درو افغان نارينه و سره يوه ځای په يوه اتاق کې قلفه کړئ.» هغې ته کله له ګواښه ډک ليکونه هم وراستول کيږي چې هدف يې د هغې ډارول دي. يوه نوي نازي چې تر اوسه يې لا ښه په ياد دی، له ناروې څخه ورته ليکلي دي چې هغه «د خپلو خلکو له پاره خاينه ده». وروسته بيا معلومه شوه چې له طيارې څخه راويستل شوی افغان ډېر شخړه ايز کس هم وو: د اخراج تر هڅې د مخه دی نيم کال د جسمي صدمې رسولو په خاطر زندان کې و، د څايټ مجلې او دويچه ويله د پلټنو له مخې هغه د «بسم الله اس» په نوم يو افغان کډوال دی. د اټکل خلاف هغه ۵۲ کلن نه، بلکې ۵۹ کلن دی. د کډوالو د چارو د وزارت يوه وياند په کابل کې تر پوښتېدو وروسته د هغه هويت تائيد کړ. الين ايرسون چې غوښتل يې اسمعيل وژغوري، د هغه پر ځای يوه مجرم سره مرسته کړې ده. د محکمې د اسنادو په حواله بسم الله خپله مېرمن او دوه ۱۳ او ۱۴ کلنې لوڼې په خپل ګډ اپارتمان کې د کمپيوټر په يوه «يو اس بي» کېبل يا مزي وهلې دي. هغه له دې کبله په قهر شوی ؤچې لور یې تلویزون ګُل (مړ) کړي، خو هغې یواحې د تلویزیون غږ ورو کړی ؤ. د خپلو څرګندونو په حواله دغه سړي خپل فامیلي ژوند «گواښ ورکونکی» گاڼه . د هغه ښځې د ده په حواله تل د ماشومانو په حضور کې د ده شکايت کړی وو. دغه خبره يې محکمې ته هم کړې ده. د ده په اند ښځه او ماشومان يې دی منزوي کوي څو هغه له سويډن څخه اخراج کړل شي. د هغه د اخراج پرېکړه تر محاکمې د مخه شوې وه. د افغانستان د کډوالۍ د وزارت په حواله هغه د اليس ايرسون د اخراج د مخنيوي تر کمپاين تقريبا يوه مياشت وروسته، له سويډن څخه اخراج شو. د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۳۰ مه هغه کابل ته ورسېد. هغه د هرات له ولايت څخه دی. دا چې آيا هماغه ځای ته به ستون شوی وي که نه، ياد وزارت ته معلومه نه ده. کله چې له الين ايرسون سره د بسم الله اس. په اړه خبره مطرح شي، نو هغه ټينګار کوي چې د دغه سړي په هکله يې معلومات نه درلودل او دا چې د هغه قضيه يې هم تعقيب کړې نه ده. داسې برېښي چې الين ګويا د هغه د ژغورنې له عمل سره هيڅ تړاو نه لري. هغه وايي چې «هرومرو به يو ښه دليل موجود و چې هغه ولې په زندان کې و.» خو اليس دا هم زياتوي: «سره له دې هم نه ښايي چې هغه افغانستان ته اخراج او هلته مړ شي.» ورپسې هغه وايي چې په سویدن کې مرگ سزا له مینځه وړل په حقیقت کې د دې هیوداد د قانون پر بنسټ ولاړ دولت يوه تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده او دا چې افغانستان ته د خلکو اخراج د هغې په نظر د مرګ حکم دی. الين ايرسون داسې ښکاري چې تر اوسه لا په دې باوري ده چې د جولای مياشتې په هغه ورځ يې يو ښه کار کړی دی. سړی البته داسې هم ويلی شي چې نيت يې البته ډېر ښه وو.

اسمعيل ک.

په کابل کې له څو مياشتو وروسته د اسمعيل ک. درک او ځای ځايګی نور نه معلوميږي. د هغه ځايي د موبايل شمېره غير فعاله شوې ده او د سويډن په ګوتېنې کې د هغه کورنۍ هم چا ته جواب نه وايي. آيا په ده باندې کوم څه شوي دي؟ آيا دی يو ځل بيا د اروپا په لور راتښتېدلی دی؟ يوازنی څوک چې غبرګون ښيي د ده خور نازنين ده چې په ترکيه کې ژوند کوي. هغه وايي چې اسمعيل لا په کابل کې دی. خو د فيسبوک له لارې په يوه پيغام کې ليکي چې رواني حالت يې ډېر خراب دی. هغه وايي «زموږ تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې په مخدره موادو به معتاد او روږدی شوی وي.» آيا د دې امکان شته چې د دې ليکنې له پاره به بيا له اسمعيل سره خبرې وشي؟ «اسمعيل ځان نور له هغه وخت راهيسې ډاډمن نه احساسوي چې د ده څېره د دويچه ويله د ويډيو له کبله ټولو پېژندلې ده.» دا خبره يې خور يو څو ورځې وروسته راته کوي. هغه وايي چې «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ زموږ په هېواد کې ډېر خلک برمته کيږي، کله چې سړی په خارج کې خپلوان ولري، نو يرغمل کوونکي داسې فکر کوي چې سړی ډېرې پيسې لري. له دې کبله د هغې د پيغام له مخې ورور يې نه غواړي چې نورې مرکې ورسره وشي. نور زيات څه نازنين هم نه شي ويلی. دا چې د ورور حالت يې څنګه دی، هغه خپله يوازې د خپلو خويندو او مور څخه اوري، چې په ګوتېنې کې ژوند کوي.

الين ايرسون داسې انګېري چې سم کار يې کړی دی، سره له دې چې عمل يې په پای کې د انتظار خلاف بل لوری خپل کړی دی

الين ايرسون

د کال په پای کې په وروستيو تليفوني خبرو کې ايرسون ډېره خوشبينه ښکاري. هغه وايي چې د بيا ځلې ليدنې له پاره هيڅ کومه ستونزه نه ويني، دا ځکه چې په دسمبر کې بيا برلين ته د يوه کنفرانس له پاره راځي. هغه يو څه اندېښمنه ده ځکه چې څارنوالۍ خپلې لومړنۍ پلټنې پيل کړې دي. هغه وايي چې د دې په څېر يوه قضيه تر اوسه پورې هيڅکله هم څېړل شوې نه ده او دا لا معلومه هم نه ده چې آيا جرم يې تر سره کړی دی، که نه. هغه وايي «که آن داسې يو څه پيدا کړي چې کوم قانون مې مات کړی دی، نو په احتمالي توګه به مې يوازې د څو سوو يورو په مقدار په نقدي توګه جريمه کړي.» خو کله چې څارنوالي ورباندې د دعوې اقامه کوي، نو هغه هم ځان ګوښه کوي. د هغې د مدافع وکيل په حواله هغه د دغې پرېکړې له کبله ډېره «مايوسه» ده ځکه چې هيله يې دا وه چې «زما پر ضد محاکمه به شروع نه شي او څارنوالي به د دې عمل له قانون سره سم وبولي.» الين ايرسون هم خپله نوره له چا سره نه غږيږي. ټولو برېښناليکونو، لنډو پيغامونو او زنګونو ته هغه جواب نه وايي. د برلين په غونډه کې هم هغه لږه موده مخکې د نه راڅرګندېدو پرېکړه کوي. د فبرورۍ په څلورمه نېټه کله چې د ګوته بورګ په محکمه کې د هغې د قضيې په هکله پلټنه او محاکمه صورت نيسي، بايد الين ايرسون البته بېرته په عامه محضر کې ځان راښکاره کړي.

د دې کيسې تر شا:

زموږ ليکونکې، تېر سپتمبر د څايټ آنلاين له خوا رابلل شوي د Z2X په نوم کنفرانس کې الين ايرسون وپېژندله. د هغې د کيسې د بيا جوړولو له پاره هغې له دې سره په ګوته بورګ کې بيا ليدلي او د اسمعيل کورنۍ يې په ګوتېنې کې هم ليدلې ده. دويچه ويله له اسمعيل سره کابل ته د هغه تر اخراجېدو وروسته څو ځلې مرکې کړې دي. د هغه د حفاظت او امنيت په خاطر د هغه تخلص يا کورنی نوم رالنډ کړل شوی دی.

لیکواله: کوې پهام  د عبدالباري حکیم په همکارۍ
پښتو ته ژباړونکی: نسيم صابر

پښتو منبع آلمان ږغ دويچه وېله

د چاپ حقونه د آلمان ږغ سره خوندي دي

د آلمان ږغ دويچه وېله د باندني وېبپاڼو د متونو مسؤليت نه اخلي



 

نورې ليکنې