اګست ۲۰۱۷: یو ځوان کډوال د فرانسې په کالې ښار کې. کرېډېټ: د رویترز له ارشیف څخه
اګست ۲۰۱۷: یو ځوان کډوال د فرانسې په کالې ښار کې. کرېډېټ: د رویترز له ارشیف څخه

د اقامې حق هغه سند دی چې له مخې یې کډوال په یوه اروپایي هیواد کې د اوسېدو اجازه تر لاسه کوي او له حقونو او قضایي ساتنې څخه برخمن ګرځي. خو اوس پوښتنه دا ده چې کډوال په کومو مواردو کې د اقامې حق له لاسه ورکولی شي. بشپړ معلومات.

په فرانسه کې په لاندې مواردو کې خپل د اقامې حق له لاسه ورکوم:

- له خپل هیواد سره اړیکه نیسم. مانا یې دا چې بېرته خپل هیواد ته ورځم و یا د خپل هیواد له سفارت او قنسولګرۍ سره تماس نیسم.

- په رضاکاره توګه خپل هیواد ته ورځم او هلته ژوند کوم.

- د اقامې حق په ترلاسه کولو کې درغلي (درواغ، د اسنادو جعل...)

- د خپل تابعیت د بېرته ترلاسه کولو له پاره اداري اقدامات

- د یو بل هیواد تابعیت اخیستل

- د فرانسې دولت ته ستر ګواښ پېښول

- په بند محکومېدل او د قضایي بنسټونو د پرېکړې له مخې ټولنې ته ګواښ پېښول

- د یو بل ارګان او یا سازمان (پرته له ملګرو ملتونو سازمان) له حمایت څخه برخمن کېدل

- د دغو جرمونو په تور محکومېدل: د سولې ضد جرم، جنګي جرمونه، د بشریت ضد جرمونه، ستر جرمونه، د ملګرو ملتونو د اصولو پر ضد اقدامات، عامې نظم او امنیت ته ګواښ پېښول

په فرانسه کې په لاندې مواردو کې جانبي ساتنې له لاسه ورکوم:

- له خپل هیواد سره اړیکه نیسم. مانا یې دا چې بېرته خپل هیواد ته ورځم و یا د خپل هیواد له سفارت او قنسولګرۍ سره تماس نیسم.

- نور په خپل هیواد کې له ګواښ سره مخ نه یم.

- د دغو جرمونو په تور محکومېدل: د سولې ضد جرم، جنګي جرمونه، د بشریت ضد جرمونه، ستر جرمونه، د ملګرو ملتونو د اصولو پر ضد اقدامات، عامې نظم او امنیت ته ګواښ پېښول

- د جانبې ساتنې په ترلاسه کولو کې درغلي (درواغ، د اسنادو جعل...)

 

سرچینه: اوفپرا


 

نورې ليکنې