زيات مهاجر له اټکلونو برخلاف د کوربه هيواد په انتخاب کي د مهاجرت پاليسي په پام کي نه نيسي
زيات مهاجر له اټکلونو برخلاف د کوربه هيواد په انتخاب کي د مهاجرت پاليسي په پام کي نه نيسي

زياتره مهاجر او پناه غوښتونکي د مهاجرت په تړاو د يو هيواد د پاليسۍ يا قوانينو له کبله هغه د کوربه هيواد په توګه نه انتخابوي. مخکي په يو هيواد کي د کورنۍ د غړو شتون او نور ورته لاملونه زيات مهم وي.

مهاجر يا پناه غوښتونکي څنګه ځان ته يو هيواد ټاکي چي دوی ورته مهاجرت کول غواړي؟ په دې تړاو زيات داسي معلومات سته چي تر اټکلونو او مفروضو څخه زيات دقيق دي. په دې ترڅ کي په ۲۰۱۵ کال يو شمېر نظر پوښتنې تر سره سوې. دا هغه وخت ؤ چي نژدې يو مليون انسانان په اروپا کي د محافظت تر لاسه کولو له پاره دغې لويي وچې ته راورسېدل. له دغو مهاجرو څخه نظر پوښتونکو د هغوی نظر وپوښت چي څنګه يې فيصله وکړه چي ځانګړي هيواد ته تلل غواړي. د دغو نظر پوښتنو پر اساس د «پرېکړه کول چي چيري تلل په کار دي: پاليسۍ، ولسونه او د منزل مقصود ټاټوبو په هکله د نظر جوړېدنه» تر عنوان لاندي يو راپور هم خپور سو. د هېون کراولي په نوم د ماجرت کارپوهه وايي چي د ياد راپور څخه تر مخه اروپايي پاليسي جوړونکو صرف د مفروضو پر اساس خپلي پاليسۍ جوړولې. د هغې په وينا د دغو پاليسي جوړونکو يوه لويه تېروتنه دا وه چي ګواکي پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې او مهاجرت په تړاو د هيوادونو د پاليسيو په تړاو بشپړه معلومات لري. کراولي وايي چي د نايجيريايي، ايريتريايي، سوريايي او نورو مهاجرو سره مرکو او د هغوی نظر پوښتنو البته ښودلې چي هغوی د کوربه هيواد د اړوند پاليسيو په تړاو په اکثريت مواردو کي معلومات نه لري.

د معلوماتو کمښت

 په ۲۰۰۲ کال د بريتانيې د کورنيو چارو د وزارت له خوا يوه نظر پوښتنه تر سره سوې وه. د دغې نظر پوښتنې پايلو ښودلې وه چي اکثره هغه پناه غوښتونکي چي په بريتانيه کي د پناه غوښتنه کوي، د دغه هيواد د اړونده پاليسيو په تړاو ډېر لږ معلومات لري. بعضي حتی داسي کسان ول چي هغوی حتی په دې نه ول خبر چي دوی بايد د پناه غوښتنه وکړي. په دغه راپور کي د يوې سري لنکايي پناه غوښتونکې نقل قول داسي راوستول سوی ؤ. «زه نه وم خبره چي زه کولای سم چي د پناه غوښتنه وکړم. خو دغې مېرمنې راته بيا پروسه تشريح کړه... دا خو يوه ډېره اوږده پروسه ده، که نه؟»

 په ۲۰۰۲ کال پوښتل سوو اکثرو مهاجرو په دې تړاو مخکي له مخکي معلومات نه درلودل چي هغوی به په توقيف کي ساتل کيږي. په دغو کي داسي کسان هم شامل ول چي په توقيف کي ساتل کېدونه ورته هيڅ منفي کار نه ښکارېدی. له دوی څخه بعضو يې تر مخه لا په مهاجر کمپونو کي زيات وختونه تېر کړي ول. له سري لنکا څخه يو مهاجر چي په خپل هيواد کي شکنجه سوی ؤ حتی د نظر ورکولو په ترڅ کي ويلي ول چي په بريتانيه کي توقيف تر هغه ښه دی چي په خپل هيواد کي يې ژوند کاوه.

 بدلېدونکي حالات، تصادف او چانسونه 

کراولي وايي چي پاليسي جوړونکو يو بل حقيقت هم له پامه غورځولی ؤ او هغه دا چي د مهاجرت پر لاره د سفر پر وخت د خلکو حالات بدلون مومي او هغوی د تصادفاتو او چانسونو سره مخامخ کيږي. د بېلګي په توګه علي (مستعار نوم) وايي چي له عراق څخه د اروپا په نيت مهاجر سو او د قاچاق وړونکو له خوا لومړی اردن هيواد ته بوتلل سو. د هغه په وينا دا يوازنی هيواد ؤ چي عراقيان يې قبلول. هغه زياتوي چي هغه بيا اراده وکړه چي جرمني ته ولاړ سي خو نه پوهېدی چي څنګه. د علي په وينا بيا يې تصادفا يو کس وپېژند چي د آلمان پر لور يې د تلو اراده کړې وه ولي چي په مونشن کي يې وراره اوسېدی او له دې کبله دی هم ورسره ملګری سو. علي و انفو مايګرنتس ته وويل چي همدا ؤ چي ده هم پرېکړه وکړه چي مونشن ته ولاړ سي.

 اکثرو پوښتل سوو مهاجرو د خپل مهاجرت له پاره د کوربه هيواد د انتخاب په هکله دوه لاملونه زيات ياد کړي دي: يو دا چي قاچاق وړونکو يا مسؤلو کسانو زيات وخت په دې هکله فيصله کوله او دويم لوی لامل په يو ځانګړي هيواد کي د کورنۍ د غړو يا دوستانو شتون ياد سوی دی.

 د انتخاب محدود امکانات

 د دوو يادو نظر پوښتنو پايلو ښودلې چي په زياته بيا له جګړې او تاوتريخوالي څخه په تېښته انسانان په لومړي سر کي له خپل ټاټوبي څخه تېښته په ذهن کي لري او نه دا چي په دقيقه توګه چيري تلل غواړي. د بېلګي په توګه په ۲۰۰۲ کال په بريتانيه کي په تر سره سوې نظر پوښتنه کي له ۶۵ پوښتل سوو کسانو څخه صرف درې کسانو يې ويلي چي له روانېدو څخه تر مخه يې لا اراده کړې وه چي بريتانيې ته به ځي. په راپور کي راغلي ول چي نژدې په ټولو مواردو کي پوښتل سوو کسانو ويلي ول چي لومړيتوب ورته تېښتې درلود او نه د منزل مقصود انتخاب.

 د قاچاق وړونکو مهم رول

 راپورونه وايي چي د قاچاق وړونکو اغېز په دې اړه پر مهاجرو ډېر زيات وي چي هغوی کوم هيواد ته ځي. د بريتانيې د کورنيو چارو د وزارت له خوا په ترسره سوې نظر پوښتنه کي له ۶۵ پوښتل سوو کسانو څخه ۴۲ کسانو ويلي چي د قاچاق وړونکو خدمات يې کار کړي دي. په بعضو مواردو کي قاچاق وړونکو د مهاجرت د لارې او د مهاجرت د منزل مقصود په تړاو پرېکړه کړې او په بعضو مواردو کي مهاجرو د هغوی سره پر دغه انتخاب د جوړ جاړي له پاره خبري اتري کړي دي.

 له کانګو هيواد سره تړاو لرونکي يو کس د بېلګي په توګه ويلي چي قاچاق وړونکي ورته ويلي ول چي د لندن له پاره يو ټکټ ورته اخيستی دی. د دغه مهاجر وينا همدا وجه وه چي ما دغه چانس له لاسه ورکول نه غوښتل او لندن ته ولاړم.

 کورنۍ او دوستان

 په يو هيواد کي د کورنۍ د غړو يا دوستانو شتون دويم لوی لامل وي چي مهاجر ځان ته دغه هيواد د کوربه هيواد په توګه ټاکي. د پوښتل سوو پناه غوښتونکو نظرونه ښيي چي هغوی حتی د يو ليري خپل شتون د دې له پاره هيله بخښونکی بولي چي بنيادي ملاتړ به ترلاسه کړي.

 زياتو مهاجرو ته د کوربه هيواد د انتخاب پر وخت د دغه هيواد د ژبي مخکنۍ زدکړه او کلتوري اړيکي هم مهمي وي. علي وايي چي په لومړي سر کي يې غوښتل چي استراليا ته ولاړ سي ځکه چي انګريزي ژبه يې زده وه.

 ټولنيزي مرستي مهم رول نه لوبوي

 د پاليسي جوړونکو په شمول د اکثرو کسانو له پاره ښايي دا د حيرت وړ واقعيت وي چي د نظر پوښتنو د پايلو له مخي اکثره پناه غوښتونکي د پيسو يا مرستو تر لاسه کولو له پاره ځانګړي هيواد ته مهاجرت نه کوي. دغو پايلو ښودلې چي په اکثرو مواردو کي د مهاجرو له پاره د ځانګړي هيواد انتخاب يا خو ډېر کم او يا نژدې هيڅ اړيکه د دې سره نه ده لرلې چي په دغه هيواد کي په کومه اندازه ټولنيزي مرستي کيږي يا يې د پناه غوښتنې يا مهاجرت په تړاو پاليسي څنګه ده.

 په بريتانيه کي تر سره سوې نظر پوښتنې ښودلې چي اکثرو پناه غوښتونکو ويلي چي د سفر څخه تر مخه په بريتانيه کي د مهاجرت د پاليسۍ يا د ټولنيزو مرستو په تړاو يې يا خو هيڅ معلومات نه لرل او يا دغه معلومات ډېر لږ ول.


 

نورې ليکنې