بامف وايي په ۲۰۱۸ کال تر ۳۴ سلنې زيات افغان پناه غوښتونکې رد سوي
بامف وايي په ۲۰۱۸ کال تر ۳۴ سلنې زيات افغان پناه غوښتونکې رد سوي

د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان فدرالې ادارې «بامف» ويلي چي په ۲۰۱۸ کال د افغان پناه غوښتونکو ۱۸۶۲۷ دوسيې فيصله سوي دي. په دغو کي ۳۴ سلنه پناه غوښتنې ردې سوي دي.

د بامف ادارې د آلمان ږغ دويچه وېله د يوې پوښتنې په جواب کي ويلي چي په ۲۰۱۸ کال په ټوليزه توګه ۶۴۰۳ داسي د پناه غوښتنې رد سوي چي د افغانستان د تابعيت لرونکو له خوا تر سره سوي وې. يادې ادارې زياته کړې چي په ټوليزه توګه په ياد کال د ۱۸۶۲۷ افغانانو د پناه غوښتنې دوسيې فيصله سوي دي. يادي ادارې ويلي چي ۵۲۴۰ داسي دوسيې دي چي «بل ډول» يې دوسيې فيصله سوي.

د بامف وياند شتېفان فون بورستل د آلمان ږغ دويچه وېله ته په جواب کي اضافه کړې چي د پناه غوښتنې د قبولۍ او ردېدنې تر منځ د دوسيې «بل ډول» پای ته رسېدنه هم سته. د هغه په وينا په دې کي هغه د بېلګي په توګه هغه دوسيې راځي چي د دبلن تړون له مخي په نورو اروپايي هيوادونو مربوطي وي. د دبلن تړون له مخي مهاجر بايد د اروپايي اتحاديې په هغه هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي، د کوم له لاري چي لومړی اروپا ته داخل سوی وي. په «بل ډول» فيصلو کي هغه دوسيې هم راځي چي پناه غوښتونکو خپله پناه غوښتنه بېرته اخيستې وي او يا هم د هغوی د نه عمل يا همکارۍ له کبله درول سوي وي.

بامف زياته کړې چي په ټوليزه توګه په ۲۰۱۸ کال د قبوليو سلنه ۳۷،۵ وه. په قبولۍ کي د سياسي پناه غوښتنې منل کېدل، د دويمي درجې قبولي او پر بېرته لېږد باندي ممانعت شامل دی.

په ۲۰۱۷ کال د افغان پناه غوښتونکو ۱۱۵۵۳۷ د پناه غوښتنې دوسيې فيصله سوي وې چی پکښي ۵۶۷۲۲ يې د ردېدو جواب تر لاسه کړی ؤ.

په ۲۰۱۶ کال د افغانانو له ۶۸۲۴۶ فيصله سوو دوسيو څخه ۲۴۸۱۷ يې ردې سوي وې.


 

نورې ليکنې