افغان کډوال محمد په پیریس کې. ګړیډیټ: لویز نوردستروم/ کډوال نیوز
افغان کډوال محمد په پیریس کې. ګړیډیټ: لویز نوردستروم/ کډوال نیوز

په ٢٠١٥ کې، محمد * د عیسوي کتابونو د پلورلو په تور نیول کیږی. يوه ورځ، کله چې محمد له پولیسو سره محکمې ته ځي، طالبانو د هغوی پر کتار بريد کوي. محمد له سیمې څخه تښتي. دی لومړی سویډن ته مهاجر کېږی او بیا له سویډنه فرانسې ته راځی. محمد نن پاریس کې د یو ډوبلینی ګدوال په توګه سویډن ته د لیږلو په ویره کې ژوند کوي. سکنډویناوي چارواکي کولی شي هغه بېرته افغانستان ته ستون کړي.

«د افغانستان په پروان ولایت کې اوسیدم او جامې، کتابونه او د پخلنځي سامانونه دکان درلودم. یوه ورځ د ٢٠١٥ کال د اوړی په پای کې یو سړی زما دکان ته راغی او پوښتنه یې وکړه چې ولې مسیحی کتابونه خرڅوې ؟ل فعل

له دی نه وروسته ستونزې پیل شوې. یوه ورځ د مراجعینو له وتلو وروسته، یو ګروپ راغی او ما ووهلم. دوی پولیس ته وویل چې زه د مسیحیت پروپاګند ترسره کوم او باید توقیف شم.

د مهاجرت تصمیم

هغه ورځ چې پولیس چاریکار محکمی ته بوتلم زموږ موټر باندی د طالبانو لخوا برید شو خو ما بریالی شو چې له موټر څخه ځان راوباسم او وتښتم. ما د څو ساعتونو لپاره غرونو ته لاړ او په پای کې یو کلی ته ورسیدم او کابل  لپاره ټکسي واخیستله.

 څو ورځی وروسته، زما ماما ډار شو چې پولیس راشي او ما ومومي. نو هغه ما ته وویل چې  باید افغانستان پریږدم.

یوه ورځ، د شپې په منځ کې ما کندهار لپاره بس واخیست. زه بیا میدان میدان ته لاړم، وروسته نیمروز او له هغه ځایه پاکستان، ایران، ترکیې او په پای کې سویډن ته لاړم.

په سویډن کې د پناه غوښتنلیک ردیدل

ما پریکړه وکړه چې سویډن ته لاړ شم ځکه چې په ټولو هغو هېوادونو کې چې زه تللی وم، هرڅوک ویلې چې سویډن ښه هیواد دی ځکه چې خلکو سره یې مرسته کوی.

زه د اکتوبر په میاشت کې  سویدن نه د پناه غوښتنه وکړه. زه د کار کولو حق نه لرم، له دې امله ما سویډنی ژبه زده کړه او په یوه فارم کې یو ستاژ ترلاسه کړ.

د اتو میاشتو انتظار نه وروسته زما د پناه غوښتنلیک او د تجدید نظر غوښتنې رد شوې. د سویدن د مهاجرت اداری په نظر، پروان، زما د اوسیدو ځای، د شخړې زون نه و.


نامعلومه راتلونکې

له شپږو اوونیو راهیسې زه په پاریس کې ډیری وخت د پلازمینې شمال کې د کلیانکور په کمپ په یو خیمه ژوند کوم. دلته دشپې له خوا هوا ډیره سړه ده.

 د جنوری ٢٢ نيټه پولیس راغلل او موږ ته یې وویل چې موږ په دې کمپ کې نه شو پاتې کیدلی ځکه چې د واورې له امله هوا  ډیر سړې شوی. نن شپه زه په جیمنازیوم کې  دلومړی ځل لپاره په یو ګرم ځای خوب کوم.

ما د ګوتو نښانو فرانسوي پولیس ته ورکړی، مګر نه پوهیږم چې څه به واقع شي( محمد یو دوبلینی ګدوال دی او د هغه د پناه غوښتنې غوښتنې سویدن پورې اړه لري).

راتلونکې لپاره پروژې؟ مخکي، ما لوی پلانونه درلودل خو اوس نه پوهیږم چې سبا زما سرنوښت به څنګه وی . زه هم یو انسان یم او غواړم ژوند وکړم. "


* مستعار نوم


 

نورې ليکنې