کډوال د کالې په سیمه کې، ٢٠١٨. کړیډیټ: مهدی شبیل
کډوال د کالې په سیمه کې، ٢٠١٨. کړیډیټ: مهدی شبیل

له ٣٠ څخه زیات سازمانونو او غیردولتي موسسو د ملګرو ملتونو له راپور ور کوونکي څخه غواړي چې اپریل میاشت کې فرانسې ته د خپل رسمي سفر پر مهال کالې ته راشي. هغوی د ملګرو ملتونو ملاتړ غواړي چې د فرانسې په شمال کې د کډوالو ناوړه حالت په ګوته کړي.

په يوې ګډې اعلاميې کې دغو سازمانونو د انګلستان او فرانسې په سرحدونو کې د کډوالو د سیستماتیک اخراج سیاست غنډي او خبرداری ورکوي چه  په کالې، ګراند سینت، شیربورګ، آنژه او د فرانسې نورو سمندري سرحدي سیمو کې کډوال په سرکونو کې ژوند کوي.

اماووس، اوبرژ د میګران، د بشر د حقوقو لیګ، یوتوپیا ۵۶ او ګن شمیر نورو سازمانونو دغه اعلامیه لاسلیک کړی دی.

د اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي دي: «مونږ غواړو چې د ملګرو ملتونو له لارې عامو خلکو ته خبرداری ورکړو.»

د Committee for refugee relief د یوې غړې سوفي پوژو په وینا، ملګري ملتونه یو «ډیپلوماتیک چینل» دی چې د «سازمانونو او چارواکو ترمنځ د خبرو اترو لپاره» زمینه برابرولی شي.  

له څو مياشتو راهيسې، خیریه سازمانونه تقریباً هره ورځ د کډوالو او  پوليسو تر منځ تاوتريخوالي، د بشري حقونو د سرغړونو او د کډوالو د نه زغملو د ژوندانه شرايطو غنډلي. د اوبرژ د میګران مسؤل فرانسوا ګنوک وایی: «دلته کډوال د وحشي ځناورو په څېر ژوند کوي.»

خیریه سازمانونه په وار وار د کالې او ګراند سینت په سیمو کې د کډوالو وضعیت په هکله فرانسوي چارواکو ته خبرداری ورکړی خو د کډوالو د اخراج لړۍ لا هم ادامه لری.


 

نورې ليکنې