د نانت ښار په دغه جمنازیم کې شاوخوا ۲۰۰ کډوال اوسېږي. کرېډېټ: رویترز
د نانت ښار په دغه جمنازیم کې شاوخوا ۲۰۰ کډوال اوسېږي. کرېډېټ: رویترز

له څو اونیو راهیسې شاوخوا ۲۰۰ کډوال، چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم شته، د نانت ښار په یو جمنازیم کې ژوند کوي. خو دغه جمنازیم له چتلۍ نه ډک دی. ځینې سازمانونه او ډلې د دغه جمنازیم له اوسېدونکو سره مرسته کوي.

له څو اونیو راهیسې په سلګونو کډوالو د نانت ښار په ژان – برنارد جمنازیم کې په ډېرو بدو شرایطو کې ژوند تېروي. د بشري ډلو په خبره دغه جمنازیم د نانت ښار د لوی اسقف ملکیت دی.

د دغه اسقف د دفتر یو مسول زاوې برونیې وایي: «د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر میاشت کې دلته شاوخوا ۶۰ کسان اوسېدل. خو اوس مهال د کډوالو شمېر ۲۰۰ کسانو ته رسېږي او په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم شته.» د ژان – برنارد جمنازیم اوسېدونکو له سوډان، ارېتریا، سومالیا، ایتوپیا، ګینې او چاد هیوادونو سره تړاو لري.

د یادونې وړ ده چې د دغه جمنازیم د اوسېدونکو په ډله کې بېلابېل کډوال شته: ډوبلیني شوي کسان، هغه کډوال چې پناه غوښتنه یې رده شوې ده، منل شوي کډوال او پناه غوښتونکي.

سازمانونه او ډلې د حل لارو په لټه کې دي

د نانت د یوې بشري ډلې یوه غړي فرانسوا پروشاسون کډوال نیوز ته وایي: «حکومت کډوالو ته سرپناوې نه برابروي. چارواکي پرېږدي چې کډوال بېرته سړکونو ته ولاړ شي. مانا یې دا چې اوس مهال سازمانونه او بشري ډلې د دولت دندې ترسره کوي. نانت کې ډېر داسې تش ځایونه شته چې کډول په کې اوسېدلی شي.»

خو بل لور ته د نانت ښارواله کډوال نیوز سره په یوه مرکه کې د حکومت له دریځ څخه دفاع کوي. نوموړې د ۲۰۱۸م کال په اکټوبر میاشت کې په یوه اطلاعیه کې وویل چې د داویې پارک ۵۸۷ اوسېدونکو ته یې دغه ښار کې سرپناوې برابرې کړې. داویې پارک کې شاوخوا ۷۰۰ کډوال په سختو شرایطو کې اوسېدل.


دغه جمنازیم کې د کډوالو وضعیت څنګه دی؟

جمنازیم کې کډوال تر خیمو لاندې ژوند تېروي او وضعیت یې ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی. د یوې بشري ډلې یوه غړې یونا کډوال نیوز ته وایي: «دا ځای کې د کډوالو شمېر زیات دی او له همدې کبله کله ناکله د هغوی ترمنځ شخړې پېښېږي.»

بله ستونزه دا چې جمنازیم کې ګرمه اوبه او مرکز ګرمي نه شته. د یونا په خبره: «جمنازیم کې عمومي شاورونه شته خو اوبه یخه ده. یوازې دوه تشنابونه شته او ګڼ شمېر کډوال.»

سازمانونه همدا دول د امنیتي مشکلاتو په اړه هم خبرداری ورکوي. د فرانسوا پروشاسون په خبره: «ځینې کډوال پر روحي ناروغیو اخته دي او کله ناکله له یو بل سره شخړه کوي. ځینې نور یې معتادان دي او یا شراب څکي. ستونزه دا ده چې دغه جمنازیم کې ماشوم هم ژوند کوي.»

جمنازیم کې د صفایي د نشتوالي له کبله ناروغۍ هم ډېرې دي، لکه د پم ناروغۍ او توبرکلوز.

بل لور ته د نانت اسقف ویلي چې جمنازیم یې باید تخلیه شي. زاویر برونیې وایي چې دغه وضعیت ناانساني دی.

خو یونا وایي: «جمنازیم یوازې هغه وخت تخلیه کېږي چې د کډوالو د ستونزو له پاره یوه حل لاره وموندل شي.»

  -

 

نورې ليکنې