د بشري حقونو مدافع بنسټونه وایي چې د فرانسې حکومت د کډوالو د ستونزو د هوارولو له پاره کومه سیاسي اراده نه لري. اوس مهال نږدې ۱۰۰۰ کډوال د پاریس د شمالي سیمې په کمپونو کې ژوند تېروي.
د دوشنبې پر ورځ (د فبرورۍ ۱۱مه) د بشري حقونو ځینې سازمانونه د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو او د پاریس ښاروالې ان هیدالګو ته په یوه پرانیستی لیک کې لیکلی دی، چې ژر تر ژره باید د کډوالو د اوسېدو ځای د ستونزو د هوارولو له پاره اقدامات وکړي.
د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ میاشت کې ایل دو فرانس کې د ناقانونه کمپونو د تخلیې عملیاتونو په پایله کې څلور کمپونه وتړل شول. چارواکي وایي چې په دغو عملیاتونو کې یې شاوخوا ۱۰۱۳ کسانو ته سرپناوې برابرې کړې دي. تر دغو عملیاتو مخکې د فرانسې حکومت ویلي و چې په راتلونکې کې کډوالو ته ۱۲۰۰ ځایونه برابروي.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: په سلګونو کډوالو د پاریس په سړکونو کې ژوند کوي
خو اوس ځینې سازمانونه – لکه بې سرحده ډاکټران، یوتوپیا ۵۶ او سکور کاټولیک – وایي چې د سرپناه ورکولو دغه بهیر روڼ نه دي. دوی همداراز ټینګار کوي چې دغې سرپناوې د لندې مودې له پاره کډوالو ته ورکول کېږي.
د یوتوپیا ۵۶ یو غړي یان مانزي کډوال نیوز ته وویل چې کډوالو ته باید له کوم قید او شرط پرته سرپناوې برابرې شي. د نوموړي په خبره دا یوه بشردوستانه مسله ده او د پاریس ښاروالۍ باید په دغه پروسه کې صادقه وي.
یان مانزي زیاته کړه: «پاریس کې ځینې کډوال ډوبلیني شوي دي او د قوانینو له مخې فرانسه کې د پناه غوښتلو حق نه لري.» دوی لومړی د اوسېدو ځایونو – جمنازیمونو – ته ور ځي خو له مجبورۍ بېرته سړکونو ته را ځي.
د بشري حقونو سازمانونه همداراز ویلي چې دولت باید د کډوالو د ستونزو د هوارولو له پاره اوږدمهاله حل لاره پیدا کړي او د هرکلي ځینې نور مرکزونه هم پرانیزي.
د یان مانزي په خبره: «فرانسه یوه شتمن هیواد دی او باید د ملګرو ملتونو د معیارونو له مخې د کډوالو له پاره کمپونه جوړ کړي.»
په دغه پرانیستی لیک کې دا هم ویل شوي چې د پاریس ښاروالۍ دې د کډوالو لومړنیو اړتیاوو (اوبه او تشنابونه) ته رسیدګي وکړي او د پولیسو د تاوتریخوالي مخه ونیسي.