د ۲۰۱۸م کال په نومبر میاشت کې اخیستل شوی عکس. نیوین کښتۍ کې سپاره کډوال. DR
د ۲۰۱۸م کال په نومبر میاشت کې اخیستل شوی عکس. نیوین کښتۍ کې سپاره کډوال. DR

الارم فون یو تېلېفوني پلټفورم دی چې مدیترانه کې له لادرکه شویو کډوالو سره مرسته کوی. د دغه پلټفورم په خبره د سوداګرو ځینې کښتۍ کډوالو ته د خپل سفر د مقصد په اړه درواغ وایي. مانا یې دا چې په ځینو مواردو کې دوی کډوالو ته وایي چې د سفر مقصد یې اروپایي هیوادونه دي، خو په پای کې کډوال لیبیا ته وړل کېږي.

الارم یا هغه تېلېفوني پلټفورم چې مدیترانه کې لادرکه شویو کډوالو سره مرسته کوي، د فبرورۍ پر ۱۲مه پر خپله پاڼه کې د هغو کښتیو په اړه خبرداری ورکړ چې کډوالو ته یې د سفر د مقصد په اړه درواغ وایي.

په دغه پیغام کې راغلي چې د سوداګرو کښتۍ دغه کار د اندېښنه وړ دی او د بشر له حقونو څخه سرغړونه ګڼل کېږي. په پیغام کې دا هم راغلي چې طرابلس ته وړل شوي کډوال د الارم فون شمېرې ته زنګ وهي او خبر ورکوي چې ځینې کښتۍ مهاجرو ته وایي، چې مقصد یې اروپایې هیوادونه دي حال دا چې له څو ساعته وروسته کډوال د لیبیا په خاوره کې  له کښتۍ څخه ښکته کېږي.

یو کډوال، چې له مدیترانې څخه ژغورل شوی، الارم فون ته ویلي: «زموږ په کوچنۍ بېړۍ کې ۶۲ کسان سپاره وو. یوه بله کښتۍ را سره مرسته وکړه. د کښتۍ عملې را ته وویل: موږ روم ته ورځو. بیا ټولو کډوالو ته دوا ورکړه.» د نوموړي په خبره کډوال له خوب نه تر پاڅېدو وروسته اروپا ته نه بلکې طرابلس ته رسېدلي وو.

«نوی تکټیک»

دا لومړی ځل نه دی چې کډوال الارم فون ته د داسې پېښې په اړه خبر ورکوي. تر دې مخکې د سوداګرو ځینې نورې کښتۍ کډوالو ته د هغوی سفر د مقصد په درواغ ویلي و. د الارم فون یو غړي موریس ستریل کډوال نیوز سره په مرکه کې د کښتیو دغه کار غندي: «ګومان مو دا دی چې دا د سوداګرو کښتیو د عملې یو نوی تکټیک دی. مانا یې دا چې دوی کډوالو ته درواغ وایي ترڅو کډوال په کښتۍ کې ارام وي او غالمغال و نه کړي. خو باید ووایو چې دا کار د تزویر بېلګه ده.» د نوموړي په خبره په اکثرو مواردو کې دغه کډوال لیبیا ته وړل کېږي چېرته چې د کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ په پای کې الارم فون په یوه بله خبرپاڼه کې وویل چې د سوداګرو کښتۍ لېدي شام له خوا ژغورل شوي ۱۴۰ کډوال بېرته لیبیا ته وړل شوي دي. د لېدي شام عملې دغو کډوالو ته د هغوی د سفر مقصد په اړه درواغ ویلي و.

کډوال نیوز لېدي شام کښتۍ کې له یوې کډوالې سارا سره مرکه کړې وه. د نوموړې په خبره: «د لېدي شام عملې را ته وویل چې جرمني ته ورځو. خو موږ اوس لیبیا کې یو.»

بل لور ته  د ۲۰۱۸م کال په نومبر میاشت کې ۹۰ کډوال د سوداګرو یوې کښتۍ نوین له خوا له مدیترانې څخه وژغورل شول. ځینې کسان لکه محمد فرانسوۍ ورځپاڼې لوموند ته ویلي چې د کښتۍ عملې هغوی ته د سفر د مقصد په اړه څه نه دي ویلي. هغه زیاته کړې چې د کډوالو کوچنۍ کښتۍ په داسې وخت کې وژغورل شوه چې کومه خاصه ستونزه یې نه درلوده.

«ایا شرکتونه کښتیو ته امر کوي چې کډوالو ته درواغ ووایي؟»

د کښتیو پر دغه کار باندې د ګڼ شمېر نورو ټولنو او سازمانونو له خوا هم تنقیدونه شوي دي. لیبیا کې اداري توقیف خانې چېرته چې له سمندره ژغورل شوي کډوال ژوند کوي له چټلۍ نه ډکې دي. توقیف خانو کې همداراز کډوال له تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې د سوداګرو کښتۍ ولې له دغه تکټیک څخه کار اخلي؟ د الارم فون غړي موریس استیرل وایي: ««ایا شرکتونه کښتیو ته امر کوي چې کډوالو ته درواغ ووایي؟ ایا د لیبیا ساحلي ګارد هغوی ته هدایت ورکوي؟ نه پوهېږو.»

تېر کال ځینې هغه کډوال چې له مدیترانې څخه ژغورل شوي وو لیبیا ته له بېرته تلو څخه ډډه وکړه. د بېلګې په توګه د ۲۰۱۸م کال په نومبر میاشت کې نیوین کښتۍ کې سپاره کډوال نه غوښتل چې د لیبیا په خاوره کې ښکته شي.


 

نورې ليکنې