د افغان فلم جوړوونکي جمشید محمودي نوی فلم د اسیایي سینماګانو په نړیوال فسټیوال (فیکا) کې، چې د فرانسې په وېسول ښار کې جوړ شوی و، د نړیوالو داورانو ستره جایزه وګټله.
د سه شنبې په شپه (د فبرورۍ ۱۲مه) د افغان فلم جوړونکي جمشید محمودي نوی فلم، «رونا، د عظیم مور»، د اسیایي سینماګانو په نړیوال فسټیوال (فیکا) کې، چې د فرانسې په وېسول ښار کې جوړ شوی و، د نړیوالو داورانو ستره جایزه وګټله.
تر دې مخکې د ښاغلي محمودي دغه فلم فرانسه کې د انالکو یا د ختیز ژبو او تمدنونو جایزه ګټلې وه.
«رونا، د عظیم مور» فلم د هغو افغان کډوالو په اړه دی چې په ایران کې کډوال دي.
د یاودونې وړ ده چې د فیکا یا اسیایي سینماګانو په نړیوال فسټیوال کې تر ټولو ستره جایزه یا سیکلو دور ټبټي فلم جوړوونکي پېما تسېدېن ته د هغې د «جینپا» په نوم فلم ته ورکړل شوه.
همداراز د سوېلي کوریا فلم جوړوونکي کیم یور-ري د «سب-زیرو وېند» په نوم فلم هم د نړیوالو داورانو ستره جایزه وګټله.
د اسیایي سینماګانو نړیوال فسټیوال یا فیکا په ۱۹۹۵ کې د دوو فرانسوي فلم جوړوونکو ژان-مارک او مارتین تیروان له خوا جوړ شوی. دغه فسټیوال اسیایي فلمونو ته ځانګړی شوی دی.
په تېرو وروستیو کلونو کې د ځینو افغان فلم جوړوونکو فلمونه په نړیوالو فسټوالونو کې سترې جایزې ترلاسه کړې دي.