کډوال د یونان او مقدونیې په سرحد کې. کرېډېټ: رویترز/الکساندروس اورامیدیس
کډوال د یونان او مقدونیې په سرحد کې. کرېډېټ: رویترز/الکساندروس اورامیدیس

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې په تېرو دوو ورځو کې یې ۲۲ کډوال نیولي. د چارواکو په خبره یاد کډوال غوښتل چې په ناقانونه توګه صربیا ته داخل شي.

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې په تېرو دوو ورځو کې یې ۲۲ کډوال نیولي دي. دغه کډوال په دوو موټرونو کې سپاره وو. د چارواکو په خبره یاد کډوال غوښتل چې په ناقانونه توګه صربیا ته داخل شي.

د شمالي مقدونیې پولیسو په خبره د شنبې پر ورځ ۹ پاکستانیان، چې په یو موټر کې سپاره وو، د مقدونیې له سوېلي سیمه څخه ونیول شول. موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

مقدونیایي چارواکي زیاتوي چې همداراز دغه هیواد کې د یک شنبې پر ورځ ۱۳ سوریایي کډوال ونیول شول، خو موټر چلوونکی له سیمې څخه وتښتېد.

چارواکي وایي چې یاد کډوال بېرته یونان ته اخراجېږي.

په همدې حال کې د شمالي مقدونیې پولیس زیاتوي چې دغه هیواد کې د قاچاق وړونکو یوې شبکې هم له منځه وړل شوې. د چارواکو په خبره ۲۱ کسان د انسانانو پر قاچاق تورن دي چې په ډله کې یې یو سرتېری هم شته.

پولیسو د یک شنبې پر ورځ وویل چې د مقدونیې په څلورو ښارونو کې یې ۱۷ قاچاق وړونکي نیولي دي. دوی همداراز وایي چې له قاچاق وړونکو څخه تېلېفونونه، وسلې، نشه یي توکي، پیسې او د سفر سندونه ترلاسه کړي دي.

یاده شبکه د ۲۰۱۸م کال له مې میاشتې راهیسې د یونان او مقدونیې تر منځ د انسانانو پر قاچاق بوخته وه او قربانیان یې معمولاً افغانان، پاکستانیان، عراقیان او بنګلادیشیان وو.


 

نورې ليکنې