د تومپا کمپ انځور. کرېډېټ: د اروپا د بشري حقونو محکمه/اتیلا پوت
د تومپا کمپ انځور. کرېډېټ: د اروپا د بشري حقونو محکمه/اتیلا پوت

د اروپا د بشري حقونو محکمې له هنګري څخه غواړي چې د دغه هیواد په ترانزيټي مرکزونو کې باید د کډوالو د ژوند وضعیت ښه کړل شي. دغه مرکزونه کې هغه کډوال اوسېږي چې هنګري کې یې غوښتنې رد شوې دي.

د اروپا د بشري حقونو محکمې له هنګري څخه غواړي چې د دغه هیواد په ترانزيټي مرکزونو کې باید د کډوالو د ژوند وضعیت ښه کړل شي. له تېر کال راهیسې د هنګري چارواکي هغو کډوالو ته خواړه نه ورکوي چې غوښتنې یې رد شوې دي او د دغه هیواد په ترانزیټي مرکزونو کې ساتل کېږي.

د اروپا د بشري حقونو محکمې د چهارشنبې پر ورځ (د فبرورۍ ۱۳مه) هنګریایي چارواکو ته وویل چې د دغه هیواد د تومپا په ترانزیټي کمپ کې د یوې کډوالې کورنۍ اړتیاوو ته رسیدګي وکړي. دغه مرکز د هنګري او صربیا په سرحدي سیمه کې موقعیت لري.

هنګري کې ترانزیټي مرکزونه هغه ځایونه دي چې رد شوي پناه غوښتونکي په کې ساتل کېږي. دغو ځایونو کې همداراز هغه کډوال ژوند کوي چې د خپلې غوښتنې د ځواب په انتظار دي.

تېر سپټمبر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسار هنګري ته د خپل سفر پر مهال وویل: «دغه ځای د ترانزيټ مرکز نه بلکې زندان دی.»

د ۲۰۱۸ کال په اګست میاشت کې تامپا کمپ کې یوې عراقۍ کورنۍ د اروپا د بشري حقونو کمیسیون ته د خپل ژوند وضعیت په اړه شکایت وکړ. یاده کورنۍ وویل چې تامپا کې کډوالو ته کافي خواړه نه ورکول کېږي.

د یادې محکمې د پرېکړې له مخې هنګري مکلفه ده چې دغې کورنۍ ته خواړه ورکړي او د اروپا د بشري حقونو د کنوانسیون له مخې ور ته داسې یو چاپېریال برابر کړي چې انساني وي.

«دغه مرکزونه د زندان په شان دي»

تېر کال د هنګري د مهاجرت اداره پرېکړه وکړه چې هغو رد شویو کډوالو ته خواړه ور نه کړي چې په ترانزیټي مرکزونو کې ساتل کېږي.

د اچ سي سي سازمان یو غړي اندراس لېدرر کډوال نیوز ته وایي چې د اروپا د بشري حقونو محکمې له دغې پرېکړې سره سره هنګریايي چارواکي یوازې د پنجشنبې د ماسپېښين په څلورو بجو کې دغو کډوالو ته خواړه ورکړه.

د ځینو ټولنو، نړیوالو سازمانونو او اروپایي اتحادیې په حواله د هنګري په تومپا او روزکې ترانزیټي مرکزونو کې د کډوالو د ژوند وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ښاغلی اندراس لېدرر زیاتوي: «د اغزي لرونکو سیمونو او د سرتېرو د شتوالي په خاطر دغه مرکزونه د زندان په شان دي. کډوال د نامعلومې مودې له پاره دغو ځایونو کې ساتل کېږي. د بېلګې په توګه زه اوس مهال له داسې یو کډوال سره په تماس کې یم چې له ۱۶ میاشتو راهیسې په دغه مرکز کې اوسېږي.»

کډوال یوازې په لاندې حالتونو کې د ترانزیټ له مرکزونو څخه وتلی شي: که چېرې غوښتنې یې ومنل شي، که چېرې له خپلې غوښتنې منصرف شي، که چېرې وغواړي چې بېرته صربیا ته ولاړ شي.

 

نورې ليکنې