کډوال د یونان په اوروس سیمه کې. کرېډېټ:  د رویترز له ارشیو څخه
کډوال د یونان په اوروس سیمه کې. کرېډېټ: د رویترز له ارشیو څخه

د اروپایي شورا د شکنجې ضد کمېټې په خپل نوي رپوټ کې، چې د فبرورۍ پر ۱۸مه خپور شو، یوناني توقیف ځایونو کې د کډوالو د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.

د اروپایي شورا د شکنجې ضد کمیټې په خپل نوي رپوټ کې، چې د دوشنبې پر ورځ (د فبرورۍ ۱۸مه) خپور شو، یوناني توقیف ځایونو کې د کډوالو د بد وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. رپوټ کې ویل شوي چې توقیف ځایونو کې نړیوال نورمونه تر پښو لاندې کېږي او کډوال کله ناکله د پولیسو له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د اروپایي شورا د شکنجې ضد کمېټې دغه رپوټ د ۲۰۱۸ په اپریل میاشت کې یونان څخه د لیدنې پر مهال راټول شوی دی.

رپوټ کې راغلي: «توقیف شویو بهرنیانو سره باید ښه او انساني چلند وشي... انساني کرامت ته یې باید درناوی وشي.»

د رپوټ له مخې د یونان د ساحلي سرتېرو په ځینو کمیساریو او پوستو کې د کډوالو حقونو تر پښو لاندې شوي. رپوټ زیاتوي چې د کډوالو وضعیت په ځانګړې توګه د یونان په شمال ختیځ یا له ترکیې سره په سرحدي سیمه کې ډېر خراب دی.     

رپوټ همداراز ښيي چې دې سیمه کې توقیف خانو له چتلۍ نه ډکې دي. په ځینو نورو توقیف ځایونو کې مجرد کډوال، کورنۍ، ماشومان او حامله دارې ښځې په کوچنیو کوټو کې ګډ اوسېږي.    

د اروپایي شورا د شکنجې ضد کمېټه زیاتوي چې د یونان په اوروس او لېسبوس سیمو کې پولیسو د کډوالو پر وړاندې له جسمي او لفظي تاوتریخوالي څخه کار اخلي.

رپوټ همداراز وایي چې اوروس سیمه کې سرتېري کډوال په شا تمبوي او ترکیې ته یې ورلېږي. د عیني شاهدانو په خبره په ځینو مواردو کې پولیس، ساحلي ګارد او د کومانډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال له تاوتریخوالي څخه کار اخلي.

د اروپایي شورا د شکنجې ضد کمېټه یو ځل بیا له یوناني چارواکو څخه غواړي چې باید کم عمره کډوالو ته د اوسېدو ځایونه برابر کړي او په خپل سیاست کې بدلون رامنځته کړي.

خو بل لور ته یوناني چارواکي د اروپایي شورا د شکنجې ضد کمېټې د رپوټ په ځواب کې ویلي چې د دغه هیواد د پولیسو پر وړاندې هېڅ کوم ثبوت نه شته. دوی زیاته کړې چې اوروس سیمه کې دغه وضعیت «د مهاجرت د فشار» له کبله رامنځته شوی. 

د اروپایي شورا د شکنجې ضد کمېټې په خپل مخکني رپوټ کې (۲۰۱۷) یونان کې د کډوالو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و.


 

نورې ليکنې