پاریس کې ميدي دیو مي سازمان کم سنه کډوالو ته طعام ورکوي. کرېډېټ: کډوال نیوز
پاریس کې ميدي دیو مي سازمان کم سنه کډوالو ته طعام ورکوي. کرېډېټ: کډوال نیوز

فرانسه کې بې سرپرسته کم سنه کډوال باید تر ۱۸ کلني مخکې د پناه غوښتنه وکړي. دغه پروسه خورا ډېر وخت نیسي.

فرانسه کې هغه بې سرپرسته او کم سنه کډوال چې د فرانسې دولت له ساتنې څخه برخمن دي، که تر ۱۸ کلني مخکې د پناه غوښتنه و نه کړي، ښایي د بې سنده کډوال په توګه وګڼل شي.

ځکه په ۱۸ کلني کې کم سنه کډوال په اټوماټیک ډول د مهاجرت کارټ نه شي ترلاسه کولی. له همدې کبله دوی باید تر ۱۸ کلني مخکې د پناه غوښتنه وکړي.

د سیماد سازمان یوه غړې ویولېن یوسن کډوال نیوز ته وایي: «د دغو دوو موضوعاتو تر منځ توپیر شته: له ماشومانو سره ټولنیزه مرسته او د اوفپرا له خوا ساتنه. مانا یې دا چې هغه کم سنه کډوال چې د له ماشومانو سره له ټولنیزې مرستې څخه برخمن دي په ۱۸ کلني کې په اټوماټیک ډول د اوفپرا له ساتنې څخه نه برخمن کېږي.»

بې سرپرسته او کم سنه کډوال په هر عمر کې پناه غوښتلی شي

سیماد او ژیستي – دوه فرانسوي سازمانونه – کم سنه کډوالو ته مشوره ورکوي چې باید د پناه غوښتنه وکړي.

دغه پروسه ډېره اوږده ده او اداري ستونزې هم په کې شته.

فرانسه کې بې سرپرسته او کم سنه کډوال په هر عمر کې پناه غوښتلی شي. خو په دې شرط چې یو موقتي قیم باید د دغو کډوالو استازیتوب وکړي.

موقتي قیم هغه کس دی چې د قضایي ادارو له خوا ټاکل کېږي او دنده یې دا ده چې د کډوالو دوسیې مخ ته یوسي.

ځنډونه

که چېرې کم سنه کډوال د فرانسې دولت له ټولنیزو مرستو څخه برخمن وي، نو د ماشومانو سره د ټولنیزو مرستو اداره له حکومته غواړي چې دغو کډوالو ته موقتي قیم وټاکي. سیماد وایي چې دغه پروسه کې ځنډونه رامنځته شوي دي.

د یادونې وړ ده چې کډوال په خپل سر د پولیسو قومندانیو ته تللی شي څو د خپلې غوښتنې د پر مخ وړلو له پاره موقتي قیم وغواړي. ویولېن یوسن وایي: «قومندانیو کې هم دغه کار په سیسټماټیک ډول نه ترسره کېږي. نو کډوال باید ډېرې هڅې وکړي.»

نوموړې وایي چې دغه برخه کې د ستونزو د شتوالي له کبله د پناه غوښتنې په پروسه کې ځنډونه ډېر دي.

۱۸ کلني کې د ډوبلین قاعده عملي کېږي

 سازمانونه وایي، سره له دې چې دغه پروسه یوازې د قیم تر ټاکل کېدو وروسته پیلېږي خو د غوښتنې ثبتول مهم دي.

بله ستونزه هم د ډوبلین قاعده ده. کم سنه کډوال تر ډوبلین قاعدې لاندې نه راځي، خو هغه کډوال چې قانوني عمر ته رسېدلي تر دغې قاعدې لاندې راځي او فرانسه کې پناه غوښتلی نه شي.

اوفپرا سره مرکه: کوم سازمانونه کډوالو سره مرسته کولی شي؟

هغه کم سنه کډوال چې فرانسه کې د پناه غوښتنه کوي له اوفپرا سره د مرکې له پاره مرستو ته اړتیا لري.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د اوفپرا لارښود

د سیماد سازمان غړې وایي چې کم سنه کډوال باید له هغو سازمانو سره اړیکې ونیسي چې د مهاجرت په برخه کې کار کوي: لکه سیماد، د بخښنې نړیوال سازمان، د حقوقو محصلین چې په قضایي کلینیکونو کې دي او یا د بې سرحده مدافع وکیلانو دایمي استازیتوب.

بل لور ته اوفپرا وایي چې د کم عمره کډوالو دوسیو د ځانګړو کارکوونکو له خوا څېړل کېږي. د دغه سازمان په حواله ۲۰۱۷ کې ۶۷ اعشاریه ۴ سلنه دوسیې منل شوې دي.


* ځېرتیا: دغه پروسه یوازې بې سرپرسته کډوالو ته ځانګړې شوې ده.

 

نورې ليکنې