ایرانۍ اعظم جنګروي یا هغه ښځه چې په ۲۰۱۸م کال کې یې د اجباري حجاب پر وړاندې اعتراض وکړ مهاجره شوې ده. د هغې اوسنی هستوګنځای نه دی په ډاګه شوی. د اغلې جنګروي ژوند ته کتنه.
د ۲۰۱۷م کال د ډېسمبر پر ۲۷مه د تهران پر هغه سړک چې «خیابان انقلاب» نومېږي، ایرانۍ ښځه ویدا موحد خپل سپین رنګه ټیکری له سره لېرې کوي. د ویدا موحد دغه کار ایران کې د حجاب پر ضد د یو لړ احتجاجونو لامل ګرځي. اعظم جنګروي په همدغو احتجاجونو کې ښکېله وه.
د بخښنې نړیوال سازمان په حواله اعظم جنګروي د هغو ۳۹ ښځو په ډله کې وه چې د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ میاشت کې یې ایران کې د اجباري حجاب پر وړاندې احتجاجونو وکړل.
اعظم جنګروي چې تهران کې یې په یوه تحقیقاتي موسسه کې کار کاوه تر درې کاله بند محکومېدو وروسته له ایرانه وتښتېده. نوموړې رویترز سره په یوه مرکه کې وایي چې ژوند یې په خطر کې و او هغه کومه بله چاره نه درلوده. اغلې جنګروي خپل اوسنی هستوګنځای نه ښيي.
مرکه کې اعظم جنګروي وایي: «د ملاګانو د حکومت پر وړاندې اعتراض کول اسان کار نه دی. ویره مې لرله. خپله لور ویانا ته مې فکر کاوه.»
نوموړې زیاتوي چې د خپل اعتراض پر مهال یې ښه احساس درلود. که څه هم ګواښونه ډېر وو.
د اغلې جنګروي لور ویانا ۸ کلنه ده او اوس مهال له خپلې مور سره ژوند کوي.
اعظم جنګروي د خپلې لور په اړه وایي: «ټولې هڅې مې وکړې چې د ښځو غږ پورته کړم. له ۴۰ کلونو راهیسې ایران کې د ښځو حقونو تر پښو لاندې کېږي. موخه مې دا وه چې د حجاب، د طلاق، د ماشوم د حضانت او نورې داسې ننګونو پر وړاندې اعتراض وکړم.»
نوموړې زیاتوي، هدف یې دا و چې د ویانا راتلونکی د نورو ښځو په شان نه وي.
جنګروي د خپل احتجاج پر مهال د پولیسو له خوا ونیول شوه. سره له دې چې سیمه کې ځینې خلکو د پولیسو د دغه کار پر وړاندې خپل غږونه پورته کړل، خو اعظم جنګروي د پولیسو پوستې ته یووړل شوه.
د ایران د یوې محکمې د پرېکړې له مخې اعظم جنګروي «فساد ته د هڅولو او له اسلامي قانونه سرغړونې» په تور په درې کاله بند محکومه شوه.
نوموړې په دې اړه وایي: «د منصوري په نوم یو څارنوال را ته وویل چې خپل کار به له لاسه ورکړم، ایران کې موتر چلولی نه شم او داسې نور ګواښونه.»
سره له دې چې د اغلې جنګروي د تېښتې په هکله کوم معلومات نه دي ورکړل شوي، هغه په خپله ویډیو کې وایي: «له یو قاچاق وړونکي سره مې خبرې وکړې. سفر مې ډېر مشکل و. مجبوره شوم چې خپل ژوند، خپل کور او خپل موټر پرېږدم او یو بل هیواد ته ولاړه شم.»
د اعظم جنګروي نوی هستوګنځای نه دی په داګه شوی. خو ویل کېږي چې نوموړې اوس مهال دې ته انتظار ده چې پناه غوښتنې ته یې ځواب ورکړل شي.
اغلې جنګروي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې اعتراض یې کومه ګټه درلوده که نه، وایي: «مطمینه یم چې اعتراضونه مو ګته درلوده، د ټولو هغو ښځو احتجاجونه چې د اسلامي حکومت مخالفې دي.»
د هغې په خبره د ۲۰۱۸م کال دغه اعتراضونه نړیوالو ته د ایران د ښځو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړ. اعظم جنګروي په دې اند ده چې دغې ښځې وکولی شول چې خپل غږونو نړیوالو ته ورسوي.