د اردن په عمان کي د UNCHR دفتر کي ثبتېدنې ته په انتظار مهاجر ـ انځور ـ راض ادايلې
د اردن په عمان کي د UNCHR دفتر کي ثبتېدنې ته په انتظار مهاجر ـ انځور ـ راض ادايلې

د مهاجرو له پاره د م.م. عالي کميسارۍ UNHCR وايي چي په ۲۰۱۸ کال له مهاجرو څخه صرف ۵ سلنه يې د م.م. د بيا مېشتولو د پروګرام له لاري په لوېديځو هيوادونو کي مېشت کړل سوي دي.

د مهاجرو له پاره د م.م. د عالي کميسارۍ UNHCR د يو راپور له مخي په ۲۰۱۸ مېلادي کال صرف ۵۵۶۹۲ مستحق مهاجر د بيا مېشتولو د پروګرام له مخي په لوېديځو هيوادونو کي مېشت کړل سول. دا په داسي حال کي چي ياده شمېره د ټولو مهاجرو صرف ۴،۷ سلنه جوړوي.

د اعدادو او شمېرو له مخي په ۲۰۱۸ کال په ټوله نړۍ کي نژدې ۲۰ مليون انسانان بېځايه ول. له ياد شمېر څخه ۱،۲ مليون داسي کسان پېژندل سوي ول چي ګواکي د محافظت زيات مستحق ول او بايد چي په خوندي هيوادونو کي ورته ځای ورکول سوی وای.

د م.م. د ياد پروګرام له مخي د
UNHCR اداره د دې ارزونه او پرېکړه کوي چي کوم کسان د بيا مېشتولو د پروګرام په ترڅ کي لومړيتوب لري او يا د بيا مېشتېدو مستحق دی. ياد سازمان د خپلې ارزونې پر وخت هغوی کسانو ته لومړيتوب ورکوي چي ماشومان وي، د تاوتریخوالي قربانيان وي، د شکنجې څخه زورېدلي وي او یا سخت مريضان وي او په نورو هيوادونو کي درملنې ته بېړنۍ اړتيا لري.

په ۲۰۱۸ کال په داسي حال کي تر ۵۶ زرو کم مستحق کسان بيا مېشت کړل سوي چي يو کال مخکي يعني په ۲۰۱۷ کال نژدې ۱۰ زره زيات کسان مېشت کړل سوي ول. په ۲۰۱۶ کال بيا نژدې دوه چنده زيات يعني ۱۲۶۲۹۱ کسان د ياد پروګرام له مخي بيا مېشت کړل سوي ول. په دې توګه نو د ياد پروګرام له لاري په خوندي هيوادونو کي د مستحق مهاجرو د مېشت په شمېر کي په تدريجي توګه کمښت راغلی دی.

 ځای ورکوونکي هيوادونه

د UNHCR د پروګرام له مخي په ۲۰۱۸ کال له مستحق بلل سوو ۸۱۳۱۰ کسانو څخه اکثره يې سوريايان ول. په دغو کسانو کي پر دويم مقام زيات شمېر د کانګو د دموکراتيک جمهوريت سره تړاو لرونکي مهاجر ول.

لبنیان، ترکيه، اردن او يوګاندا هغه هيوادونه دي چي پکښي اکثره هغه مهاجر ځای پر ځای ول، چي وروسته د ياد پروګرام له مخي نورو خوندي هيوادونو ته ولېږدول سول.

په ۸۱۳‍۱۰ مستحق بلل سوو مهاجرو کي صرف نيمه برخه يې ماشومان ول.

د امريکا متحده ايالاتو په ۲۰۱۸ کال د بيا مېشتېدنې د پروګرام په ترڅ کي ۱۷۰۰۰ او په دې توګه تر ټولو زيات مهاجر ومنل. کاناډا هيواد ۷۷۰۰ او برتانيې ۵۷۰۰ کسان د م.م. د بیا مېشتونې د پروګرام په ترڅ کي ومنل. د فرانسې او سوېدن هيوادونو پنځه پنځه زره کسان ومنل. که د نفوس شمېر او تناسب ته وکتل سي نو سوېدن د امریکا د متحده ايالاتو په پرتله لس چنده زيات مهاجر په ۲۰۱۸ کال د ياد پروګرام په ترڅ کي په خپله خاوره کي مېشت کړل.

په يادو شمېرو کي هغه مهاجر نه دي حساب چي پخپله يې په دغو هيوادونو کي د پناه غوښتنه کړې وي او ورته محافظت ورکول سوی وي.

په ژنيف کي د
UNHCR وياندې شابيا منتو وويل چي په ټوله نړۍ کي دولتونه او ټولنې بايد د بيځايه خلکو کسانو په مېشتولو کي خپله برخه واخلي. هغې زياته کړه: «بيا مېشتونه د ګواښل سوو کسانو د محافظت او ژوند ژغورنې له پاره يوه مهمه آله پاته ده.»

د م.م. یاد سازمان وايي چي په ۲۰۱۹ کال به نژدې ۱،۴ مليون انسانان د بيا مېشتونې اړتيا ولري.

 

نورې ليکنې