کتاب په نارينتوب، جنسيت او ناقانونه مهاجرت او اروپا ته په ناقانونه بشري قاچاق رڼا اچوي
کتاب په نارينتوب، جنسيت او ناقانونه مهاجرت او اروپا ته په ناقانونه بشري قاچاق رڼا اچوي

د پاکستان څخه زياتره کډوال اروپا ته نه يوازې د مالي ستونزو له کبله تللي يا ځي بلکې يو شمېر پاکستاني نارينه او په ځانګړې توګه ځوانان دغو هېوادونو ته ازاد ماحول کې د خوشګذرانۍ، خپل جنسي خواهشاتو او نورو غوښتنو پوره کولو په نيت سفر کوي.

په دې موضوع د علي نوبل احمد په انګريزۍ ژبه کې ليکلی کتاب «نارينتوب، جنسيت او ناقانونه مهاجرت، د پاکستان څخه اروپا ته بشري قاچاق» په دې خبره رڼا اچوي چې زياتره پاکستاني نارينه اروپا ته د معاشي ستونزو له کبله نه بلکې خپل ژوند په ازاد ماحول کې تېرولو لپاره ځي.

ليکوال او ښوونکی علي نوبل احمد چې په لندن کې زېږېدلی او لوی شوی دی، دا وخت په برلین کې د مرکز عصري اویرینټ کې فیلو دی او د پاکستان په سیاسي چاپېریال تحقیق کوي. د هغه پلار په کال ۱۹۵۸ کې د لاهور څخه او مور یې شاوخوا ۱۹۷۰ کې د کراچۍ ښار نه لندن ته هجرت کړی و. 

د علي نوبل احمد کتاب کوم چې اول ځل په کال ۲۰۱۵ کې چاپ شوی و د پاکستان څخه اروپا ته مهاجرت باندې تفصيلي بحثونه کړي دي، او په دې خبره يې زور راوړی چې د پاکستان نارينه اروپا ته يوازې د معاشي ستونزو له کبله مهاجرت نه دی کړی، بلکې لويه وجه يې هغلته په ازاد ماحول کې خپل جنسي خواهشات پوره کول دي.

د هغه کتاب چې اکسفورډ يونيورسټي پريس چاپ کړی دی تر دې دمه پاکستان کې يو شمېر جايزې ګټلې دي. په کتاب کې د هغه استدلال دی چې د پاکستان څخه اروپا ته د مهاجرت په شا د تلونکو تنانوغريبي او خالص اقتصادي ستونزې نه دي بلکې دا خلک اروپايي هېوادونه د خوشحالۍ او جنسي اطمينان مثالي ځی ګڼي. ليکوال په خپل کتاب کې بريتانيه او ايټاليا کې مېشته يو شمېر پاکستانيانو سره مرکې کړې دي.

د مثال په توګه د کتاب په صفحه نمبر ۸۵ سرفراز چې تعلق يې د پاکستان د پنجاب ولايت سره دی وايي چې زياتره ځوانان اروپا ته د «عياشۍ» په نيت راځي، ځکه چې پاکستان او په ځانګړې توګه په کلو کې ځوانان د ژوند هغه خوندونه نه شي اخیستی کوم چې اروپا کې عام دي. په پاکستان کې په ډاګه شراب نه شي څښلی او که د څښلو دوران د پوليسو په لاس وراغلي نو زندان هم کور ګرځېدلی شي.

هغه وړاندې وايي چې جينکو سره ګرځېدل او تعلق ساتل نه يوازې د ځوانانو د وهلو سبب ګرځي بلکې تاسو په ګولۍ هم ويشتل کېدی شئ.

د علي نوبل احمد کتاب اصل کې يو کوشش دی چې د ناقانونه مهاجرت هغه اړخونه راوړاندې کوي کوم چې پاکستان کې اقتصادي ستونزو نه علاوه سخت کلتوري او ټولنيزو پابنديو سره تړل شوي دي.  

اسلام اباد کې ميشته پښتون ژورناليست او څېړنکار اياز خان هم د دې خبرې سره اتفاق کوي چې زياتره ځوانان اروپا ته په دې خيال ځي چې هلته په ازاد ماحول کې د ژوند نه خوند واخلي، خو د دوی ارمانونه هغه وخت خاوري شي چې د ستونزمن سفر نه پس دوی اروپا ته ورسي او حقيقت ورته معلوم شي. داسې ځوانان د ايجنټانو او قاچاقبرانو په خبرو کې راشي او د وطن پرېښودو فيصله وکړي. ايازخان وايي چې ځوانان خيال کوي چې اروپا کې به «عياشې وي، د جينکو کلبونه به وي او د دوی به پري سر وي؛ ولې حقيقت د دې برعکس وي؛ هرکله چې دوی اروپا ته ورسي نو دوی سره د لاسو مروړلو څخه علاوه بل څه نه وي.» 

 

نورې ليکنې