د پاکستان لومړي وزير عمران خان
د پاکستان لومړي وزير عمران خان

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان رجسټر افغان کډوالو ته پاکستان کې د بانکي حسابونو پرانستلو اجازه ورکړې چې د دې له امله به افغان مهاجرين د دغه هېواد په اقتصاد کې په رسمي توګه برخه واخلي.

عمران خان پښتو ژبه کې ليکل شوي خپل يو ټويټ پېغام کې وايي: «ما نن ہدایات جاري کړیدي چې رجسټر افغان مهاجرین به پاکستان کې خپل بنک اکاونټ پرانستی شي او د نن نه پس به په باقاعده توګه ملکي معیشیت کې برخه اغستې شي. دا هر سه ډېر مخکې کول پکار و

وړاندې يوازې د هغه افغان کډوالو لپاره دا اسانتياوې وې څوک چې سوداګر و او يا يې نړيوال رسمي ادارو کې کار کاوه ولې عادي کډوالو بانکي حسابونه نه لرل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمشنر فيليپو ګراندي خپل يو بيان کې د عمران خان د فيصلې هرکلی کړی دی او وايي: «د افغان کډوالو په مرستو کې په داسې قدم پورته کولو زه د عمران خان، د پاکستان د دولت او خلکو ستاينه کوم؛ دا د نړیوال یووالي د اهميت ډاګه کولو په لړ کې يوه سخاوتمنده اشاره ده.»


د يو اين ايچ سي آر د اسيا او پېسيفک رئيس اندريکا رواټي هم ویلي چې د عمران خان دغه فيصله يو بشردوستانه ګام دی. 

بل خوا پاکستان کې د يواين ايچ سي آر استازې رويندريني منيکديوال وايي چې اوس به پاکستان کې مېشته افغان کډوالو ته د دوی خپلوان د نړۍ د نورو هېوادونه څخه د بانکونو په لار پېسې را لېږلی شي او د دې سره به د پاکستان فارن ايکسچېنج ريزرو (د خارجي اسعارو ذخیره) هم وده وکړي. آغلې زياته کړه چې مخکې هم افغان کډوالو پاکستان کې خپلې اقتصادي هلې ځلې کولای خو اوس به دوی په رسمي توګه د پاکستان په اقتصاد کې خپل کردار لوبوي. 

د  ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ترمخه دا وخت پاکستان کې لږترلږه څوارلس لکو پورې راجسټر افغان کډوال ژوند کوي. 

 

نورې ليکنې