کډوال اروپا ته د را تلو پر مهال ممکن چې خپل سندونه له لاسه ورکړي. خو اوس مهال فرانسه کې داسې انترنټي سیفونه جوړ شوي دي چې کډوال خپل سندونه په کې ثبتولی شي.
سیسوکو چې په فرانسه کې کډوال دی وایي: «سندونه مې تل
زما په کڅوړه کې دي، حتی د شپې له خوا.»
نوموړی زیاتوي چې یو ځل یې خپل سندونه له لاسه ورکړي دي. دغه ۳۱ کډوال چې د مالي هیواد دی په ۲۰۱۶ کې له مدیترانې څخه وژغول شو. هغه وایي: «کښتۍ کې تر سپرېدو مخکې قاچاق وړونکي د کډوالو ټولو سندونه واخیستل.»
خو هغه کډوال چې تر ډېرو سختیو وروسته اروپا ته را رسېږي، ممکن چې د کمپونو د تخلیې پر مهال او یا د هوا د بدو حالاتو له کبله خپل سندونه له لاسه ورکړي. دغه سندونه (پاسپورټ، پېژندپاڼه، د پناه غوښتنې سند...» ډېر مهم دي او کډوال د خپل هویت د تثبیتولو له پاره ور ته اړتیا لري.
د او اف بې قضایي کلینیک یوې غړې سارا عبدالسلام وایي چې کله ناکله له داسې کډوالو سره مخېږي چې سندونه یې خراب شوي او په ډېر بد حالت کې دي. دغه سندونه په ځینو مواردو کې د لوستو وړ نه دي او خاوندان یې په کثافت دانۍ کې اچوي. خو اغلې سارا وایي: «دغه سندونه باید له کډوالو سره وي. کډوال باید خپل سندونه کاپي کړي.»
کاپي شوي سندونه چېرته ثبتېږي؟
هغه کډوال چې سندونه یې په بد حالت کې دي له انترنټي سیفونو څخه ګټه اخیستلی شي. دغه سیفونه خاص د سندونو له پاره جوړ شوي دي. سندونه لومړی باید سکن او بیا سیفونو کې اپلوډ شي.
ریکونکت داسې یو سایټ دی چې یوازې د هغو کډوالو له پاره جوړ شوي چې په سړکونو کې اوسېږي. دغه سایټ په انګرېزي، عربي او روسي ژبو فعالیت کوي. له رکونکت څخه د ګټې اخیستلو په خاطر برېښنالیکو ته اړتیا نه شته. خو کډوال باید خپل نومونه ثبت وکړي. دوی د خپلو نومونو تر ثبتولو وروسته د خپلو تېلېفونونو له لارې دغه سایټ ته لاس رسی لرلی شي. فرانسه کې شاوخوا ۲۰۰ سازمانونه – لکه سکور پوپیولېر، د سره صلیب سازمان او د پاریس ټولنیز سامو – کډوالو ته مشوره ورکوي چې له دغو خدماتو څخه ګټه واخلي.
د فرانسې په ځینو ښارونو کې هم دغه خدمات موجود دي. نوم لیکنه د ښاروالیو په سي سي آ اس کې کېږي. دغه خدمات په آنجر، رېن او موډون سیمو کې هم شته.
دیژي پوسټ یو بل سایټ یا اپلېکېشن دی چې یوازې د مهمو سندونو د ثبتولو له پاره جوړ شوی دی.
بله لاره: عکسونه او برېښنالیک
خو د سندونو د ثبتولو له پاره یوه بله لاره هم شته: کډوال خپل سندونه په خپل برېښنالیک کې ثبتولی شي. دوی همداراز کولی شي چې د خپلو سندونو عکسونه واخلي او دغه عکسونه خپلو برېښنالیکونو ته واستوي.
انترنټ کې داسې اپلېکېشنونه هم شته چې د سندونو د سکن له پاره جوړ شوي دي. اچ پي اسمارت داسې یو اپلېکېشن دی. کډوال د دغه اپلېکېشن له لارې خپل سندونه خپل برېښنالیکونو ته استولای شي.
د سندونو کاپي ګانې
د قانون له مخې د سندونو کاپي ګانې کوم خاص ارزښت نه لري. خو سارا عبدالسلام وایي چې دغې کاپي ګانې مهمې دي. د نوموړې په خبره سندونو کې مهمې شمېرې درج شوې چې په کاپي ګانو کې هم لیدل کېږي. چارواکي کولی شي چې د همدغو شمېرو په مرسته د کډوالو دوسیې پیدا کړي.