کرېډېټ: Creative Commons
کرېډېټ: Creative Commons

په فرانسه کې ایا له ناقانونه کډوالو سره مرسته کول خطر لري که نه؟ د فرانسې قانون په دې اړه څه وایي؟ کډوال نیوز معلومات ورکوي.

۳۴ کلنه کارولین د ۲۰۱۸ په جولای میاشت کې اریوان (ارمنستان) ته د الوتلو پر مهال د یو ارمني کډوال د اخراج پر وړاندې اعتراض وکړ. نوموړې غوښتل چې له خپلې کورنۍ سره ارمنستان ته ولاړه شي. کارولین د فبرورۍ پر ۲۲مه خوشې شوه، خو دا هم ممکنه وه چې د خپل اعتراض په خاطر جرمانه ورکړي.

«پولیسو را ته وویل چې اعتراض مې بغاوت ګڼل کېږي»

نوموړې وایي: «الوتکه کې مې داسې یو کډوال ولید چې وضعیت یې ډېر خراب و. د سوک وهونکو خولۍ یې پر سر وه او مخ یې پټ و. یو پولیس هم ورسره و. ما اعتراض وکړ. خو پولیسو را ته وویل چې اعتراض مې بغاوت ګڼل کېږي.»

کارولین تر خپل اعتراض وروسته له الوتکې ښکته کړل شوه او ۲۴ ساعتونه یې په توقیف کې تېر کړل. د ۲۰۱۹ په جنورۍ میاشت کې یې دوسیه محکمې ته یووړل شوه.

بل لور ته د ۲۰۱۷ په ډېسمبر میاشت کې دوه سړي د یو بل کډوال د اخراج پر وړاندې اعتراض وکړ. د دغه کډوال پر سر هم د سوک وهونکو خولۍ وه.

د محکمې په حواله د اعتراض کوونکو دغه کار تخلف و.

فرانسه کې ژیستي سازمان وایي چې دغه تخلف «د ملاتړ تخلف» نومېږي او موخه یې دا ده چې خلک له کډوالو سره مرسته و نه کړي.

د ملاتړ تخلف

فرانسه کې هغه کسان چې له کډوالو سره یې مرستې کړې قضایي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

د مثال په توګه تېر ډېسمبر د بریانسون ښار ۷ فعالان د ملاتړ تخلف په تور په بند محکوم شول. د محکمې په حواله دغه کسان د ۲۰۱۸ د اپریل پر ۲۲مه له ځینو کډوالو سره مرستې وکړې څو په ناقانونه توګه فرانسې ته داخل شي.

قانون څه وايي؟

د قانون له مخې که چېرې یو فرانسوي فرانسې ته په ناقانونه توګه د داخلېدو او اوسېدو په برخو کې له چا سره مرسته وکړي، زندان کې په ۵ کاله بند محکومېږي او ۳۰۰۰۰ یورو جرمانه کېږي. خو که دغه مرسته بشردوستانه او له بې سنده کډوالو سره وي نو دا کار جرم نه دی.

مانا یې دا چې فرانسه کې ناقانونه کډوالو ته د اوسېدو ځای برابرول جرم نه دی.

د ۲۰۱۸ په جولای میاشت کې د اساسي قانون شورا وویل چې فرانسه کې د وروروالي پرنسیپ له مخې له کډوالو سره مرسته کول جرم نه دی.

خو په همدې حال کې ځینې سازمانونه، لکه ژیستي او رویا، وایي چې قضایي ارګانونه دغه قانون په خپله خوښه تفسیروي. 

 

نورې ليکنې