کډوال د خمس په توقیف خانه کې. کرېډېټ: د چینل ۴ له رپوټ څخه اخیستل شوی انځور
کډوال د خمس په توقیف خانه کې. کرېډېټ: د چینل ۴ له رپوټ څخه اخیستل شوی انځور

د برتانوي ټلویزیون چینل ۴ د یو رپوټ له مخې د لیبیا په توقیف خانو کې کډوال په ناوړه او غیرانساني وضعیت کې دي او په بېلابېلو ډولونو شکنجه کېږي.

د برتانوي ټلویزیون چینل ۴ د یو رپوټ له مخې چې د دوشنبې پر ورځ (د فبرورۍ ۲۵مه) خپور شو، د لیبیا په توقیف خانو کې کډوال په ناوړه او غیرانساني وضعیت کې دي او په بېلابېلو ډولونو شکنجه کېږي.

دغه انځورونه د کډوالو له خوا اخیستل شوي دي.

په انځورونو کې شکنجه شوي کډوال – چې په ډله کې یې ښځې هم دي – لیدل کېږي. ځینې کډوال په ځنځیرونو تړل شوي، ځینې یې په چتونو پورې ځړول شوي او ځینې نور کسان هم وهل او یا سوځول شوي دي.

خبریاله سالي هایدن چې لیبیا کې یې له ځینو کډوالو سره اړیکې نیولې وایي: «دوی هغه کسان دي چې هڅې یې وکړې له مدیترانې څخه تېر شي، خو د لیبیا د ساحلي سرتېرو له خوا ونیول شول.»

له ۲۰۱۷ کال راهیسې د اروپا او لیبیا تر منځ د تړون له مخې اروپایي ټولنه طرابلس ته کښتۍ برابروي او د لیبیا ساحلي سرتېرو ته تمرین ورکوي. لیبیایي سرتېري بیا مدیترانه کې د هغو کښتیو مخه نیسي چې اروپا ته را تلونکي کډوال په کې سپاره دي. سره له دې چې د دغه سیاست له کبله اروپا کې د نويو رسېدلو کډوالو شمېر کې کموالی راغلی، خو د هغو کډوالو وضعیت نور هم خراب شوی چې د لیبیا په توقیف خانو کې بند پاتې دي.

پر اروپا باندې تنقیدونه

لیبیا کې قاچاق وړونکي د کډوالو له بد وضعیت څخه ناوړه ګټه اخلي. په ځینو هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې کډوال د قاچاق وړونکو تر سختو شکنجو لاندې دي. دغه قاچاق وړونکي د کډوالو له کورنیو او خپلوانو څخه غواړي چې پیسې ور ولېږي.

 په ځینو مواردو کې د توقیف خانو محافظین کډوال پر قاچاق وړونکو پلوري. د بېلګې په توګه ځینې کډوال د قاچاق وړونکو او محافظینو تر منځ تر توافق وروسته د طرابلس له خمس توقیف خانې څخه لادرکه شوي دي.

د کډوالۍ او د پناه غوښتنې کارپوهه او مدافع وکیله جیولیا ترانچینا چینل ۴ سره په مرکه کې وایي: «د شکنجه کولو پر مهال قاچاق وړونکي د کډوالو کورنیو ته زنګ وهي او پیسې غواړي.»

بل لور ته د بشري حقونو مدافع بنسټونه لیبیا کې پر اروپایي سیاستونو باندې تنقیدونه کوي. د بخښنې نړیوال سازمان یو څېړونکی ماتیو ډبلیس چینل ۴ ته وایي، د اروپایي هیوادونو لومړیتوب دا دی چې اروپا ته د کډوالو د را تلو مخنیوی وکړي. د نوموړي په خبره دوی له همدې کبله لیبیا کې د کډوالو د غیرانساني وضعیت په اړه کومه اندېښنه نه لري.

خو اروپایي شورا چینل ۴ ته وایي چې لیبیا کې یې ماموریت د کډوالو د ژوند ژغورل، زیان منونکو کسانو سره مرسته او قاچاق وړونکو سره مبارزه کول دي.

د فرانسې حکومت د لیبیا ساحلي سرتېرو ته ۶ نوې کښتۍ ورکوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګری استازی ونسان کوشتل په خپله ټویټر پاڼه کې لیکي، لیبیا کې د کډوالو د توقیف سیسټم د انساني قاچاق تجارت سره تړاو لري. 

د هغه په خبره لیبیا کې د کډوالو د ژوند د ژغورلو له پاره ژورو بدلونونو ته اړتیا شته.

د فرانسې حکومت د فبرورۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې د لیبیا ساحلي سرتېرو ته ۶ نوې کښتۍ ورکوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د فرانسې حکومت د دغې پرېکړې په اړه غبرګون وښود.

 

نورې ليکنې