د پنجشنبې پر ورځ (د فبرورۍ ۲۸مه) د فرانسې حکومت له یو کم سنه افغان کډوال سره د ناسم او سپک چلند په تور محکوم شو. د اروپا د بشري حقونو محکمه وایي چې د فرانسې حکومت د دغه افغان کډوال په قضیه کې د فرانسې او د ماشومانو په اړه د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کړې ده. یاد کډوال د ۶ میاشتو له پاره د فرانسې په کالې ځنګل کې بند پاتې و.
د ۲۰۱۶ په مارچ میاشت کې جمیل خان د اروپا بشري حقونو
محکمې ته د فرانسې دولت پر ضد عریضه وکړه. نوموړی فرانسې ته د رسېدو پر مهال ۱۱
کلن و. د اروپا د بشري حقونو محکمې په حواله جمیل خان په خپله عریضه کې ویلي و چې د
فرانسې دولت د کم سنه کډوالو د ساتلو په برخه کې غفلت کوي.
جمیل خان اوس ۱۵ کلن دی او د برتانیا په برمېنګهام ښار کې اوسېږي. د اروپا د بشري حقونو د محکمې د پرېکړې پر بنسټ فرانسه مکلفه ده چې جمیل خان ته ۱۵۰۰۰ یورو جرمانه ورکړي. قاضیان وایي چې د جمیل خان په قضیه کې د فرانسې حکومت د فرانسې او د ماشومانو په هکله د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کړې ده. دغه کډوال د ۶ میاشتو له پاره په داسې یو چاپېریال کې اوسېده چې د امنیتي او روغتیایي له لحاظو ور ته مناسب نه و.
۶ میاشتې په ځنګل کې
جمیل خان په ۲۰۰۴ کې افغانستان کې زېږېدلی دی. نوموړی د خپل پلار تر مرګ وروسته اروپا ته مهاجرت وکړ. هغه غوښتل چې برتانیا ته ولاړ شي، خو مجبور و چې برتانیا ته د ور تلو په خاطر له کالې څخه تېر شي.
جمیل خان د څو میاشتو له پاره د کالې په لا لاند ځنګل کې په یوه جونګړه کې ژوند کاوه. خو هلته هېڅ ښوونځی نه و.
د اروپا د بشري حقونو محکمه وایي چې د ۲۰۱۶ د فبرورۍ پر ۲۲مه یو قاضي، چې د یو مهاجر پلوه سازمان له خوا ګومارل شوی و، حکم وکړ چې د فرانسې دولت باید د دغه ماشوم حقونو ته پام وکړي.
خو د فرانسې حکومت په ځواب کې وویل چې جمیل خان او سرپرست یې د دولت ټولنیزو ادارو ته مراجعه نه ده کړې.
جمیل خان د ۲۰۱۶ په مارچ میاشت کې برتانیا ته روان شو.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: بې سرپرسته کم سنه کډوال څنګه فرانسه کې پناه غوښتلی شي؟
فرانسه کې له بشري حقونو څخه سرغړونه
د اروپا په بشري حقونو محکمه کې د جمیل خان قیم لیونل کروزې وایي: «د فرانسې دولت مجبور دی چې تر دغې پرېکړې وروسته زیان منونکو کډوالو ته پام وکړي.»
د نوموړي په خبره دا د فرانسې مسولیت دی چې ټولو هغو کسانو ته پام وکړي چې زیان منونکي ګڼل کېږي.
بل لور ته کالې کې مهاجر پلوه سازمان اوبرژ دو میګران وایي چې فرانسه هره ورځ له بشري حقونو څخه سرغړوي.
له بلې خوا د پا دو کالې سیمې د سکور کاټولیک سیمه ییز مشر دیدیې دوګرېمون ټینګار کوي چې دغه ستونزه لا هم موجوده ده. هغه زیاتوي چې فرانسه کې د هغو کم عمره کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې په سړکونو کې اوسېږي.
دا په داسې حال کې چې د پنجشنبې پر ورځ شاوخوا ۲۰ سازمانونه د فرانسې دولت شورا ته د کم عمره کډوالو په اړوند د نوي بایومټریک سیسټم پر ضد شکایت وکړ. دوی ویلي چې دغه فایل د ماشومانو حقونو ته زیان رسوي.د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: د کم سنه کډوالو د مشخصاتو د ثبتولو له پاره بایومټریک سیسټم کارول کېږي