افغان کډوال  په خپله خوښه خپل هېواد ته د ستنېدلو په کمپ کې. کرېډېټ: يو اين ايچ سي آر
افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته د ستنېدلو په کمپ کې. کرېډېټ: يو اين ايچ سي آر

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنري يا يو اين ايچ سي آر ويلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د واپسۍ عمل بيا پیل شوی دی.

د يادې ادارې د يوې اعلاميې تر مخه د مارچ په وړمبۍ نيټه په خپله خوښه ستنېدونکو افغان کډوالو پروګرام يو ځل بيا پیل شوی دی. دا پروګرام د افغانستان او پاکستان له حکومتونو او يو اين ايچ سي آر تر منځ د يو تړون تر مخه تېر ميلادي کال د دسمبر له لومړۍ نيټه نه د ۲۸ فبرورۍ ۲۰۱۹ پورې د ېخ موسم له کبله درول شوی و.

د يو اين ايچ سي آر د وينا تر مخه په خپله خوښه د ستنېدو په عمل کې به دوه مرکزونه يو په ازاخيل نوښار (خېبر پښتونخوا) او بل په بليلي (بلوچستان) کې د کډوالو مدد کوي.

دا وخت څوارلس لکو (۱۔۴ ميليونونه) پورې افغان کډوال د نوم ليکنې ثبوت (پي.او.ار) کارټونه لري کوم چې پاکستان کې د دوی عارضي يعنې لنډ مهاله پاتې کېدل قانوني کوي. 

يادې ادارې په کال ۲۰۰۲ کې په خپله خوښه ستنېدونکو افغان کډوالو له پاره د واپسۍ پروګرام پېل کړی و چې په کې تر اوسه پورې ۴۰۴ ميليونونه افغان کډوال خپل وطن ته ستون شوي دي.

د کډوالو د واپسۍ پر مهال پاکستان کې د يو ايچ سي ار نماينده رويندريني منيکديوال وويل چې افغانستان ته ستنېدل د افغان کډوالو د مسئلو غوره حل دی خو د ستنېدو فيصله به د هغه يا هغې په خوښه وي. هغې زياته کړه چې د کډوالو واپسې دې د دوی په خپله خوښه، په عزتمنده توګه او په تدريجي ډول وي.

آغلې منيکديوال په نړيواله ټولنه غږ وکړ چې د افغان کډوالو او د دوی کوربه پاکستان مدد وکړي او د افغانستان ملاتړ وکړي چې ستنېدونکي افغانان په خپل وطن کې په ښه شان بيا اباد شي او دوی د بيا بې کوره کېدلو نه بچ شي. 

يو اين ايچ سي ار به هر ستنېدونکي رجسټرد کډوال ته په افغانستان کې ۲۰۰ ډالره امداد ورکوي. 

تېر کال شاوخوا ۱۴،۰۱۷ رجسټر او ۲۸۳۶۰ غېر رجسټر افغان کډوال له پاکستان څخه خپل وطن ته ستون شوي وو. 

 

نورې ليکنې