کم عمره افغان کډوال محمود په فرانسه کې. کرېډېټ: واسع محسن/کډوال نیوز
کم عمره افغان کډوال محمود په فرانسه کې. کرېډېټ: واسع محسن/کډوال نیوز

د پنجشنبې پر ورځ (د فبرورۍ ۲۸مه) د فرانسې حکومت د اروپا د بشري حقونو د شورا له خوا له یو کم سنه افغان کډوال سره د ناسم او سپک چلند په تور محکوم شو. فرانسه کې کم عمره افغان کډوال له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. کډوال نیوز رپوټ ورکوي.

کم عمره افغان کډوال محمود* د پاریس په پالي کائو پارک کې دی. دغه پارک کې د میدي دو مي په نوم انجمن کډوالو ته وړیا خواړه ورکوي. محمود د نورو کډوالو په ډله کې – چې اکثره یې افریقایان دي – ځان یوازې احساسوي.

محمود د افغانستان د لوګر ولایت دی. هغه وایي: «۱۷ کلن یم او له ۶ میاشتو راهیسې په فرانسه کې اوسېږم. پاریس کې مې د عمر د تثبیتولو ازموینه ورکړه. خو دوی را ته وویل چې ۱۸ کلن یم. ما د بیا کتنې غوښتنه وکړه. اوس ۶ میاشتې کېږي چې د ځواب په انتظار یم.»


محمود وایي چې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې طالبانو له خلکو سره ناسم چلند کوي. دوی غواړي چې سړي او ځوانان د دولت پر وړاندې جګره وکړي. محمود دوه وروڼه او یوه کوچنۍ خور لري. پلار یې بزګر دی. نوموړی وایي چې دوه کلونه یې د مهاجرت په لاره کې تېر کړل. محمود د یوتوپیا ۷۵ انجمن په مرسته اوس په یوه فرانسوۍ کورنۍ کې اوسېږي، خو مجبور دی چې هره میاشت یوه بله فرانسوۍ کورنۍ ته ولاړ شي. نوموړی له دوو میاشتو راهیسې فرانسوي ژبې کورس ته هم ور ځي.

پالي کائو پارک کې د افغان کډوالو یوه څلور کسیزه ډله هم دي. ۱۴ کلن احمد حسین د کابل له قره باغ ولسوالۍ او ۱۶ کلن عبدالرحمان د کونړ دی. 

فرانسه کې دوی د کم عمره کډوالو په صفت پېژندل شوي دي او اوس په دوو ټولنیزو هوټلونو کې ژوند کوي. خو ۱۶ کلن مسلم او ۱۷ کلن ممتاز د کم عمره کډوالو په صفت نه دي منل شوي او د بیا کتنې غوښتنې یې کړې دي.


کم عمره کډوال که پناه غوښتونکي؟

خو د نوموړو کډوالو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې تر اوسه یې د پناه غوښتنې نه دي کړې. دوی نه پوهېږي چې د عمر تثبیتول او د پناه غوښتنې تر منځ توپیر شته. کم عمره کډوال مجبور دي چې ۱۴ کلني ته تر رسېدو مخکې د پناه غوښتنې وکړي.

د میدي دو مي انجمن مشره اګات ندیمي هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ تر ۲۵۰ کم عمره کډوالو ته وړیا خواړه ورکوي. نوموړې وایي چې په ځینو مواردو کې «ټولنیز کارکوونکي هم د کم عمره کډوالو له پاره د موجودو قواعدو په اړه معلومات نه لري.»

بله ستونزه دا ده چې کم عمره کډوال معمولاً د اداري کارونو له کبله له یو ښار بل ښار ته وړل کېږي. احمد حسین او عبدالرحمان وایي چې غواړي ښوونځي ته ولاړ شي، خو د تګ راتګونو له کبله خپلې هیلې نه شي پوره کولی.  

د اروپا د احصایې ادارې یا یوروستاټ د یوي رپوټ په حواله په ۲۰۱۷ کې ۵۳۴۰ افغان کډوال په اروپا کې اوسېدل. همدغه کال کې په فرانسه کې ۱۷۰ کم عمره افغان کډوال اوسېدل.


د ادغام ستونزه

اګات ندیمي وایي چې په ۲۰۱۵ کې یې له کم عمره افغان کډوالو سره مرستې کولې. هغه زیاتوي: «زه ایراني یم او په لومړي سر کې مې یوازې له افغان کډوالو سره مرستې کولې. خو اوس ټول هغه کسان چې دغه پارک ته راځي افریقایان دي.»

اګات ندیمي دا هم وویل چې کم عمره افغان کډوال غواړي یوازې له نورو افغانانو سره یو ځای وي. دوی د ادغام مسلې ته پام نه کوي.

نوموړې ټینګار کوي چې انجمنونو او ټولنیزو ادارو ته نه لاسرسی ممکن د دې سبب شي چې کم عمره افغان کډوال د مافیایي شبکو په لومو کې ولوېږي.


* مستعار نوم

 

نورې ليکنې