۲۰۱۸، کډوال د کالې په ورتییر کمپ کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
۲۰۱۸، کډوال د کالې په ورتییر کمپ کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

د دوشنبې پر ورځ (د مارچ ۴مه) کالې کې د کډوالو څو ناقانونه کمپونه د پولیسو له خوا وتړل شول. دغه عملیات هغه مهال ترسره شول چې کډوال د خواړو د وېشلو ځای ته تللي وو. اوس پوښتنه دا ده چې ایا پولیس د خواړو د وېشلو پر مهال د کډوالو کمپونه تړي. کډوال نیوز معلومات ورکوي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې کالې کې ځینې سازمانونه لکه یوتوپیا ۵۶ او اوبرژ د میګران وایي چې د پا دو کالې سیمې پولیس هره ورځ د کډوالو کمپونه تړي.

د یوتوپیا ۵۶ یو غړي انتوان کډوال نیوز ته وویل: «دغه سیمه کې هره ورځ د سهار له ۸ و نیمو تر ۱۰ و نیمو بجو پورې د تخلیې عملیاتونه ترسره کېږي.»

کالې کې ځینې رضاکاران هم دغه خبره تاییدوي: دا چې د کمپونو د تشولو عملیات د سهار له خوا ترسره کېږي.

د یوتوپیا ۵۶ یوې غړې شارلوت وایي: «دا ځکه چې د ورځ په ۸ و نیمو او ۱۰ و نیمو بجو کډوال له خپلو خیمو څخه وځي.»

نوموړې زیاتوي: «د بېلګې په توګه د مارسل دورې کمپ او د خواړو د وېشلو ځای تر منځ ۲۰ دقیقې فاصله ده.»

خو اوس پوښتنه دا ده: ایا پولیس په قصدي توګه د خواړو د وېشلو پر مهال د کډوالو کمپونه تړي؟

د کالې قومندان میشل تورنېر کډوال نیوز ته وایي چې دا خبره ناسمه ده.

هغه زیاتوي: «د کډوالو د کمپونو تړلو عملیات د غذا د وېشلو وخت سره هېڅ تړاو نه لري.»

په همدې حال کې اغلې شارلوت وایي: «کډوال ځانونه راحت نه احساسوي. ځینې یې مجبور دي چې په خپلو خیمو کې پاتې شي.»

انتوان دغه خبره تاییدوی: «هغه کډوال چې د عملیاتونو پر مهال په کمپونو کې دي دومره وخت لري چې خپل شخصي وسایل راټول کړي. خو هغه کسان چې په کمپونو کې نه دي خپل ټول وسایل له لاسه ورکوي.»

د کالې قومندانۍ دغې ادعاوې ناسمې ګڼي او زیاتوي، هغه کډوال چې د عملیاتو پر مهال په خپلو خیمو کې نه دي خپل شخصي وسایل لکه اداري اسناد له رېسورسري* څخه بېرته لاس ته راوړلی شي.

د یوتوپیا ۵۶ په حواله د ۲۰۱۹ له جنورۍ راهیسې د کمپونو د تړلو شاوخوا ۱۱۰ عملیاتونه ترسره شوي دي.

بل لور ته میشل تورنېر وایي چې دغه عملیاتونه هرې دوې ورځې ترسره کېږي.


کالې کې د خواړو د وېشلو ځایونه:

Rue des huttes

ویروال کمپ ته نږدې: له ۸ و ۴۵ تر ۱۰ بجو پورې

روغتون ته نږدې: له ۱۰ تر ۱۱ بجو پورې

* رېسورسري

365 Avenue Saint-Exupéry

** کالې کې څو کمپونه شته:

د ویروتییر کمپ/پون تروی: دغه کمپ کې شاوخوا ۱۵۰ کډوال ژوند کوي

د ویروال (روغتون ته نږدې): دغه کمپ کې شاوخوا ۵۰ کډوال ژوند کوي

د مارسل دورې کمپ: دغه کمپ کې شاوخوا ۵۰ کډوال ژوند کوي

د اولد لیدل کمپ: دغه کمپ کې شاوخوا ۲۰ کډوال ژوند کوي

 

نورې ليکنې