کډوال د لیبیا په یوه توقیف خانه کې. کرېډېټ: رویتر
کډوال د لیبیا په یوه توقیف خانه کې. کرېډېټ: رویتر

د فبرورۍ پر ۲۶مه د لیبیا په طارق السیکا مرکز کې له سلو ډېر کډوال دغه توقیف ځای کې د ناوړه وضعیت پر ضد اعتراض وکړ. د الجزیرې ټلویزیون په حواله د یادو کډوالو تر اعتراض وروسته لیبیایي سرتېري شاوخوا ۳۰ کسان شکنجه کړي دي. بل لور ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې لیبیا کې د معترضو بندیانو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی.

د لیبیا د طرابلس ښار په طارق السیکا مرکز کې د فبرورۍ پر ۲۶مه تر سلو ډېر کډوال د خپل ناوړه وضعیت پر وړاندې اعتراض وکړ.

دغه توقیف ځای کې ځینې کډوال له یوه کال راهیسې په توقیف کې دي.

د الجزیرې ټلویزیون په حواله طارق السیکا کې د کډوالو اعتراض وروسته له هغې پیل شو چې ځینې هالنډي ډپلوماټان له دغه توقیف ځای څخه کتنه وکړه.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې په خبره پولیس سیمې ته تر رسېدو وروسته د اعتراض کوونکو کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخیست چې لږترلږه ۴ کډوال پکې بې سده شول.  

بل لور ته عیني شاهدان وایي چې تر لسو ډېر کډوال په سرویسونو کې نورو توقیف ځایونو ته یووړل شول.

دوی زیاتوي چې دوه کډوال هم د یادې توقیف خانې په ځمکتل کې شکنجه شوي دي.

طارق السیکا کې عمومي وضعیت

د بخښنې نړیوال سازمان په حواله د ۲۰۱۸م کال په پای کې شاوخوا ۸۰۰۰ کډوال د لیبیا په توقیف ځایونو کې بندیان وو.

دغه توقیف ځای کې ځینې کډوال وایي چې وضعیت یې ډېر بد دی. کډوال د ورځې له خوا په تیاره خونو کې ساتل کېږي، روغتیایي خدماتو او کافي خواړو ته لاس رسی نه لري.

د الجزیرې خبریالې سالي هایدن په خبره د دغو کډوالو د وروستي اعتراض په پایله کې ښايي شاوخوا ۳۰ کسان – چې په ډله کې یې ۶ کم عمره کډوال هم دي – د طارق السیکا په ځمکتل کې بندیان او ورپسې شکنجه شوي وي.

لیبیا کې د کډوالو د وضعیت په اړه: د چینل ۴ رپوټ: لیبیا کې د شکنجه شویو کډوالو ټکان ورکوونکي انځورونه

«تاوتریخوالی نه توجیه کېدونکی دی»

بل لور ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په یوه اعلامیه کې د لیبیایي سرتېرو دغه تاوتریخوالی غندلی دی.

دغه اعلامیه کې چې د سه شنبې پر ورځ (د مارچ ۵مه) خپره شوه راغلي چې سیمې ته د پولیسو تر رسېدو وروسته شاوخوا ۵۰ کډوال ټپیان شوي دي.

دغه کمیسارۍ همداراز ټینګار کوي چې د کډوالو پر ضد «تاوتریخوالی نه توجیه کېدونکی دی.»

 

نورې ليکنې