ماهانا جامي په صربیا کې. کرېډېټ: ماهانا جامي
ماهانا جامي په صربیا کې. کرېډېټ: ماهانا جامي

ماهانا جامي یوه معلوله ایرانۍ ښځه ده چې د صربیا د کډوالو په یو کمپ کې ژوند کوي. نوموړې د خپلو پښو شلوالي سره سره وتوانېده چې د ایران «برج میلاد» ته وخېژي. اغلې جامي وایي هیله لري چې المان ته ولاړه شي او د نړۍ نورو برجونو ته هم وخېژي.

ماهانا جامي یوه معلوله ایرانۍ ښځه ده. نوموړې د خپلو پښو شلوالي سره سره وتوانېده چې د ایران «برج میلاد» وخېژي. اغلې جامي اوس مهال په صربیا هیواد کې ژوند کوي او د نورو کډوالو په شان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخه ده.

اغلې جامي کډوال نیوز سره په یوه مرکه کې  وایي چې په ۱۳۶۲ کال کې ایران کې زېږېدلې او په دوه کلنۍ کې فلجه شوې ده. نوموړې د کیمیا په برخه کې خپل تحصیلي سند تر لاسه کړی دی.

جامي چې هیله لري د خپلو هیلو او ارمانونو د پوره کولو له پاره المان ته ور شي وایي، ایران کې د معلولینو پر وړاندې ننګونې ډېرې دي. هغه زیاتوي: «د ایران په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د معیوبینو له پاره کوم ځانګړي امکانات نه شته. له همدې کبله ایران کې درس ویل د معلولینو له پاره سخت کار دی.»

ماهانا جامي په ایران کې. کرېډېټ: ماهانا جامي

مهاجرت او ستونزې یې

ماهانا جامي وایي چې غواړي په اروپا کې خپلې هیلې پوره کړي.  

د نوموړې په خبره: «غواړم چې نوم مې د ګېنس په کتاب کې ثبت شي. د ایران برج میلاد ته ختل اسان کار نه و. خو نوم مې په هېڅ ځای کې ثبت نه شو.»

اغلې جامي ایران کې له ستونزو څخه شکایت لري، خو زیاتوي چې خپل هیواد کې یې کومه مالي ستونزه نه درلوده.

نوموړي وایي چې غواړي خلکو ته وښيي چې معلولین هم د نورو کسانو په شان خپل ارمانونه پوره کولی شي. ماهانا جامي همداراز غواړي چې نوم یې په تاریخ کې ثبت شي.

ماهانا جامي وایي چې لومړي سر په یوه سرویس کې له ایرانه ترکېې ته لاړله او بیا په یوه الوتکه کې له ترکیې نه صربیا ته روانه شوه.

نوموړې اوس مهال د صربیا په بوسیل ګراد کمپ کې ژوند کوي چې د بلغاریا پولو ته نږدې په یوه کوچني کلي موقعیت لري.

ماهانا جامي د صربیا په بوسیل ګراد کمپ کې. کرېډېټ: ماهانا جامي

اغلې جامي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې دغه کمپ کې یې وضعیت څنګه دی وایي: «دلته یوازې غرونه شته. د ژوند وضعیت مې ډېر ښه نه دی. کمپ کې کومه خاصه ستونزه نه شته ځکه اوبه او خواړه لرو. خو ژوند ډېر جالب نه دی.»

بوسیل ګراد کمپ کې شاوخوا ۶۰ کډوال ژوند کوي چې په ډله کې یې ۲۰ ماشومان هم دي. دغه کمپ کې ډېر ایراني او افغان کډوال اوسېږي.

«نه غواړم چې په صربیا کې ومرم»

کډوال په موټرونو او اورګاډیو کې له صربیا څخه نورو هیوادونو ته ور ځي. خو په ځینو ځایونو کې باید پیاده مزل وکړي. ماهانا جامي وایي چې هغه معیوبه ده او پیاده مزل نه شي کولی.

هیله یې دا ده چې د المان لومړۍ وزیره انګلا مرکل ور سره مرسته وکړي.

په پای کې اغلې جامي وایي: «زه ۳۴ کلنه یم. نه غواړم چې عمر مې په دغه کوچني کلي کې تېر شي. غواړم چې خپل ارمانونه پوره کړم. د ژوند موخه مې دا ده چې د نړۍ تر ټولو لوړو برجونو ته وخېژم.»

 

نورې ليکنې