زيات مهاجر وايي چي مشاورت ورسره په پرېکړه کولو کي مرسته کړې
زيات مهاجر وايي چي مشاورت ورسره په پرېکړه کولو کي مرسته کړې

ايا ستا د پناه غوښتنه په بشپړه توګه رده سوې او ته په اخراج مکلف کړل سوی يې؟ يا ايا ته د يو اروپايي هيواد اقامه لرې خو غواړې په رضاکارانه توګه بېرته خپل هيواد ته ستون سې؟ په دې ترڅ کي ته مشاورت تر لاسه کولای سې.

بېله توپيره چي تاسو په کومو حالاتو کي خپل هيواد پرې ايښی، خو ورته بېرته ستنېدل ښايي د مشکلاتو سره مل وي. د اروپا په زياتو هيوادونو کي په دې ترڅ کي مشوره او مشاورت تر لاسه کول ممکن دي.

په بعضو هيوادونو کي يوازي په رضاکارانه توګه بېرته ستنېدونکو ته د ستنېدو په ترڅ کي مشورې ورکول کيږي او اړونده مهاجر ملاتړ تر لاسه کولای سي. په بعضو هيوادونو لکه دنمارک کي بيا رد سوي مهاجر چي و خپل هيواد ته بېرته په تلو مکلف سوي وي ملاتړ او مشاورت ترلاسه کولای سي. د «بېرته ستنېدو مشاورت» او د «اخراجېدو مخکي مشاورت» مقصد اړونده مهاجرو ته اړين معلومات ورکول او ورسره کومک کول وي.

د مهاجرو له پاره ډنمارکۍ شورا (
DRC) د نژدې څلورو لسيزو راهيسي بېرته ستنېدونکو مهاجرو ته مشورې ورکوي.  دغه شورا له ټولو اروپايي هيوادونو څخه غوښتنه لري چي د ډنمارک په څېر د پناه غوښتنې په ټولو مراحلو کي د مهاجرو مشاورت او ورسره کومک وکړي په شمول د قطعي ردېدنې او بېرته ستنېدو په مورد کي.

مهاجر په بېرته ستنېدنه کي کومي اندېښنې لري؟

د مهاجرو د نړيوال سازمان (
IOM) د آلمان څانګه وايي چي زيات مهاجر له بېرته ستنېدو له دې کبله اندېښنه لري، ولي چي بيريږي چي ښايي په خپل هيواد کي ورته د ناکامه سوي کس په توګه وکتل سي. دغه سازمان وايي چي د بېرته ستنېدو په ترڅ کي ښايي د ستنېدونکو له پاره وضعه بهتره واوسي که دوی خالي لاسونه نه وي. دا ځکه چي اکثره مهاجرو و اروپا ته د راتلو له پاره ځانونه تر قرضو هم لاندي کړي وي. نو که دوی د بېرته ستنېدو پر وخت يو څه په لاس کي ولري، بېرته ستنېدنه به ورته نسبتا آسانه وي.

د مهاجرو نړيوال سازمان وايي چي هغه مهاجر چي زيات وخت له خپل هيواد څخه ليري پاته سوي وي، هغوی دا اندېښنه هم لري چي ښايي په خپل هيواد کي په کلتوري توګه بېرته مدغم نه سي. د دغه سازمان په وينا په زياته بيا هغه ماشومان چي د خپل هيواد مروجه ژبه يې نه وي زده او بېرته هغه هيواد ته ستانه سي نو د ستونزو سره مخامخ کيدلای سي. په زياته بيا کله چي هغوی ته په داسي ژبه په ښوونځي کي درس ورکول کيږي چي د هغوی نه وي زده.

د يادو ستونزو تر څنګ ښايي بېرته ستنېدونکو کسانو په خپل هيواد کي خپل کار، خپل کور، حتی خپله کورنۍ او د ارتباط شبکه له لاسه ورکړې وي.

د مشاورت او ملاتړ اړتيا

د مهاجرو له پاره د ډنمارکۍ شورا په وينا مشاورت او ملاتړ د بېرته ستنېدونکو سره مرسته کوي چي د هغوی بېرته ستنېدنه د «کرامت او شموليت» سره مله وي. بېرته ستنېدونکي او په زیاته بيا رد سوی مهاجر ښايي په جدي توګه دې ته اړتيا ولري چي پوه سي چي کوم امکانات ورته موجود دي. مشاورت د دوی سره مرسته کولای سي چي د خپل راتلونکي له پاره غوره انتخاب او پرېکړه وکړي.

د مهاجرو له پاره ډنمارکۍ شورا د (
ERSO) په نوم د مهاجرو د ملاتړ د يوې لويي شبکې غړيتوب لري. په دغه لويه شبکه کي د بريتانيې، هسپانيې، اتريش، بلجيم، فرانسه، آلمان او هالند سازمانونه هم مشارکت لري. ګونوتي ل. يو له هغو مهاجرو څخه دی چي يادې شبکې ورته مشورې ورکړي. ګونوتي وايي چي د ګينوا هيواد سره تړاو لري او دا چي پنځه کاله يې د مهاجر په توګه په هالنډ کي ژوند وکړ چيري چي هغه وايي د فټبال د يو کلب غړی ؤ او نجاري يې زده کول چي دا دواړه د ده د خوښۍ سبب ول. خو هغه زياتوي چي په هالنډ کي ورته ژوند د ځان سره مشکلات هم لرل: «ما خپل پلانونه نه سوای عملي کولای، تر سختو فشارونو لاندي وم او زيات وخت مي ضايع کېدی.» هغه وايي چي البته د هالنډ پرېښودل او بېرته خپل هيواد ته ستنېدل هم ورته آسان کار نه ؤ ځکه چي زيات وخت يې بايد خپلو اسنادو ته انتظار کړی وای او بل يې په خپل هيواد کي د کورنۍ سره لانجه هم درلوده. هغه وايي له همدې کبله ناډاډه ؤ.

د مشاورت اقسام

د ګونوتي ښه شان مهاجر چي د بېرته ستنېدو په پرېکړه کي زړه نا زړه وي، هغوی دوه ډوله مشاورت تر لاسه کولای سي. يو حقوقي مشاورت او بل د بېرته ستنېدو د پروسې په تړاو مشاورت. د مهاجرو له پاره د ډنمارکۍ شورا د پناه غوښتنې د څانګې مشره اېفا سينګر وايي چي اکثره کسان د مشاورت د يادو دواړو برخو څخه ګټه اخلي.

حقوقي مشاورت د بېلګي په توګه رد سوو مهاجرو ته د ردېدنې پر ضد د دعوی کولو د امکاناتو، د کورنيو د الحاق او پر ورته نورو اړونده موضوعاتو معلومات او مشورې ورکوي.

د بېرته ستنېدنې د مشاورت په ترڅ کي ستنېدونکي مهاجر د بېلګي په توګه په دې تړاو معلومات ترلاسه کولای سي چي که خپل هيواد ته ستون نه سي نو څه به وسي يا که د چارواکو سره همکاري ونه کړي نو کوم عواقب به ولري او داسي نور. په دغه مشاورت کي مهاجر کولای سي چي خپلې اندېښنې د مشاورينو سره شريکي کړي. دغه مشاورين ورته د بېرته ستنېدو د مراحلو په هکله ورته معلومات ورکوي.

د مشاورت پروسه څنګه وي؟

په ډنمارک کي يو ځوان رد سوي عراقي مهاجر د (
DRC) سره تماس ونيوی. دغه عراقي ځوان په لومړيو درو مشاورتي ملاقاتونو کي و مشاور ته د خپلي فيزيکي او رواني ستونزو، د خپل ژوند او ستونزو په تړاو معلومات ورکول. هغه په بېرته ستنېدو کي دلچسپي نه درلوده او نه يې غوښتل په دې تړاو خبري وکړي.

خو په څلورم ملاقات کي مشاور ورڅخه پوښتنې پېل کړې چي د کومې پرېکړي به کوم ممکن اثرات وي. په دې ترڅ کي دغه عراقي ځوان ورته د بېرته ستنېدو په هکله خپلې اندېښنې وښودلې چي هلته يې کورنۍ نه ده پاته او که بېرته ستون سي نه پوهيږي چي څه به کوي. همدا ؤ چي دغه ځوان ته معلومات ورکول سول چي که خپل هيواد ته بېرته ستون سي نو د ادغام کوم پروګرامونه او امکانات ورته موجود دي.

د مشوره څنګه تر لاسه کولای سئ؟

په ډنمارک او يو شمېر نورو هيوادونو کي د پناه غوښتنې په مراکزو کي د مشورو تر لاسه کولو امکانات موجود وي. د مخکي ياد سوي عراقي ځوان بېلګه د پناه غوښتنې د يو مرکز له دننه څخه بېلګه وه. بعضي مشورتي مراکز هر وخت بېله مخکنې وعدې او په طبي څانګو کي مشوره ورکوي او بعضي بيا د راتلونکي کومي ورځي له پاره چا ته وخت ټاکي او په هغه ټاکلې ورځ يې مشورتي ناستي ته وربولي. سينګر وايي چي د ډنمارک په کوپنهاګن ښار کي په مستقيمه توګه د مهاجرو له پاره د شورا (
DRC) څخه هم مشوره غوښتل کيدلای سي.

په آلمان کي تر ۱۰۰۰ څخه زیات مشاورتي مراکزی موجود دي چي څو ډوله دي. له دغو څخه بيل بېل مراکزي د بېلګي په توګه د بېرته ستنېدونکو مهاجرو، رد سوو مهاجرو، قبولي لرونکو مهاجرو، د جبري فحاشۍ قربانيانو او يا هم د انساني قاچاق قربانيانو ته مشورې ورکوي.

که تاسو په آلمان کي ياست نو د (
www.returningfromgermany.de) په نوم پاڼې له لاري معلومات تر لاسه کولای سئ چي تاسو ته تر ټولو نژدې مشاورتي مرکز کوم دی.

که په آلمان کي ياست او د خپل ټاټوبي هيواد په تړاو معلومات ترلاسه کول غواړئ نو کولای سئ چي و (ZIRF) مشاورتي مرکز ته مراجعه وکړئ. د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) کار کوونکي دلته ستاسو د هيواد د وضعيت په تړاو معلومات درکوي. تاسو د بېرته ستنېدو پر موضوع او د خپل هيواد د وضعې په هکله د موبايل ميسيج پروګرامونو يا سکايپ له لاري هم د (IOM) له همکارانو څخه مشورې او معلومات تر لاسه کولای سئ.

اروپايي اتحاديه د (ERRIN) په نوم پروګرام ملاتړ کوي. دغه پروګرام مهاجرو ته د ستنېدو څخه مخکي مرحله کي او په همدې شان خپل هيواد ته د ستنېدو وروسته د ادغام په ترڅ کي ملاتړ او مشورې وړاندي کوي. ياد پروګرام په ۱۸ اروپايي هيوادونو کي فعاليت لري. خو دغه پروګرام په قبرس او آيرلند کي نسته.

په آيرلند هيواد کي د
۰۱۸۰۰۴۰۶۴۰۶ مفتې تليفون شمېرې او يا هم د (http://www.iomireland.ie/return/) وېبپاڼي له لاري د (IOM) څخه د مشورې غوښتنه کيدلای سي.

په قبرس کي بيا د (IOM) څخه پر ۰۸۰۰۰۲۷۷۷ تليفوني شمېره او يا (https://cyprus.iom.int) وېبپاڼه مشوره غوښتل کيدلای سي.

ايا مشاورين د اعتبار وړ دي؟

له توقيف بيره، په مهاجر کمپونو کي د ژوند کولو مشکل حالات، بې ثباتي، بې روزګاري، د پناه غوښتنې د اوږدې پروسې انتظارونه، بې اعتباري، فشار او نور لاملونه د دې سبب کيږي چي مهاجرو ته فيصله کول ډېره مشکله وي. مشاورين په د دغو لاملونو سره بلد وي او د بې اعتبارۍ د احساس سره هم اشنا وي. سينګر وايي چي اعتبار او اعتماد داسي يو شی نه دی چي په اوتوماتيکه توګه رامنځ ته سي. هغه وايي چي مهاجر کولای سي چي د مشاورينو کار له نژدې وڅاري او د هغوی له خوا ورکول کيدونکي معلومات او مشورې وارزوي تر څو پخپله پوه سي چي هغوی څومره د اعتبار وړ دي.

د (
IOM) سازمان وايي چي په آلمان کي مشاورت مکلف کوونکی نه دی چي څوک به د مشورې سره سم ستنيږي او يا به پاته کيږي. د دغه سازمان په وينا فيصله يا پرېکړه په آخره کي پخپله د مهاجر په خپل لاس کي وي. مشاورين د پناه غوښتونکو پلانونه يا طرز يا کيسه تر سوال يا قضاوت لاندي نه راولي بلکه ستاسو سره مرسته کوي چي د خپل راتلونکي په هکله پخپله فيصله وکړئ. مشاورين معلوم خبره ده چي مسلکي کسان وي او معلومات يې تازه وي. د مشاور له خوا درته وړاندي سوي مشورې او معلومات ستاسو پر پناه غوښتنه اثر نه لري، بلکه صرف ستاسو سره يوه مرسته وي.

ليکونکې: مېريون مېک ګرېګور

 

نورې ليکنې