د تابعيت بايللو يو شمېر لاملونه کيدلای سي
د تابعيت بايللو يو شمېر لاملونه کيدلای سي

په داسي حال کي چي يو شمير د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تابعيت لرونکي داعشيان بېرته خپلو هيوادونو ته ستنېدل غواړي، له هغوی څخه د تابعيت يا پاسپورت اخيستلو بحث هم لا تود سوی دی. په کوم اروپايي هيواد کي په دې تړاو کوم قوانين سته؟

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر او د عدليې وزيري کاتارينا بارلي پر دې توافق کړی، چي د ځانګړو شرايطو له مخي به له هغو دوه تابعيت لرونکو آلمانيانو څخه آلمانی تابعيت بېرته اخلي، چي د ترهګرې ډلې اسلامي دولت يا داعش له پاره جنګېدلي وي. د آلمان د حکومت يوې وياندي ويلي چي په نژدې وخت کي به په دې تړاو د قانون یوه مسوده جوړه کړله سي. په بريتانيه او د امریکا په متحده ايالاتو کي بيا «داعشي ناوياني» شميمه بيګم او هدا مُثانا د هغو داعشيانو بېلګه ګرځېدلي چي غواړي بېرته خپلو اصلي هيوادونو ته ستانه سي.

د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه څنګه خپل تابعيت بېرته اخلي؟

هسپانيه

د هسپانيې قانون د دې ممانعت کوي چي په هسپانيه کي د زېږېدل سوي کس هسپانوي تابعيت لغوه کړل سي. خو بيا هم هغه څوک چي تر اتلس کلن کېدو مخکي يې دويم تابعيت ترلاسه کړی وي، هسپانوي تابعيت له لاسه ورکولای سي. خو د دې مخنيوی آسان دی که دغه کس تر ۲۱ کلنۍ پوري روښانه کړي چي هسپانوي تابعيت هم ساتل غواړي.

فرانسه

فرانسوي حکومت په ۲۰۱۶ کال خپل هغه پلانونه بېرته لغوه کړل چي غوښتل يې د ترهګرۍ سره تړاو لرونکو کسانو څخه فرانسوي تابعيت واخلي او له هيواد څخه يې وباسي. دغه مفکوره په ۲۰۱۵ کال په نوامبر مياشت په پاريس کي د ترهګرو بريدونو وروسته رامنځ ته سوې وه. د دمګړي قانون له مخي په فرانسه کي يوازي له هغه چا څخه فرانسوی تابعيت بېرته اخيستل کيلای سي چي په د قانون سن ته رسېدو وروسته يې فرانسوي تابعيت تر لاسه کړی وي. د تابعيت د بېرته اخيستل کېدلو دلايل د بېلګي په توګه د هيواد سره غداري يا بې وفايي کيدلای سي.

پولند

د هسپانيې په شان په پولند کي هم په هيواد کي د زېږېدلو کسانو تابعيت لغوه کول ممنوع دي. که يو پولندی په رضاکارانه توګه غواړي خپل پولندي تابعيت لغوه کړي نو مجبوره دی چي درخواست وکړي. د پولند ولسمشر د هر دغه درخواست تاييد بايد وکړي. د سوېدن او کرويشيا تر څنګ پولند له هغو درو اروپايي هيوادونو څخه دی چي هغه وخت هم له يو پولندي تابعيت لرونکي څخه پولندي تابعيت بېرته نه اخلي که يې په غېر اصولي توګه تر لاسه کړی وي.

ايتاليا

په ايتاليه کي که څوک دوه تابعيتونه ولري نو په آسانۍ سره ايتالوی تابعيت لغوه کولای سي. يوازي په هغه صورت کي ايتالوي تابعيت له يو چا څخه اخيستل کيدلای سي که دغه کس د ايتاليې «دښمن» هيواد ته خدمت کړی وي او يا يې په جګړه کي د ايتاليې پر ضد برخه اخيستې وي. په دې توګه د ايتاليې قانون د دې له پاره امکان برابر کړی چي د بېګلي په توګه د داعشي جنګياليو څخه تابعيت بېرته واخلي.

هالند

د فرانسې تر څنګ هالند هم د نورو دلايلو تر څنګ د «ترهګرو فعاليتونو» په صورت کي له يو کس څخه تابعيت اخيستلای سي. له هالند څخه دوامداره ليري ژوند کول هم د تابعيت د لغوه کېدو سبب ګرځېدلای سي. د بل تابعيت په لاس راوړل هم د هالندي تابعيت د لغوه کېدو لامل کيدلای سي.

د هالند تر څنګ ۹ نور د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه د خپلو اتباعو تابعيت لغوه کولای سي که په دوامداره او او اوږدمهاله توګه له هيواد څخه دباندي ژوند وکړي. خو په بلجيم، دنمارک او سوېدن کي دا يوازي هغه وخت صدق کوي که اړونده کس په دغو هيوادونو کي نه بلکه په بهر کي زېږېدلی وي.

د اروپايي اتحاديې د پارلمان په حواله د دغې اتحاديې په ۱۵ هيوادونو کي هغه وخت تابعيت له يو چا اخيستل کيدلای سي چي ورباندي د خپل اروپايي هيواد پر وړاندي بې وفايي يا غداري ثابته سي.

 

ليکونکې: اليزابېت شوماخر
منبع: 
د آلمان ږغ دويچه وېله آلماني پاڼه

 

نورې ليکنې