د مارچ ۷مه: پاریس په پالي کائو پارک کې کم عمره کډوال د غذا په لیک کې ولاړ دي. کرېډېت: مایوا پولې /کډوال نیوز
د مارچ ۷مه: پاریس په پالي کائو پارک کې کم عمره کډوال د غذا په لیک کې ولاړ دي. کرېډېت: مایوا پولې /کډوال نیوز

مهاجر پلوه سازمان لې میدي دیو مي هره اوونۍ د پاریس په پالي کائو پارک کې کم عمره کډوالو ته وړیا خواړه ورکوي. دغه کډوال پاریس کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. رپوټ.

د ۱۱ و نیمو بجو په شاوخوا کې د ميدي دیو مي انجمن رضاکاران د پاریس د ۲۰ سیمې پارک پالي کائو ته راځي. دوی غواړي چې کم سنه کډوالو ته خوراکي توکي ورکړي.

غرمه کې ګڼ شمېر کډوال د خواړو وېشلو په کتارونو کې ولاړ دي. دغه کډوال معمولاً له لوېدیز افریقا څخه راغلي دي.

د ميدي دیو مي انجمن مشره اګات ندیمي کډوال نیوز ته وایي: «نن د مدي دیو مي ټیم کډوالو ته خوراکي توکي ورکوي. زه له ځینو ځوانانو سره کتنه لرم.»

ميدي دیو مي انجمن – چې پاریس کې شاوخوا سل غړي لري – له ۲۰۱۶ کال راهیسې له هغو کم سنه کډوالو سره مرسته کوي چې له اداري او یا ژبني ستونزې سره لاس او ګرېوان دي. دغه کډوال پاریس کې یوازې دي او د اوسېدو ځای نه لري. ځینې یې فرانسه کې د کم سنه کډوالو په صفت پېژندل شوي دي.

خو پالي کائو یوازې د خوراکي توکو د وېشلو ځای نه دی. د اګات ندیمي په خبره دغه پارک د کډوالو د راټولېدو ځای هم ګڼل کېږي. د میدي دیو مي انجمن رضاکاران هره پنجشنبه، جمعه، شنبه او یکشنبه له نویو رسېدلو کډوالو سره مرسته کوي.


هغه کډوال چې غوښتنې یې د دومي ۷۵ له خوا ردې شوې دي

پالي کائو پارک کې کم سنه کډوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. ځینې یې هغه کسان دي چې غوښتنې یې د دومي ۷۵ له خوا ردې شوې دي. دومي ۷۵ پاریس کې د عمر د تثبیتولو اداري مرجع ده او د سره صلیب له خوا اداره کېږي. د کم عمره کډوالو دوسیې د همدغې ادارې له خوا د «کډوالو سره ټولنیزې مرستې» ادارې ته استول کېږي.

د دومي له خوا رد شوي کډوال معمولاً د اوسېدو ځای نه لري او په سړکونو کې ژوند تېروي. د فرانسې قانون هغوی ته اجازه ورکوي چې د بیاکتنې غوښتنه وکړي.

د میدي دیو مي سازمان په حواله د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ میاشت کې د ۱۱۱ کسانو دوسیې د دومي ۷۵ له خوا ردې شوې دي. خو اګاتا ندیمي وایي چې ښایي دغه شمېر تر دې هم زیات وي. نوموړې زیاتوي: «موږ له ټولو دغو کډوالو سره اشنا نه یو. ځینې یې د لا دفانس په پارکونو کې اوسېږي، ځینې نور یې د برسي او یا ګر دو نور په پارکونو کې.»

د فرانسې د ډېپارتمنټونو شورا په حواله په ۲۰۱۸ کې د کم سنه کډوالو شمېر درې چنده لوړ شوی دی او نن سبا ۴۰۰۰۰ کسانو ته رسېږي.


هوټلونه او د ښاریانو کورونه

دغه اوونۍ شاوخوا ۲۵۰ کډوال په پالي کائو پارک کې حاضر دي. لامین یو د دغو کډوالو څخه دی چې په بوبیني کې اوسېږي. نوموړی وایي: «پارک ته راځم ځکه چې غواړم له نورو کډوالو سره خبرې وکړم.» دغه ۱۴ کلن ګینیايي ځوان د کم عمره کډوال په صفت پېژندل شوی دی.

الیزا یوه بله ګینیایۍ کډواله ده. نوموړې وایي چې له څو ورځو راهیسې پاریس کې اوسېږي خو غوښتنه یې د سره صلیب له خوا رده شوې.

میدي دیو مي سازمان هڅه کوي چې دغو ځوانو کډوالو ته په هوټلونه او یا د ښاریانو په کورونو کې د اوسېدو ځایونه برابر کړي.

کډوالو ته جامې هم ورکول کېږي

د ۲۰۱۹ له ډېسمبر راهیسې د پالي کائو پارک په یوه سالون کې کډوالو ته جامې ورکول کېږي. نن په دغه سالون کې شاوخوا ۴۰ کډوال راټول شوي دي. دوی ټول ګرمو جامو ته اړتیا لري.

خو دغه سالون کې کډوالو ته نه یوازې جامې بلکې سیم کارټونه، تېلېفونونه او د نظافت توکي هم ورکول کېږي.


عملي معلومات

لې ماتن دیو مي، سبا ناری

هره دوشنبه، سه شنبه او چهارشنبه له ۱۰ بجو تر غرمې پورې

پته: Rue du Moulin Joly, à côté de la Croix-Rouge. Métro : Couronnes, Ligne 2

لې میدي دیو مې، د غرمې ناری

هره پنجشنبه او جمعه په ۱۲ بجو او هره شنبه او یکشنبه په ۱۲ و نیمو بجو

پته: Jardin de la rue Pali-Kao

 Métro : Couronnes, Ligne 2

لو ویستییر دیو مي، د جامو وېشلو له پاره

هره پنجشنبه تر غرمې ناري وروسته

پته: rue Pali-Kao, au 5 rue de Tourtille, 75020 Paris. Métro Couronnes, Ligne 2

د میدي دیو مي انجمن فېسبوک پاڼه: Les Midis du Mie


*ټول نومونه مستعار دي. 

 

نورې ليکنې