د یومن رایتز ابزرورز له پاڼې څخه
د یومن رایتز ابزرورز له پاڼې څخه

د سه شنبې پر ورځ (د مارچ ۱۲مه) کالې کې د وروتییر په نوم د کډوالو ناقانونه کمپ وتړل شو. دغه ناقانونه کمپ د وروتییر په سړک کې موقعیت درلود.

نن سه شنبه کالې کې د وروتییر په نوم د کډوالو تر ټولو لوی کمپ وتړل شو. د ځايي سازمانونو په حواله د دغه کمپ د تخلیې عملیات په ارامۍ او له کومو ستونزو پرته ترسره شول. تر دې مخکې چارواکي د دغه کمپ د تړل کېدو په اړه خبرداری ورکړی و. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د سیمې خاوند انېدیس شرکت د بولونی سور مېر محکمې ته د ناقانونه کمپ په اړه شکایت وکړ.

د دغه کمپ اوسېدونکي د سیمې بېلابېلو ارګانونو (CAES) ته استول شوي دي. د یاد کمپ په یوه لوحه کې لیکل شوی: «کډوال باید د انجمنونو او ټولنو په مرستو هغو مراکزو ته مراجعه وکړي چې د هغوی له وضعیت سره تړاو لري.»

سیمه کې حصار جوړېږي

د یوتوپیا ۵۶ غړې شارلوت کډوال نیوز ته وایي: «دا ځل د وروتییر کمپ په قطعي ډول وتړل شو. کډوال دغه کمپ ته بېرته نه شي راتلی.»

اټکل دی چې د کمپ خاوند سیمه کې یو داسې حصار جوړ کړي چې د کډوالو د بېرته را تلو مخنیوی وکړي.

بل لور ته د فرانسې حکومت وایي چې دغه کمپ د کډوالو له پاره مناسب نه و. د چارواکو په خبره ناقانونه کمپ د ناامنۍ او چټلۍ لامل کېدلی شي.

د پا دو کالې د قومندانۍ په یوه اطلاعیه کې راغلي چې یاد کمپ د کالې اقتصاد ته هم زیان اړوي.

وروتییر کمپ کې شاوخوا ۲۰۰ کډوال اوسېدل چې اکثره یې له سوډان څخه راغلي دي.

 

نورې ليکنې