کروېشیایي سرتېري. کرېډېټ: پیکچر الاینس، د پي ا، ز. بالوغ
کروېشیایي سرتېري. کرېډېټ: پیکچر الاینس، د پي ا، ز. بالوغ

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې وایي چې اروپایي ټولنه د کروېشیايي پولیسو د تاوتریخوالي ملاتړ کوي او پرېږدي چې دوی له کډوالو سره ناسم چلند وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې پر ورځ (د مارچ ۱۳مه) وویل چې اروپایي ټولنه د کروېشیايي پولیسو د تاوتریخوالي ملاتړ کوي او پرېږدي چې دوی له کډوالو سره ناسم چلند وکړي. دغه سازمان زیاتوي چې اروپایي ټولنه له کروېشیايي پولیسو سره مالي مرسته کوي څو دغه هیواد په خپلو پولو کې امنیتي تدابیر ټینګ کړي.

تېر کال شاوخوا ۲۵۰۰۰ اسیایي او افریقایي کډوال هڅې وکړې چې د بوسنیا له لارې کروېشیا ته داخل شي.

خو په زرګونو کسانو د کروېشیایي پولیسو له خوا بېرته په شا وتمبول شول.

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپره کړې، وایي چې دغه هیواد کې د کډوالو ډله ییز اخراج له تاوتریخوالي ډک دی. 

خبرپاڼه زیاتوي، اروپایي ټولنه د کروېشیا د پولو ساتلو له پاره دغه هیواد ته ډېرې پېسې ځانګړې کړې دي.

یاد سازمان همداراز وایي چې اروپایي حکومتونه نه یوازې د تاوتریخوالي پر وړاندې کوم اقدام نه کوي بلکې له کروېشیایي پولیسو سره مالي مرسته کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان بوسنیا کې د ځینو کډوالو له خولې وایي، دوی د بوسنیایي پولیسو له خوا وهل ټکول شوي، پیسې یې غلا شوې او تېلېفونونه او سندونه یې په زور اخیستل شوي دي.

کروېشیایي چارواکي تر دې مخکې ویلي وو چې دغې ادعاوې بې اساسې دي.

 

نورې ليکنې