کالې. کرېډېټ: کډوال نیوز
کالې. کرېډېټ: کډوال نیوز

د سه شنبې پر ورځ د فرانسې د بولونی سور مېر محکمې پنځه کسان برتانیا ته له ور تلونکو کډوالو سره د ملاتړ په تور له یو تر درې نیمو کلونو قید محکوم کړل.

د سه شنبې پر ورځ (د مارچ ۱۲مه) د فرانسې د بولونی سور مېر محکمې ۵ کسان برتانیا ته له ور تلونکو کډوالو سره د ملاتړ په تور له یو تر درې نیمو کلونو قید محکوم کړل. دغه کسان کډوالو ته برتانیا ته تلونکو لاریو کې د سپرېدو زمینه برابروله.  

دوی همداراز د ۲۰۱۷ له مارچ تر ۲۰۱۸ جنورۍ میاشتې پورې د فرانسې په شمالي دیپارتمنټ، پا دو کالې، سوم، سېن ماریټیم او کالوادوس سیمو کې د ناقانونه کډوالو د اوسېدو زمینې برابرولې.

د محکمې د پرېکړې له مخې څلور کسان، دوه البانیایان او دوه کوسوواییان، د «ضمانت شوی قاچاق» په تور محکوم شوي دي.

مانا یې دا چې د دوی او د لارۍ چلوونکو تر منځ د کډوالو په اړه مخکنۍ موافقه موجوده وه.

د فرانسې څارنوال په محکمه کې وویل: «د تېلېفوني خبرو او پیغامونو له مخې په ځینو مواردو کې کډوال په لاریو کې د مرګ له خطر سره مخ وو. ځینې یې وایي چې ۱۲ ساعتونه یې په لارۍ کې تېر کړي.»

یو ۵۱ کلن محکوم شوی البانیايي سړی د محاکمې پر مهال وویل چې د کډوالو په قاچاق کې یې رول درلود. خو هغه زیاته کړه چې دنده یې یوازې دا وه چې کډوال د لاریو تمځای ته یوسي.

د محکمې د پرېکړې پر بنسټ دغه کسان حق نه لري چې د پنځو کلونو په موده کې د کالې، ډنکرک، کالوادوس او سن ماریټیم په سیمو کې ژوند وکړي.


 

نورې ليکنې